Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد بامیان ۱۰۰ زره ټنه کچالو ازبکستان ته صادرېږي

د بامیان ۱۰۰ زره ټنه کچالو ازبکستان ته صادرېږي

د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو ترمنځ همکارۍ د بامیان ولایت د کچالو د صادراتو لپاره د ازبکستان بازار ته لاره هواره کړې ده.

په دې تړاو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي او د ازبکستان د سوداګرۍ خونې مشر دوران وهابوف، ازبکستان ته د بامیان د ۱۰۰ زره ټنه کچالو پر صادراتو هوکړې ته رسېدلي دي. د صادراتو د هوکړې د وروستي کولو چارې روانې دي.

په همدې حال کې، د کچالو لومړنۍ جوپه، چې اته لارۍ پکې شاملې دي، د حیرتان بندر له لارې د ازبکستان د ترمذ ښار پر لور روانه شوې ده.

د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو د بامیان د سیمه‌ییزو چارواکو په همغږۍ، د سوداګرو او بزګرانو ترمنځ اړیکې ټینګې کړې او د کچالو د پېرلو، بازارموندنې او لېږد چارې یې همغږې کړې دي.

تمه ده چې دغه نوښت د بامیان د بزګرانو لپاره د بازار موندنې فرصتونه پراخ او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...