د چایو نیمه پیاله
اور پر نغریو بل دی
د هر نغري ځیګر کې
د یوې ساه ټپي زګیروي لکه ناروغ ماشوم
سګلۍ وهي
د هري ساه په پښو کې
د زولنو د شرنګ چوپتیا ږغیږي
د شرنګ چوپتیا کې لمبې
د سیورو پلونه سوزي
دوږخ ، دوږخ شیبې لکه عذاب د قبر
دلته ورو، ورو تیریږي
دلته یوه ورځ ده زرګونه کاله
داسي شپي نشته چې څوک خوب وکړي
دلته زرګونه کاله
ږغ د چوپتیا په اسارت کې
اوږدې شپې په شوګیرۍ تیروي
دلته تاریخ دی د زرګونو کالو
پر ډبرینو لوړو، لوړو دیوالونو حک
چوپتیا زرګونه کاله د ږغ ماتم نیولی
دلته محکومه ساه
د وږمو ډک سحر ته لارې څارې
کاشکي یو څوک راشي
سپین کټوری د سپېدو وچړپوی
چې څاڅکي، څاڅکي روڼا
د ازل تږو باندې واوریږي
سپین ایاتونه
زموږ د ښار د دیوالونو پر سایو ولیکي
کاشکی یو څوک د سحرونو او وږمو
بګۍ کې راشي
زموږ تیارې وریبي
زموږ د بدمرغه شېبو
بدمرغ تقدیر بدل کړي
د چایو نیمه پیاله
د تنور سوې ډوډۍ
نیمګړې مینه زموږ
خوب د تکمیل وویني
کاشکي یو څوک راشي
سپین کټوری د ستورو وچړپوي
زموږ د بدمرغه شېبو
بدمرغ تقدیر بدل کړي
کاشکې یو څوک راشي
زموږ وهیلو ته کالي وسکڼې
د سپین حریر او د سحر د څاڅکو
پر مړونونو مو خوږ خوب ولیکې
چې د خیالونو شهزاده
د اوږد سفر څه راشي
پلونو کې یې شپې راشنې شي
د مړوندونو پر وریښمینو بالښتونو
باندې سر کښیږدي
کاشکي یو څوک راشي
د دروازو و زنځیرونو ته
د شرنګ کیسې ولیکي
اسمان ته نوې جامې ورکړي
د سپېدو سره نکاح وتړي
سپېدې زامن د طلایې لمرونو
شپې مو سپوږمۍ، سپوږمۍ د نجونو،
لښکرونه راوړي
کاشکي یو څوک راشي
کاشکی یو څوک راشي
۲۰۲۶ / د جولای ۳ نیټه
د کنعان نه یې
که مځکه ورځ په غیږ کې ونیسې د تل د پاره
که لمر ونه لویږي د غرونو په حصار کې راشي
که پسرلی، دوبی او منی سره یو ځای شي
د ژمي سره
په کائیناتو کې رنګونه په اتڼ راولي
که وږمې ټولي راستنې شي
او ستا پلونه راوړي
که و بڼوڼو ته هوا وړي د ونو پاڼې
د ګلاب بوټي ته
ټول رژیدلي سره ګلونه راوړي
سیندونه ودریږي تا ته انتظار وکړي
لکه یوسف، ته د زندان راستون شي
ټول قدمونه دې پر شا راشي
زه به ولاړه یم سوالګره ستا په لار کې
ړندې سترګې، او ټپي ځیګر
عمر خوړلې زلیخا به یم
کچکول په لاس کې پر عصا به یم
ته به یوسف شي که نه؟
ستورو خبر راوړی
چې ستا تندي کې سهار لار کړې ده
زړه ته مې نه لویږي
یوسف به یې، خو د کنعان نه یې
لکه چې ما وې غوښتي هغه جانان نه یې
زه به یم، لوی ښار د سبا به وي
پر سر مې تاج د پاچهۍ
پراوږو سیوری د عنقا به وي
محل، محل کلا، کلا به وي
زه به پر څوکو د آئېنو درځمه
زه به خپل تخت پریږدمه
ستا تر دربار ستا تر کوڅو درځمه
خو ته به څوک یې؟
سلیمان به یې
ته به مې عکس د آئېنو، د درد درمان به یې
یقین مې څه ،
چې په ګومان کې مې لانه ځائیږې
چې ته به، هغه شهسوار، هغه جانان به یې
که زه بلقیس شمه، ته سلیمان به یې
ته مې د حسن تفسیر، ته د خوبونو تعبیر
ته مې وجود روح او روان به یې
زما پرټټر به لکه سور ګلاب
ګریوان به یې
زړه ته مې نه لویږي
یوسف به یې، خو د کنعان نه یې
لکه چې ما وي غوښتي هغه جانان نه یې
۲۰۲۶ / د جولای دوه همه نیټه
غزل
د عشق پرستې ښځې خوب پر دیوالو لیکلی
د مړو ښار دي ژوند پر ماتو دروازو لیکلی
یوه سایه وم د سپرلیو وږمو ورانه کړمه
اوس مې مزار د لمر پر واړو مړوندو لیکلی
ډکه د مینې پلوشه وم ته مې ښکل کړلې
ته شولې ستوری څرک دې اوس پر تورو شپولیکلی
هره شپه ستوري ټولوم، سهار یې کښت کرمه
سپېدې ور وړمه، د ګومان لمر مې پر غرو لیکلی
یوه څپه د تنهایي لکه شور، تله راتلله
خوب د ( پروین ) و د اسمان پر وسعتو لیکلی
۲۰۲۶ د جولای پنځمه