جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+په پښتو کې د ځينو دخيلو عربي کلمو د ګردان قاعدې

په پښتو کې د ځينو دخيلو عربي کلمو د ګردان قاعدې

لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت

ژبپوهان په یوه خوله وايي چې په نړۍ کې هیڅ سوچه ژبه نه شته، هرې ژبې له بلې ژبې څخه ځينې لغتونه پور کړي او خپل کړي دي، چې په دې لړ کې پښتو ژبه هم له دې قانون څخه جلا نه ده.

پښتو ژبې ته هم له عربي، پارسي، انګرېزي او نورو ژبو څخه لغتونه راغلي او اوس خپل شوي دي. د دخيلو لغتونو قانون دا دی، چې د کوربه ژبې د ګرامري ځانګړتیاوو او تلفظ تابع کېږي، له همدې امله د وخت په تېرېدو سره دومره خپل ګڼل کېږي چې ګرسره نه پېژندل کېږي.

د ټولو دخيلو لغتونو څېړل خورا اوږد بحث دی، ځينې لغتونه شته چې په بله ژبه کې ولسي ریښه لري، خو په پښتو ژبه کې یې نه لري. موږ په دې لړ کې په پښتو ژبه کې یوازې د عربې ژبې د څلورو کلمو ښځينه بڼه څېړو.

دا هغه کلمې دي چې په پای کې يې د (ح ء، ع، ه) ګرافیمونه یا توري راغلي وي. لومړی به په لنډ ډول په عربي ژبه کې د ښځينه نومونو نخښې یا علامې تشریح کړو.

په عربي ژبه کې ښځينه کلمې پر څو ډوله دي: لومړی ډول يې په اخير کې مربوطه (ة) لري لکه فاطمه، صدیقه، عايشه… دوهم ډول هغه کلمې دي چې په مقصوره یا لنډه کي الف پای ته رسېدلی وي، لکه مصطفی، مجتبی، مرتضی…

بل هغه نومونه دي چې په همزه پای ته رسېدلي او تر همزه مخکې الف ولري، لکه زهراء، صحراء ،بيضاء. البته په ممدوده او مقصوره الف کې یو شرط دا دی که نوم زایده الف ولري دا نخښې د مونث نه دي. زایده هغه الف ته وايي چې د کلمې له اصلي ريښې څخه نه وي، خو که تر مقصوره او ممدوده الف مخکې لږ تر لږه د کلمې درې اصلي توري راغلي وي دا توري د مونث نخښې نه بلل کېږي، لکه مصطفی، سلمی، مرتضی، مجتبی…

په عربي ژبه کې ښځينه نومونه د نخښې له مخې پر لفظي او معنوي برخو وېشل شوي دي. لفظي هغه نومونه دي چې د تانیث نخښه لري، خو بیا هم نارینه نومونه دي، لکه حمزة، طلحة، معاوية… معنوي بیا هغه نومونه دي چې ښځينه نخښه نه لري، خو بیا هم ښځينه نومونه دي لکه زینب او مریم.

په عربي ژبه کې د ښځينه او نارینه نومونو د نخښو بحث ډېر اوږد دی، خو موږ په دې لیکنه کې یوازې هغه کلمې څېړو چې پښتو ژبې ته راغلي او په (ح ء، ع، ة) تورو پای ته رسېدلي وي.

لومړۍ قاعده دا ده چې کومه عربي کلمه په (ح ء، ع، ة) تورو سره پای ته رسېدلې او تر دې تورو مخکې د الف توری راغلی وي دا کلمې په پښتو ژبه کې معمولا ښځينه بلل کېږي، لکه (نکاح، اصلاح، استضاح، افتتاح، دفاع، اجماع، اختراع، شعاع، املاء، انشاء، استنجاء، استثناء).

دا کلمې ځکه ښځينه بلل کېږي چې په پښتو ژبه کې تر الف وروسته د (ح ء، ع، ه) توري نه تلفظ کېږي، کله چې تلفظ نه شول الف پاته کېږي او الف په پښتو ژبه کې د ښځينه نوم نښه ده، لکه ژړا، خندا، موسکا، ځلا، ښکلا…

البته په پښتو ژبه کې هم د عربي ژبې په شان داسې کلمې شته چې ښځينه نخښه لري، خو د مانا له مخې نارینه کلمې دي، لکه د (کاکا، ماما، لالا) کلمو په پای کې چې د (الف) ښځينه نخښه راغلې ده، خو له معنوي پلوه نارینه نومونه بلل کېږي، ځکه چې (کاکا، ماما، لالا) ښځينه جنس نه لري او تل نارینه کلمې وي.

دوهمه قاعده دا ده که کلمه په (ع، ح) تورو پای ته رسېدلې او تر دې تورو مخکې د زور (a) فونیم ولري، دا ښځينه کلمه ده، ځکه چې په پښتو کې د کلمې په پای کې د (ع، ح) توري نه تلفظ کېږي او زور (ضمه) پاته کېږي چې زور د ښځينه کلمې نخښه ده او ګرافیم یې (ه) ده، لکه نشرح، مربع…

دریمه قاعده دا ده که کومه کلمه په مدوره تې (ة) سره پای ته ورسېږې، په پښتو کې ښځينه کلمه بلل کېږي، لکه دایره، جایزه، مکه، مدینه، قصه، مناظره، مشاعره، مسئله … ځکه په پښتو ژبه کې د کلمې په اخير کې زور د تانیث نخښه بلل کېږي چې ګرافیم یا توری يې (ه) ده، لکه شپه، مڼه، زرغونه، لمبه.

څلورمه قاعده دا ده که د کلمې په پای کې (ع، ح) راغلي وي او دا توري زورکی ولري دا کلمه هم ښځينه ده، لکه شمع، طمع، بیع، ذبح، شرح، طرح. دلیل يې دا دی چې په دې صورت کې (ع، ح) نه تلفظ کېږي او په پښتو کې په زورکی (ə) اوړي چې په پښتو کې معمولا زورکی د کلمې په پای کې د ښځينه کلمې نخښه ده، لکه ژبه، ښځه، ځاله…

پنځمه قاعده دا ده که کومه عربي کلمه په (ه) سره پای ته ورسېږي، د جمع له پاره (ه) په اوږده یا اوړي لکه:

دايره، دايرې

مسئله، مسئلې

جبهه، جبهې

خاطره، خاطرې

جمله، جملې

دلیل يې دا دی چې په پښتو ژبه کې (ه) د ښځينه کلمې نخښه ده او دا کلمې د پښتو ګرامر له مخې په اوږده یا (ې) جمع کېږي، لکه

شپه، شپې

مڼه، مڼې

پښه، پښې

لمبه، لمبې

البته ځينې کلمې شته چې په (ه) ختمېږي، خو په اوږده یا (ې) نه جمع کېږي، مثلا (خوله) په (خولې) سره جمع کېږي، خو د (لېوه) کلمه پر دې قاعده نه ده برابره، بلکې په (لېوان) سره جمع کېږي. د یادولو وړ ده چې دغه ډول بې قاعدې ګرامري جوړښتونه په ډېرو ژبو کې شته.

کله کله هغه عربي کلمې هم ښځينه بلل کېږي چې په (ع) پای ته رسېدلي او تر (ع) مخکې (و) راغلی وي، لکه رکوع، رجوع، موضوع، توقع… خو دا د پښتو ژبې له ځانګړي قاعدې سره اړخ نه لګوي.

شپږمه قاعده دا ده چې کوم عربي نومونه په (ات) جمع شوي وي په پښتو کې هم جمع بلل کېږي، لکه اشتبهات، موضوعات، مخلوقات، تلفات… دا کلمې که څه هم ښکاره پر غوږ جمع لګېږي، خو د مرستندوی فعل په مرسته یې نور هم اسانه پېژندلای شو، لکه زما څخه هم ځنې اشتباهات وشول، دښمن ته ډېر تلفات ورواوښتل، ما څو موضوعات یاداښت کړل.

دا قاعده یوازې د عربي کلماتو له پاره د کار وړ ده، خو ځينې لیکوالان پښتو کلمې هم د (ات) په وروستاړي سره جمع کوي چې دا قاعده له پښتو ګرامر سره اړخ نه لګوي، له (چټي) په (چټیات) سره جمع کول.

اوومه قاعده دا ده چې کومې کلمې په زور (ه) سره پای ته ر سېدلي وي د (جات) په وروستاړي سره جمع کېږي، لکه (مېوه، مېوه جات)، (غله، غله جات، (دېره، دیره جات). د جمع دا قاعده پخوا په پارسي ژبه کې رواج وه او د پارسي په تقلید په اردو ژبه کې هم کارول کېږي، لکه (جېل خانه، جېل خانه جات)، خو زما په اند دا ګرامري قاعده ولسي ریښه نه لري، بلکې له پارسي څخه پښتو ته د تقلید پر بنسټ راغلې ده، موږ په پښتو کې دا کلمې په (مېوه، مېوې)، (غله، غلې)، (دېره، دېرې) سره جمع کوو.

اتمه قاعده دا ده چې د عربي ژبې د (تفعیل) د باب مصدر چې معمولا په (ع، ه، ح) پای ته رسېږي او مخکې فونیم یې (ي) وي، معمولا په پښتو ژبه کې ښځينه نومونه بلل کېږي، لکه تشبیه، تنبیه، تشریح، توضیح، ترفیع …

دلیل يې دا دی چې دا فونیم په پښتو ژبه کې په اوږده یا اوړي او اوږده یا معمولا په پښتو کې د تانیث نخښه ده. البته دا قاعده یوازې د (تفعیل) نومي مصدر په برخه کې صدق کوي، د فاعل په برخه کې د عملي کېدو وړ نه ده، لکه قانع، مانع، شارع…

په دې لیکنه کې زما هدف دا نه دی چې ګواکي پښتو او عربي ژبې له یوې کورنۍ څخه دي او یا پښتو او عربي په ځينو برخو کې خپلوي لري، هدف مې دا دی چې پښتو ژبې ته خورا ډېرې عربي کلمې راغلي او اوس په پښتو کې دومره عامې شوي چې اوس بيخي پښتو بلل کېږي، پر همدې بنسټ ضروري ده چې په پښتو ژبه کې د دې عربي کلمو ګرامري دریځ ښه څرګند شي او زموږ ژبپوهان پر دې موضوعاتو نور کار هم وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب