تاسې به وایاست، چې تکل خو تکل شو، دا مکل یې څه شی دی؟ خو مخکې له دې چې په مکل پوه شئ، زما خواهش دا دی؛ بلکې عرض دی، چې که په مکل پوه نشئ، د تکل پوهېدان مو د ذهني ټکنېتوب سبب کېدای شي؛ نو څه پکار چې هسې په هسې مو له اوله همداسې ټکني روان کړم او هغه د تنګ زړو غوندې بیا اخره کې راپسې دوه درې شتۍ یا د کوزنیو په اصطلاح رالړه کړئ.
هسې خو د تکل تعریف معلوم دی، چې د انګریزي ژبې له (Essay) راوتلی او هغه بې لاګه یا پرانیستې تبصرې ته وایي، چې ډېر به یې لکه هغه د مقالې یا افسانې غوندې سر و پښو ته لر و بر نه کېږې؛ بلکې رغنده به له عنوان او موضوع سره داسې غېر رسمي غوندې وصل پاتې کېږې، غېر عادي ژبه او شګفتکي یې هم د کور یا وجود لازمې برخې دي، هغه د نورلامین یوسفزي خبره «کیسه، خاکه او تکل درې واړه د یو بل کور ته بغیر له پوښتنې ځي او راځي»؛ یعنې سره لنډ خپلوان او رشتداران دي؛ خو نور یې څېرې لکه هغه د غبرګونیو زامنو تقریباً تقریباً یو شان خو بېلې بېلې دي.
تکل چې زموږ د پښتنو په تخلیقي کور کې کله هم زېږدلی وي، وي به؛ خو جنګ ترې جوړول نه دي پکار چې بیا څو پېړۍ زموږ د اکاډمیو او پوهنتونونو استادان او محقیق پرې شخ بریتونه ګرځي او خپله بدمعاشي پخوي؛ که څه هم ځینې کره کتونکي یې د پنځوسمو کلونو په اوږدو کې غالباً نولسوه دوه پنځوس ده او که درې پنځوس د «ولسي ادبي جرګې» په کوم تنقیدي اجلاس کې د علامه حبیبي مرحوم تکل یادوي، چې عنوان یې و «ازادي چیرته ده»؛ خو په کتابي بڼه یې «یارانه په شفتالو» له مشتاق مجروح یوسفزي سره خوندي ده او د معیار یا د ښې او غوره تکل لیکنې پګړۍ د ډاکتر اسرار «د تکل په تکل کې» په سر ده؛ بلکې اوس چې دا دومره ډېره موده پس یې هم چا د لا ښې تکل لیکنې ریکارډ مات نکړای شو؛ نو حق یې جوړېږي، چې «له دې دستار سره خو دای لکه هغه قلندر همداسې کوږ وګرځي». که رښتیا شي همدې سړي د قېصر صاحب خبره «تکل یې هر دلعزیز کړو»؛ یعنې د هر چا زړه ته یې کوز کړ؛ خو پښتانه دي، تکل پکې هغسې ونه چلېده او نه کوم چا یې د لیکلو او لوستلو هغسې بازار ورته جوړ او تود کړ؛ لکه څنګه چې یې پکار و، کنه د مزاج له پلوه خو خدای شته ښه ورسره جوړ ځکه هم و، چې په خوږه خوږه کې د خپلو عیبونو او لوړو ژورو ښه ډېر څه ورته پکې ښودلی شي، سپوره خو ځکه هم راسره نه چلېږي، چې نه چلېږي؛ خو که سنجیده او روغه دې هم په بې موډه وخت کې ورته وویله؛ بیا نو دا امکان هم لري، چې له خولې دې د نالایقو لیکوالو غوندې تکل درته جوړ کړي. مقصد په زهرو کې د خوږو شی هم دی، یعنې هغه څه چې نشي ویل کېدای؛ هغه هم پکې ویل کېږي.
رښتیا هغه د مکل خبره مې لا هم په یاد ده او په تلوسه مو یې ګنګس کوم هم نه؛ خو زما دا میرت مړی عادت ده، چې له مخې یو شی سرته ونه رسوم، تر هغې مې بل ته ډډه نه لګي، همدا اوس چې مې د مکل خبره درته شروع کوله، د تکل د نوم په اړه رایاد شول، چې دا خو راته معلومه شوه، چې ریښه یې په انګلیسي کې ده؛ خو دا د پښتو «تکل» نامه یې چا ورته کېښوده، دا که څه هم چندان خبره نه ده؛ خو زموږ نو بیا له همداسې ناچندانه خبرو سره سروکار وي؛ مثلاً د همدې نامې په اړه مې هم لوستي، چې په ولسي ادبي جرګه کې چې کله کامل صاحب مرحوم دا نوم وړاندیز کړ؛ نو له هغې وروسته یې د انګلیسي د (Essay) معادل «هڅه» نامه هم وړاندیز شوې وه.
عجېبه دا ده، چې د تکل او هڅه نامه دواړه تقریباً سره یو دي؛ خو زما پرې بیا چورت بند دی؛ مثلاً کامل صاحب مرحوم چې د تکل نامه ورته غوره کړه، نو دا نامه خو مذکر ده او کمال په کې هم دا ده، چې دغه تکل هم داسې نر نر ښکاري؛ خو که په دې مونث نوم هڅه یې هم نومولی و؛ نو زموږ خو بیا هسې هم له ښځو سره ظاهراً ورانه ده؛ بلکې ناقص العقله یې ګڼو، شاید په همدې سبب به هم ناقص العقله وای او د نه ودې یو بارز علت به یې هم دا د ښځمنوالې نومونه وه؛ خو دا دلیل هم چندان دلیل نشوای کېدای ځکه د همدې تکل د کورنۍ هغه نوره دوه خپلوان «خاکه او افسانه یا کیسه» یې هم مونث نومونه لري. چې د تکل په پرتله یې وده او تکامل دواړه د پام وړ بللی شي؛ نو اندیښنه او چورت د څه شي؟ چې بنده به پرې سور جوړ کړي او هسې په هسې دې نسوارو ته بهانه پرې ولټول شي.
خورشید ندیم د اردو ژبې پیاوړی کالم لیکوال دی، تازه یې د کالم او ادب په تړاو کالم لیکلی دی، هلته یې له ادب سره د ځینو نثري صنفونو خبره څېړلې ده، یوه خبره یې دا وه، چې ادب له اسلوب یا سبک سره په تړاو معلومېدای شي، هر هغه صنف یا ژانر چې د رواني او سلاست له پلوه ادبي سبک ولري ادبي ګڼلی شي؛ خو صنفي توپیر به یې لازمي وي، ده چې د کالم د ادبي کولو دلایل قطار کړي وو، افسانه یا کیسه یې هم ځکه ترې اسانه ګڼلې وه، چې ګنې د کیسې پلاټ خیالي او د لیکوال په لاس کې یې وي، چې څنګه او څه ډول کردارونه پکې جوړوي، همغسې ورسره کولای شي؛ خو د ده په وینا د کالم بیا نه پلاټ هغسې شته او نه یې کردارونه خیالي کولای شې؛ بلکې همغه د ادبي مضمون او منځپانګې په کرښه یې بنده ادبي بللی شي.
خبره مې د تکل کوله، چې که د صنف یا ژانر په لحاظ یې هم سړی اندازه کوي، نو دلته یې هم کور ړنګ دی، یوازې همدا په غېر رسمي انداز او د خورشید په خبره د اسلوب یا سبکي لار ما سېوا نور یې څه داسې معلومې ځانګړنې دي، چې په دوه جمع دوه یې څلور کړې؛ خو چې تعریف پسې یې ګورې؛ نو فسلفي غوندې «شی» شي او یا داسې مبهم شکل واخلي چې نه نر شي او نه ښځه؛ خو هغه درېیم جنس یې هم نشې بللی؛ مثلاً که له کوم استاد دې یې د پېژندنې پوښتنه هم وکړه، تعریف به یې د ادبیاتو خوا ته کشوي؛ خو د تعریف اکثر توکي به یې خارجي یا غېر ادبي غوندې وي؛ لکه دا به هم درته د فلسفیانو په څېر ووایي، چې که ماته څوک ووایي، چې تکل څه دی؟ زه یې پېژنم؛ خو که تعریف یې رانه وغواړي، بیا یې نو نه پېژنم. بیا چې د تکل له نوم سره اخوا دیخوا څه جنج منج تېر راتېر کړي؛ نو ته به بیا پوښتنه وکړې:
– تکل مضمون دی؟
– نه خو مضمون باید ولري.
– ښه تکل مقاله ده؟
– نه مقاله سنجیده او حواله جاتي وي، خو په تکل کې د حوالو ترڅنګ دومره سنجیدګي نه وي؛ البته غېر سنجیده څیز هم نه دی.
– تکل طنز دی؟
– نه طنز نه دی، خو د طنز نري نري څرکونه به لري.
– تکل افسانه یا کیسه ده؟
– نه کیسه خو نه ده؛ البته تسلسل یې باید کیسیز عنصر ولري.
– تکل خاکه ده؟
– نه خاکه خو شخصیتي وي او دا مضموني ده یعنې مضموني منځپانګه باید په کې وي.
لنډه یې دا چې همغه د چستانونو غوندې «یو شی دی، قلم شی دی، په شي کې میرباشی دی» او یا هغه د نکلونو په ژبه «و نو و یو سړی و» دا تکل همدغه «میرباشی» او د «نکلونو سړی» دی، چې شته هم او نشته هم؛ خو جالبیت او بخت یې دا غوړېدلی دی، چې د ډاکتر اسرار غوندې ادیبانو لیکلی او ادبي کړی دی، نو ځکه یې باید څوک په شته والي یا نه ادبي کېدو کې شک ونکړي.
ښه اوس نو تاسې ووایاست، چې «تکل» دغسې یو شی شو؛ نو ستاسې څه خیال دی، چې دغه «مکل» به یې لا څنګه شی وي، زما مطلب هر ګز دا نه دی، چې زه د تکل لیکونکي ته «مکل» وایم، ځکه هغه ته خو «تکونکی» وایي، او دې مکل ته اصلاً د «ایکو کلمې» وایي؛ یعنې د کلیمو غیر رسمي او بې مانا تکرار؛ لکه همدې تکل سره مکل یعنې تکل مکل یا غزل مزل او یا هم خاکه ماکه؛ البته مانا یې دا وي، چې د یوې کلیمې غیر رسمي انداز ښيي او زموږ هم دلته ترې د همداسې غېر رسمي کلیمو په بڼه د تکل لیکلو یو هدف و؛ یعنې تکل که هر څه دی؛ خو غېر رسميکېدل او کول یې لازمي او ضروري توکی دی، په جمله او پیرګراف کې شاید دا غېر رسمیکېدل بل ډول وي؛ خو یو مثال یې تقریباً همدغه دی.
زما دغه تکل هم لومړی تکل دی، چې تقریباً په همداسې غېر رسمي انداز او بې تکلفه غوندې په یوه ساعته کې ولیکل شو او د ماسپښین درې بجې هم کېدونکي دي، له دې تکل پرته هم دا وخت زما پښې د کوهاټ لالا زار هوټل ته ترپېږي او بیا نن چې دا تکل نوموړي تکونکي عدنان بخاري صاحب ته هم ښودل دي؛ نو ځکه خو مازدیګر د ژمي دي، باید تکل مې نور خنډ نشي او که تاسې ته هم د دې تکل څه درک درولګېده؛ نو تر هغې چې بخاري صاحب یې ارزوي، تاسې یې راته ووایاست، چې دا تکل دی او که مکل دی، که تکل وي، چې همدا وزګارې ورځې سره پرې تېرې کړو او که مکل وي؛ نو څه پکار چې د ځان او نورو وخت نه یوازې ور خراب کړو؛ بلکې هسې نه مراب یې هم کړو؛ خراب مراب.
خدای دې له موږ سره تکلونه ډېر کړي او له مکلونو مو دې وساتي.