تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۳مه) د ټکنالوژۍ نړيوال شرکت ګوګل په خپل مشهور لټون ماشین (سرچ انجن) کې د جيمنای په شان نوې پرمختللې مصنوعي ځيرکتيا (AI) زیاته کړې ده.
د ګوګل شرمت په وينا، په لټون (سرچ انجن) کې موجود AI Overviews فيچر به اوس د جيمنای ۳ پر بنسټ وي، چې کاروونکو ته به تر پخوا لا زيات منظم، جامع او تفصيلي ځوابونه وړاندې کوي.
له دې سره سره، ګوګل په سرچ کې د نوې AI چټ کړکۍ هم معرفي کړې ده، چې د تعقيبي پوښتنو د ځوابولو وړتيا لري. کاروونکی کولای شي له يوې پوښتنې وروسته په هماغه کړکۍ کې نور فرعي سوالونه هم وکړي.
په پخواني سیستم کې لټون تر ډېره پر کليدي ټکو (Keywords) ولاړ و، چې له امله يې کاروونکو ته ډېری وخت د ګڼو پايلو له منځه د خپلې خوښې معلوماتو موندل ستونزمن وو۔ خو له تازهکېدو (اپډېټ) وروسته، کاروونکي به د اوږدو او د خبرو اترو په څېر سرچونو له لارې په مستقيم ډول معلومات ترلاسه کولای شي، بالکل په هغه ډول لکه دوی چې له جيمنای AI سره خبرې کوي.
ګوګل وايي دا فيچر له څه مودې راهيسې په محدود ډول ازمېيل کېده او اوس د نړۍ په کچه د موبايل کاروونکو په خدمت کې دی.۔
د ټکنالوژۍ د دې ستر شرکت په وينا، د دې هدف دا دی چې د لټون/ سرچ تجربه لا زياته دوه اړخیزه، اغېزمنه او د انسان خبرو اترو ته نژدې کړي، تر څو کاروونکي وکولای شي معلومات په طبيعي ډول ترلاسه کړي.