جمعه, مارچ 29, 2024
Home+ورکه | اجمل پسرلی

ورکه | اجمل پسرلی

په لړه کې مې زړه کیده، لکه مرغۍ وزري وکړم. سترګې مې نن شاوخوا سمه نه ویني. نور کله به په پارک کې سهار خلک ښکاریدل چې منډې وهي. لږ ورو شوم، هاغه نجلۍ چې کله یې برګ سور، کله تک سور کمیس اغوستی وي زما ترڅنګ تیره شوه. لاس یې پورته کړ.

پسې تیز شوم. لکه په سمندر کې چې مرغه په کښتۍ پسې شي، ورنژدې شي، ورنژدې شي، زړه یې وشي چې کښیني خو بیرته له ویرې وزر ټپ وهي، هسک شي:

« د دوی کور به چیرته وي؟»

« ستا یې د دوی په کور څه!»

ورو شوم:

« راځه ورته ووایه په دې لړه کې تیزه مه ځغله»

«… وبه پرځې»

«…خوږ به شې»

ورګړندی شوم. درې لارې ته ورسیدم:

«ښي لاس ته وګرځم که چپ ته»

« پرون دا چپ لاس ته تاو شوه»

«هغه ورځې بیا دې بلې خواته تیره شوه»

 ښۍ خوا ته ګړندی شوم چې څومره تیزیدم، دید مې کمیده. راوګرځیدم د درې لارې دې بلې خوا ته مې منډه کړه. دا ورکه شوه. تشیو ته مې لاسونه ونیول. ساه نیولی، ساه نیولی د کور په لور رهي شوم:

«سبا چې هوا رڼه شي خبرې به ورسره وکړم»

« څه پلمه به کوم نن خو لا د لړې خبره ده»

د کوټې په منځ کې کړوپ ودریدم. نن مې تر نورو ورځو پنځه ویشت دقیقې ډيرې منډې وهلي دي. د خولو بوی مې حس کړ. تشناب ته تیر شوم، چې شاور وکړم. په ایینه کې مې د شقیقو پر سپینو ویښتو پاتې تور ویښته رابرسیره کړل، خو سپین نه پټیدل د تشناب له کړکۍ مې کوڅې ته وکتل. د سړک د غاړې څراغ لا مړنه دی په لړه کې خپ ښکارې لکه روڼ ماښام چې چا شمه لګولې وي، خو ماښام نه دی د یکشنبې سهار دی.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب