جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبپه فېسبوک کې د ادبي بحثونو تشه | ساجد بهار 

په فېسبوک کې د ادبي بحثونو تشه | ساجد بهار 

تېره ورځ مې په فېسبوک کې ولیکل، چې د څه مودې راهیسې د ټولنیزې میډیا فضا مبهمو سیاستونو نیولې او ادبي مباحث پکې کمرنګه شوې او یا هم بیخي نه ترسترګو کیږي.


له دوستانو مې وغوښتل چې راځئ ، یوه ادبي حلقه جوړه کړو او خپل ادبي مسایل پکې مطرح کړو.


نږدې دوو سوو شاعرانو، لیکوالو او استادانو راسره ومنله ، چې د بحثونو لړۍ به پیلوي او هره ورځ به په مهمو ادبي موضوعاتو بحثونه کوي.


هماغه وو ،چې د (ادبیات) په نوم مې یو فسبوکي ګروپ جوړ کړ او اوس پکې هره ورځ په مهمو ادبي موضوعاتو بحثونه او د نظزیاتو تبادله کیږي.

پرون مې د ادبیاتو په ګروپ کې  په شعر کې د لیکنښو په اړه پوښتنه کړې وه ، چې په شعر کې د لیکنښو کارونه څومره مهمه ده، دوستانو ، لیکوالو او استادانو پرې لاندې تبصرې کړې ، غواړم کټ مټ یې درسره شریک کړم.

د دې بحثونو غورچاڼ به هره ورځ د خپلې فسبوکپاڼې ترڅنګ دلته هم خپروم ، څو هغه دوستان ، چې له مونږ سره په ګروپ کې نشته ګټه ترې واخلي.

 

پوښتنه!

په شعر کې د لیکنښو کارونه څه ډول بولئ؟

زياتره شاعران یې پخپله شاعرۍ کې کاروي، خو ځینې بیا پام نه ورته کوي.

پوښتنه دا ده ايا په شعر کې هم ليکنښې د نثر غوندې اړينې دي او کنه؟

ــــ

مرجان هڅاند: 

لیکنښې په لوستلو کې مونږ ته انداز راښيي.

دلته ډېر پیغامونه د انداز په مرسته رسېږي. نو زه یې شخصاً ضروري ګڼم.

ممکن په دې اړه د شعر اړوند تحقیقاتو کې مالومات وي.

استاد حسرت عبدالله:

د متن لوستلو لپاره ښه کار دی چې متن سم ولوستل شي خو دشعر سکښت لپاره اړتیا نه شته.

بخت مرجان بختیار: 

زه وایم، چې د لیکنښو کارونې بحث دې شعر کې مطلق نه نېول کېږي؛ ځکه ځینې وخت شعر کې یو ترکیب یا یوه مسره داسې جوړه شوې وي، چې ضمني ماناوې لري، لوستونکي ته څو رقمه ماناوې ورکوي او همدا د شعر خوند دی. نو که داسې ځایونه لیکنښې کاروو، په لوی لاس ضمني ماناوې محدودوو.

حنیف حیران:

که پرون مو د انګار صاحب غزل ته پام وي، له لیک نښو پرته یې روان لوستل ګران و. زه خو یې مناسبې ګڼم.

افسر ملاجان: 

لیکنښې د شعر مانا محدودوي او سرحدونه ورته ټاکي.

عمر اندېش:

ډېرې اړینې دي د لیکنښو په کارولو سره شعر لوستونکي شعر ښه او روان لوستلی شي.

اسیا محرابي :

مناسب نه بلکه حتمي دي ځکه لوستل هم ستونزمن نه وي او مفهوم هم ښه پرې افاده کيږي.

که د نورو ژبو شعرونه هم که وګورو

ليکنښې پکې مراعات شوي.

ساجد بهار:

له ټولو مننه

زما ام همدا نظر دی، چې د ليکنښو کارونې سره د شعر لوستل اسانه کيږي.

زياتره وخت يې سکتګي په سلاست بدليږي او روان لوستل کيږي.

کلاسيکه شاعرۍ کې بيا ليکنښې نشته خو ولې زما لپاره يې روان لوستل تر يوه حده ستونزمن دي.

موخه مې دا وه، چې که دې برخې ته په ځينو ځايونو کې پام وشي غوره به وي.

غلام رباني فیاض :

زما په اند خو بالکل اړیني دي.

 

میوند فدا :

شعر که رښتیا شعر وي، په خپله دومره قوت لري چې له لیکنښو پرته په لوستونکي ځان تعریفوي. لیکنښې د متن د ژر پوهاوي او هماغه دقیقه مانا چې لیکونکی یې رسول غواړي، لپاره دي. شعر د ژر پوهاوي او یوې کره مانا څخه تر ډېره مبرا وي، نو ځکه لیکنښو ته اړ نه دی او که ورته اړ شو، بیا یا کمزوري لري او یا ډېره زیاته لیکنۍ پېچلتیا لري او غواړي د لیکنښو په مرسته لوستونکي ته ځان ورسوي. د پخو شاعرانو په شعرونو کې لیکنښې نشته.

ساجد بهار فدا ته :

ستاسې دلايل منم فدا صيب ، دلته موخه هم دا نده چې هر شعر دې ليکنښې ولري.

مثلا د مسرې په پای کې ټکي ته اړتيا نه ليدل کيږي او بايد ونه لګول شي، خو ځينو ځايونو کې سواليه، ندايه او کامه خورا اړينه وي ، که ونه کارول شي بيت به ځان ته څو،څو وارې وايې او خپلې ژبې ته به يې برابروې.

نیک محمد ذکي: 

زه تر ډېره دا خبره هم سمه نه ګڼم، چې د شعر معنا دې د شاعر په خېټه کې وي. دا تجربه ښایي شاعرانو ته شوې وي. ځینې یاران دا فکر کوي، چې له یوه شعر څخه ډېرې معناوې اخیستل به د شعر د لفظي برخې اړوند وي؛ اصلي معنا یې له شاعر سره ده. زه خپله دا خبره مطلقه سیي نه بولم. پخوا په شعر کې ځینې لفظي ښکلاوې دود وې مثلا؛ په دري ژبه کې یو بیت دی؛

من بنګ نمی زنم می ارید

من چنګ نمی زنم نی ارید.

دا شعر دوه معناوې لري یوه معنا یې دا چې؛

زه بنګ نه څښم مه یې راوړئ!

زه چنګ نه غږوم هغه هم مه راوړئ!

بله معنا یې؛

زه بنګ نه څښم ما ته می راوړئ!

زه چنګ نه غږوم نی راوړئ!

دې ته ورته یو څه بیتونه په پښتو ژبه کې هم شته، چې په لوی لاس د شعر صنعت لفظي او تخنیکي اړخ ته برابرول دي. البته هغه لفظي اړخ چې په شعر کې تکلف بلل کېږي. د دې کار کولو پخوا هم له لفظي اړخه پرته شعر ته هېڅ ګاڼه نه ورکوله او په خپل وخت کې هم د شعر نیمګړتیا بلل کېده. اوس دا شی بېخي نه لیدل کېږي. اوس له یوه شعره د څو معناوو اخیستل په دې بڼه دود دي؛

سترګې چې پټې کړم رڼا اخلمه

زه په لاسونو باندې ساه اخلمه.

شاه سعود

یا؛

لېمو کې دې راوباسه له ابه دا ډبرې

له زړه نه لږې لرې کړه ګلابه دا ډبرې.

استاد ښکلی

نو دا چې موږ بیا تېرې کلاسیکي زمانې ته لاړ نه شو. ښه به وي، چې په شعر کې لیکنښې وکاروو. په ځینو ځایونو کې ډېرې اړینې دي.

لکه؛

ما په تڼاکو یاده کړیه، زما لویه خدایه!

څوک چې الله، الله کوي په تسبو داسې به وي!

دلته د شعر ښکلا د وروستۍ مصرې په تعجبي اواز ویلو سره څو چنده زیاتېږي، چې خپله د شاعر موخه هم تعجب دی.

البته یوه یادونه حتمي ده، چې د لیکنښو کارونه باید سل سلنه پر ځای وي.

استاد اجمل ښکلی:

ليکنښې د ليک برخې دي. چېرته چې ليک وي؛ ليکنښې هم وي؛ ځکه ليکنښې د ليکلې ژبې مانيزه نيمګړتيا پوره کوي او ګړنۍ ژبې ته يې ورنېژدي کوي. څرنګه چې شعر هم مانا لري؛ ليکنښې پکې کارېږي او کله خو يې نه کارونه مغالطه رامنځته کړي. ليکنښې د شعر مانا دقيقه لېږدوي؛ مثلا که شاعر پوښتنه کوي؛ حيرانتيا ښيي؛ انتقاد کوي يا طنز او د شعر منځ کې ځنډ او نور کوي؛ ليکنښې په دې هر څه کې ورسره برخه اخلي. له ليکنښو سره آهنګ لوړ يا بايد ټيټ ادا شي؛ نو پر مانا سربېره د شعر په عاطفه او شعريت کې برخه اخلي.

عبدالرحمان احرار:

ځينې خلک شعريت او هنريت دې ته وايي چې لوستونکی له خپل ځان سره په وجد راولي او مانا ته د تګ لپاره لوستونکی هم له ځانه سره مل کړي؛ دا په دې مانا نه ده چې په شعر کې دې د ليکنښو د نه شتون په سبب غوټه پرېږدي، دا غوټه نه ده، بلکې دا په کلام کې ابهام پرېښودل دي او بايد د لوستونکي د مغز له مغشوشولو څخه ډډه وشي!

نذیر احمد نذیر
هو، پرون ما د انګار صیب شعر نه شوای لوستلی. ههه

غضري:

چې د لیکنښې جدي اړتیا نه وي ښه ده چې ونه کاروله شي زه خپله ډیر کم لیکنښه کاروم

که د شعر روان تیا دومره ټکنۍ وي چې لیکنښې ته یي اړتیا وي په اصل کې د شعر شاعر د شعر په روانیت نه وي قادر

مالیار همدم: 

اړتیا ته په کتو باید وکارول شي.

زما په نظر هومره چې نثر کې لیکنښو ته اړتیا شته، شعر کې نه وي.

بله خبره دا ده چې د هر شاعر سبک او شعر توپیر لري لکه حیران صېب چې د انګار صېب غزل یاد کړ.

خالد یاسین :

لیک نښې د شعر په لوستلو کې مرسته کوي، د همیم صاحب دا بیت که لۀ لیک نښو سره لولو، سم یې لوستلی شو:

لا دې تر اوسه، يم پوروړی

يو وخت لوېدمه، اوږه دې راکړه

خو اوس که همدا بیت لۀ لیک نښو پرته ولیکو، ممکن سم یې ونۀ لولو:

لا دې تر اوسه یم پوروړی

یوه وخت لوېدمه اوږه دې راکړه

ګمنام: 

اصلآ لیکنښې د لیکنې ښکلا ده، دا چې شعر څومره ښکلی کولای شو، دا نو پۀ موږ پورې اړه لري.

کۀ لیکنښې وکارول شي، د شعر نظم بۀ هم ساتل شوی وي.

رضوان اوبرنګ :

د لوست د اسانتیا لپاره مهمې دي اما لیکنښې د شعر برخه نشي کېدای.

رحیم سکندر :

مونوګراف لیکنه کتاب کې د لیک‌نښو لپاره ګل رحمن رحماني یو زبردست مثال راوړی و:

” لیک‌نښې دومره ضرور دي لکه په ښار کې ترافیکي نښې “

او د ملګرو نظر هم تایدوم چې په شعر کې لیک‌نښې راوړل لوستنه اسانوي.

بختیار تلاش:

په نثر او شعر کې یو شان دي. دواړو کې لوستونکي ته د دمې، روانوالي او نیم بیتي د ختمولو لار ورښيي.

موږ اړ نه یو چې په شعر کې هم د نثر په شان د بیتونو مبتدا او خبر ته ضروري پام وکړو؛ په همدې پار ضرور ده چې په شعر کې لیکنښې وکارول شي. د لیکنښو دنده همدا ده چې په لیک کې {هغه که شعر وي او که نثر} چې موږ ته د لیکلو پرمهال د درېدلو او نه درېدلو لارښوونه وکړي.

ماښام خټک :

که شعر صفا ستهرا او روان وي نو بيا دا نښې کله داسې هم بريښي چې په ښار کښې بې د ټرېفک د رشوالي نخښې سرې او شنې کيږي چې خپله وظيفه خو ترسره کوي ولې بې مقصده او د نښې مقصد د ټرېفک رش قابو کښې ساتل دي او چې رش نه وي مقصد فوت شي ولې وظيغه ئې ژوندی وي يعني ليک نښې په شعر کښې د وظيفې په توګه ژوندی ارومرو ساتل پکار دي خو پکارونه ئې د مقصد تر حده يا ضرورته پکار ده.

راپورې خاندې او که خاندې راته

اوايه اوژاړم که اوخاندمه 

په دې شعر کښې ابلاغ دومره دی چې د ليکنښې هېڅ حاجت نه لري.

استاد محبوب شاه محبوب:

متن که د نثر په جامه وي او که د نظم باید لیک نښې پکې مراعت شي.

جاوید واک : 

لیک نښې د نثر په څېر په نظم کې هم ضروري دي.

عبدالوسع تسل:

د شدیدې اړتیا نه بغیر لکه یو نیم ځای سوالیه، نور خوند نه کا.

ځکه څوک چې په شعر پوهیږي هغه یې بغیر له لیکنښو لوستلی شي او څوک چې په شعر پوهیږي نه هغوی یې چې هر ډول لولي پروا نه کا.

1 COMMENT

  1. کور مو ودان ، تاسی ښه ګُلالی او فرهنګ دوست فعّال ځوانان یاستی
    په فیس بوک کی ادب او ادبی بحثونه
    بلی ښه اړین او زده کړه بخښونکی اقدام دی
    امّا یوه شوخی
    رشتیا ، ادب
    نن سبا په فیس بوک کی بی ادبی ډیره ده تر ادب چی حتی ځینی وخت د فیس بوک څخه پِس بُک جوړ سوی وی
    ادب په حقیقت کی د هستوګنی یو مجلل او ستر کور ته ورته دی چی دوې برخی لری
    هستوګنځی
    میلمنځی
    ادب په ټولنیز ورځنی ژوند کی همهغه د عملی اخلاقو مجموعه ده چی د انسانی مناسباتو په ډګر کی کارول کیږی خو په ذهنی – احساسی – عاطفی – عشقی ډګر کی ئې نوم هنر دی
    څرنګه چی شعر د انسانی درختی په خاوره کی تر بل هر هنر ژوره او ټینګه ریښه لری بناً د شعر د پراخ تسلط او پراخی لمنی پخاطر، شعر ته د ادب لقب او دنده هم ورکړه سوی ده څو ددی ادب پواسطه د شعر د لمنی څرنګوالی وڅیړل سی
    زما منظور د فیس بوکی بی ادبی څخه همهغه د ادب لومړنی حالت یعنی اخلاق دی
    امّا د لیک نښو یا لیکنښو ( سپما هم ځینی وخت بده نه ده یا بده نده) په هکله د ټولو ګرانو وړونو نظرونه د درناوی او توجیه وړ دی
    نن سبا د ژوند ډیری چاری لږ غوندی د سادګی څخه فیشنی حالت ته( راکوزی سوی یا ور پورته) سوی دی
    نن که د حاجی لالک ماما د حمام کیسه مال ته د دیرشو کلونو زاړه موټر کی مُفت چکری هم ورکی خوند نه ورکوی
    البته بیځایه مقایسه وه
    د شعر او موټر سلیقه به توپیر سره ولری
    امّا اصل مطلب
    په شعری متن کی معمولاً د لیکنښو د اړتیا رامنځته کیدو ته شاعر زړه نه ښه کوی ځکه شاعر اکثراً کوڼ دی څه نه غواړی چی واوری بلکه فقط ژبه ئې په کار اجولی ده
    مثلاً کومه پوښتنه یا سؤال نلری چی جواب ته ئی منتظر سی بناً د ؟ یا ! نښی ته اړ نه دی
    بله دا چی
    هم کلامی متن اوهم لیکلی متن د نښو درلوونکی دی
    د کلامی متن نښی همهغه میلوډی ده او مکتوب متن د نښو پواسطه د تفهیم وړ دی
    مثلاً
    د مارشال شاولی خان بایسکل بیده دی
    پورته جمله په کلام کی څلور بڼی لری چی د میلوډی پواسطه د تشخیص وړ دی
    د ( مارشال شاولی خان) بایسکل بیده دی
    د مارشال شاولی خان ( بایسکل) بیده دی
    د مارشال شاولی خان بایسکل( بیده) دی
    د مارشال شاولی خان بایسکل بیده دی؟
    که پورته جمله د پوښتنی بڼه ولری نو هم د میلوډی تنظیم د جملی هدف او موخه ټاکی
    خو شعر که په کلامی بڼه وی نو د نښو د شتون د ضرورت ټکی هم د میلوډی د څرنګوالی پواسطه د تشخیص وړ دی او که په مکتوب ډول وی خپله د هری مصرع جوړښت او بڼه او تناسب په مستقیمه توګه د لوستونکی د فهم وړ ګرځی بېله دی چی کومی نښی ته اړتیا احساس سی
    بناً په شعری متن کی که نښی شتون ولری یا ونلری د شعر د اهمیت او ارزښت او ماهیت او پوهیدلو پر بهیر منفی اغیز نلری
    البته نښی په مکتوب غیر شعری متن کی د جذابیت لامل دی خو خبره داده چی د کنداریانو خبره خامک دوزی پر یو نفیس څیز ښکلی او مناسب ایسی نه مثلاً د صندلی پر بړستن
    شعر یوه نفیسه څیره ده چی ډیره خالکوبی ئی د پوست د ځوریدو سبب کرځی
    وروستی خبره دا چی
    که یو څوک په کوم نظم کی د لیکنښو د نه شتون له کبله د شعر د عدم تفهیم په څپو کی را ګیر وی او څلور دقیقی سر او څټ ګَرَوی نو ښه به دا وی چی دا کس د شعر دیګدان ته ور نژدی نه سی
    بخښه غواړم د استادانو په حضور کی ګوستأخی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب