خپل وطن، ولس او ټولنه په هر بنیادم حق لري چې تر خپله وسه یې خدمت وکړي او په بهترۍ کې یې ونډه واخلي. ځینې کسان داسې وي چې یوازې د خپل ځان غم ورسره وي، د کلي، ولس او هیواد په چارو کې ونډه نه اخلي؛ بس چې په تن پټ او په نس موړ وي، همدا ورته کاپي وي. د دغو کسانو نه ژوند غنیمت ګڼل کېږي او نه یې په مرګ خلک اوښکې تویوي. د دوی له ځان پرته بل چاته خیر نه رسېږي او چې چاته یې خیر نه رسېږي، مرګ و ژوند یې هم نورو ته چندان ارزښت نه لري.
خوشحال خټک چې د کلي، هیواد او ولس سړی و، پیاوړې اجتماعي روحیه یې لرله، د خپل زوی بهرام خان په غندنه کې وایي:
هغه زویه خو په ګور ښه دی خوشحاله
چې بهرام غوندې یوازې د خپل کور وي
خو ځینې کسان بیا یوازې د ځان غم نه خوري، د ولس او وطن خلک وي. دا کسان د ولس په چارو کې شریک وي. یوازې د کلي او ولس په چارو پورې هم ځان نه محدودوي، بلکې د خپل ټول هیواد په مسایلو کې د قانون په چوکاټ کې برخه اخلي. د دغې ډلې خلک ارزښتمن کسان وي، ژوند یې د ولس او ټولنې لپاره غنیمت او مرګ یې ستره ضایع ګڼل کېږي. په لنډیو کې د دغسې کسانو په اړه اورو:
ښځه په هر سړي کونډېږي
سړی هغه دی چې پرې خاوره کونډه شینه
د هغو کسانو له جملې چې د خیر او وطن خلک دي، یو هم استاد اسدالله غضنفر دی! استاد د بهرام غوندې تنها د ځان نه، بلکې د خوشحال غوندې د ولس او وطن سړی دی. نوموړي تل هڅه کړې چې د خپل هیواد او خپلې ټولنې په بهترۍ کې تر وسه ـ وسه ونډه واخلي او تر ډېره یې دا کار کړی هم دی.
هسې خو د هر لیکوال دا هدف وي چې د خپلو لیکنو له لارې خپل ولس، وطن او ټولنې ته خیر ورسوي او د هغوی په بره تګ کې ونډه واخلي. استاد غضنفر هم ګڼ شمېر اثار لیکلي دي چې خوند او پند دواړه ترې اخېستل کېږي؛ خو “یو څو لپې فکرونه” کتاب یې فقط وطن او وطنوالو ته د خیر رسولو په موخه لیکلی دی.
دا کتاب په داسې حال کې چاپېږي چې په هیواد کې ستر تاریخي تحول رامنځته شوی دی، وګړي د خپل ځان او وطن د نامعلوم برخلیک په اړه خورا اندېښمن دي. د “یو څو لپې فکرونه” اثر له لیکلو ممکن د استاد غضنفر یو هدف دا وي چې د خلکو اندېښنه راکمه کړي، هغوی ته انګیزه ورکړي او د روښانه سبا راتلو ته یې هیله مند کړي؛ ځکه خو غضنفر صاحب لیکي:
“زه د وطن له روښانه سبا ناهیلی نه یم. موږ ته تاریخ او نیکونو لویه خاوره، متنوع اقلیم، پرېمانه اوبه، د اسیا په زړه کې موقعیت او نور امتیازونه راکړي دي. یو وروستی امتیاز دادی چې په یوویشتمه پېړۍ کې بوډۍ اسیا لکه زلیخا ځوانه شوې ده او د دنیا د اقتصاد په منځنۍ بدله شوې ده…”
په “یو څو لپې فکرونه” اثر کې د مختلفو اجتماعي موضوعاتو په اړه شاوخوا څلوېښت مقالې راغلې دي، ځینې کسانو په دې کتاب نقد کړی و چې ځینې مقالې یې نیمګړتیاوي لري. په دغو مقالو کې به څه کمي خامخا وي، خو د اخلاص او خیر کمی پکې نشته. استاد هغه څه لیکلي دي چې د ټولنې خیر پکې ورښکاره شوی دی.
د یاد اثر هره مقاله لوستونکو ته ګڼ او ګټور پیغامونه لري. د “قضاوت” تر عنوان لاندې مقاله کې استاد راته وایي چې په قضاوت کولو او د وګړو په ملامتي کې باید احتیاط وکړو او “هغه ذهنیت چې یوازې د افرادو په ملامتولو پسې ګرځي، د خپل څښتن روحیه خرابوي، خپل څښتن د حقیقت له موندلو محروموي او په ټولنه کې نفاق زیاتوي.”
په “بېځایه توقع” مقاله کې مو غضنفر صاحب په دې پوهوي چې انسان کامل نه دی او هر بنیادم که هر څومره ستر انسان هم شي کمزورۍ او عیبونه به لري. “هغوی چې د نورو عیبونه نه زغمي او د بل چا د یادولو په وخت، تر هر څه ړومبی د هغه عیبونه وریادېږي، تر نورو ړومبی په ځان ظلم کوي؛ ځکه له بدبینو کسانو سکون لرې تښتي.”
په یاده مقاله کې لولو چې نه یوازې له نورو، بلکې له ځانه هم باید تر حده زیاته توقع و نه کړو. انسان طبعاً ماشین نه دی چې ټوله ورځ به په کار تېروي، بلکې تفریح ته ضرورت لري. هغه کار چې په دوو اونیو کې کېږي، که په دوو ورځو کې وشي، نتیجه به یې سرچپه وي.
د “ټولنه، تغیر او لوستی قشر” تر عنوان لاندې مقاله کې استاد په ټولنه کې د لوستو کسانو دنده او مسوولیت راښیي. د غضنفر صاحب په اند: “که لوستی قشر خپل مسوولیت و نه پېژني، د تمدن له کاروان سره یو ځای کېدل او د نویو فکرونو خپلول، تولیدول او خپرول ډېر مشکل دي…”
په “ګومان د ایمان زیان” مقاله کې مو په دې پوهوي چې
بدګوماني څه ده؟ په ټولنه کې بدګوماني څنګه زیاتېږي او کوم زیانونه لري؟ استاد د بدګومانه کسانو په اړه لیکي: “بدګومانه کسان معمولاً چوکاټي افکار لري. دوی مخکې تر مخکې خلک په تور او سپین ویشلي وي او نوي معلومات نوي څه نه ورزده کوي، بلکې هر نوی خبر په ذهن کې تیارو جوړو کړیو فکري چوکاټونو ته وراچوي او لکه د خښتو قالب چې یو ډول تولید کوي، د دوی د ذهن په تولید کې هم تغیر نه راځي.”
“له وطنه وتلي وطنوال” تر عنوان لاندې مقاله کې استاد غضنفر دا په ډاګه کوي چې له وطنه د وګړو بېلېدل عادي چاره ده او په هره زمانه کې داسې پېښي وینو. استاد وایي: “له هیواده وتلي کسان که ټول عمر په بهر کې تېر کړي او له وطن سره یې رابطه بلکل غوڅه شي، بیا به یې هم وطن د هویت یوه برخه وي. دوی باید د هیواد او ولس د خیر په فکر کې شي او د ټولنې په بهترۍ کې ونډه واخلي.”
د “کار او ځوانان” په مقاله کې غضنفر صاحب ځوانانو ته د کار په اړه ګټورې سپارښتنې کړې دي، نوموړی لیکي: “د کار د موندلو لپاره بهتره ده چې د محدود انتخاب په کړۍ کې ایسار پاتې نه شو. دا تصور ناسم دی چې تعلیم یافته باید یوازې په دفتر کې کار ومومي. د خدای دنیا لویه ده او کامیاب کاروبار ممکن له دفتره بهر لا زیات وي…”
همدارنګه په “ځان پیدا کول” مقاله کې غضنفر صاحب دا راته وایي چې باید په پټو سترګو د نورو کسانو تقلید و نه کړو، بلکې پخپله فکر وکړو او خپله لار ځان ته پخپله وټاکو. استاد لیکي: ” ښه ژوند بې د فکر له نعمته نه کېږي. موږ چې په دا زرګونه ګټورو اختراعاتو کې آن د یوې مالکان نه یو او د نویو فکرونو بازار ته د وړلو څه نه لرو، وجه یې همدا یو و بل ته کتل او له خپل نوښته وېرېدل دي.”
په “یو څو لپې فکرونه” کتاب کې د پورتنیو په څېر نورې ګټورې مقالې هم شته، خو زموږ د لیکنې لمن هومره پراخه نه ده چې د کتاب پر ټولو مقالو خبرې وکړو. همدارنګه د کتاب په وروستۍ برخه کې “د ملي یووالي د لارې خنډونه او فرصتونه” تر عنوان لاندې یوه ډېره اوږده او منطقي لیکنه هم راغلې ده. په دې لیکنه کې: ملي وحدت ته د رسېدو لارې کومې دي؟ د نه رسېدو عواقب یې څه دي؟ د دې لارې خنډونه څه دي…؟ دې او نورو پوښتنو ته منطقي ګټور او تفصیلي ځوابونه ویل شوي دي.
په دې کې شک نشته چې افغانستان ګڼ مشکلات لري، خو د نا امېدي خپرول مشکلات کموي نه، بلکې لا یې زیاتوي.
زموږ هیواد د نا امنۍ، زموږ حکومت د کمزورۍ او زموږ ټولنه د خرافاتو او بیوزلۍ ښکار ده. موږ دا ستونزې لرو، مګر یوازې نیمګړتیاوو ته کتل او په هغو کې مبالغه کول هیڅ غوټه نه پرانېزي. ځینې کسان شته چې یوازې نیمګړتیاوي ویني، مایوسي او غم خپروي، د ولس هیلې او امیدونه رژوي؛ خو استاد غضنفر چې د وطن او ولس خیر غواړي، په خپل هیواد او هیوادوالو یې زړه خوږېږي، ولس ته هیلې ورکوي. دی په ستونزو او کړاوونو نه غږېږي، بلکې له ستونزو د راوتو چل راښيي او د روښانه سبا د راتلو زیری راکوي. استاد مو په دې پوهوي چې:
“اوس که د ځینو کسانو غوندې په دې تمه ناست یوو چې د دنیا نور ملتونه به خپل کارونه پرېږدي او زموږ ستونزو ته به وخت ورکوي، دا د هوا ګزول دي. واقعبیني داده چې خپل غم به په خپله کوو او دا به منو چې زموږ هر یوه ډېر کوچنی منفي یا مثبت ګام په ټولنه کې منفي یا مثبت اثر لري. که یوه مور خپل اولاد سم وروزي، په حقیقت کې د وطن اولاد روزل کېږي او که یو باغوان خپل بڼ سم پالي، په حقیقت کې د وطن حاصلات زیاتوي. د یوه ښه باغ ږدول، د یوې ښې لنډې کیسې لیکل، یوه ګټوره لیکنه ژباړل، دوه مرور سره پخلا کول، یا یو کسب سم زده کول، دغسې هر ګام په ټولنه کې برکت اچوي. داسې نه کېږي چې وطن دې اباد شي او ټولنه دې بسیا شي، خو هغه زما برخه کار یې بیا پکې نه سهي. ډېر کوچنی منفي چلند هم خپل تاوان پېښوي. هغه څوک چې د ځان، جامو او وېښتو نظافت نه ساتي، د نورو په روحیې منفي اثر اچوي او د ټولنې پرېشاني زیاتوي او د هغه استاد سلوک خو بیا ډېر تاواني دی چې ماشوم ته مکتب د مینې په ځای نه، بلکې د نفرت په ځای بدلوي…”
زموږ لیکوالو، سیاستوالو او د سیاسي بحثونو شوقیانو ته په کار ده چې د غم او مایوسي له خپرولو لاس واخلي، بلکې د استاد اسدالله غضنفر په څېر خلکو ته هیله او امید ورکړي، ويې هڅوي، تر څو د وطن د ابادولو او د ژوند د ښه کولو لپاره پیاوړې روحیه ولري او له ستونزو د راوتلو چل زده کړي.
ماشا الله لا بریاوي