چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهفطرت: کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ اوازې او درواغ دي

فطرت: کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ اوازې او درواغ دي

تاند ( چهارشنبه د تلې – میزان ۳۰مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې پرون سې شنبه له پاکستان څخه کوم پلاوی کابل ته راغلی دی.

حمدالله فطرت رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې د پلاوي راتګ تشې اوازې او د درواغ خبر دی.

له دې وړاندې ځینو پاکستاني رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې، پر سوداګریزو اړیکو د بحث لپاره یو پاکستانی پلاوی کابل ته ځي چې، د پلاوي د ترکیب او یا لیدنو په اړه یې نور جزییات نه‌وو ورکړي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتګ اوازې داسې مهال خپرې شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د یادو هېوادونو دفاع وزیرانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه اړخیزه هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

له دې نښتو را وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه لارې تړلي او دواړو لوریو ته له خلکو سربېره، له سوداګریزو توکو بار موټر هم ولاړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...