جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهوزیرستان کې ۱۰ پاکستاني پوځيان وژل شوي

وزیرستان کې ۱۰ پاکستاني پوځيان وژل شوي

تاند ( چهارشنبه د تلې – میزان ۳۰مه) د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر یوه کاروان د وسلوال په برید کې ۱۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د العربیه د راپور له مخې، وسلوالو بریدګرو د پوځ پر کاروان د تېرېدو پرمهال ډزې وکړې او وروسته یې د درنو وسلو په وسیله پوځیان په نښه کړل.

په دغه برید کې اووه نور پاکستاني پوځيان سخت ټپيان شوي هم دي.

بل‌ لورته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې هېواد یې له «تحریک طالبان پاکستان» ډلې سره د مذاکراتو هېڅ نیت نه‌لري.

نوموړي ټینګار کړی چې اوسنی تماس یوازې د افغانستان له طالبانو سره محدود دی.

هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوشنبې پر ورځ د یوه مشروط اوربند هوکړه شوې چې له مخې یې افغان لوري ته دا مسوولیت سپارل شوی چې له خپلې خاورې د پاکستان پر ضد د وسلوالو بریدونو مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې، دا هوکړه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پاکستان، طالبانو، ترکیې او قطر د استازیو ترمنځ د څو ورځنیو خبرو وروسته لاسلیک شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...