Homeخبرونهد قرغیزستان ولسمشر: د افغانستان ثبات په ګوښه کولو او فشار نه...

د قرغیزستان ولسمشر: د افغانستان ثبات په ګوښه کولو او فشار نه شي ټینګېدلی

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د پنجشنبې په ورځ (د تلې/ میزان ۲۲ مه) د اسیا د تعامل او باور جوړونې د کنفرانس سیکا (CICA) د مشرانو په اوومه غونډه کې افغانستان د اسیا د ګډ امنیت او همکارۍ مهمه برخه بللې او ټینګار یې کړی چې په دغه هېواد کې ثبات د انزوا او فشار له لارې نه شي ټینګېدلی.

جباروف د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې غونډې ته په وینا کې ویلي: «افغانستان د اسیا د ګډ امنیت او همکارۍ مهمه برخه ده. په دغه هېواد کې دوامدار ثبات د ګوښه کولو او فشار راوړلو له لارې نه، بلکې د پرله‌پسې خبرو اترو، د اقتصاد د بیا رغونې او د نړیوالې ټولنې د همغږو هڅو له لارې ترلاسه کېدای شي.»

د قرغیزستان ولسمشر د سیکا په غونډه کې، چې سرلیک یې «پیاوړی سیکا؛ په اسیا کې اتصال، ډیجیټلي کېدل او دوامداره وده» و، د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

هغه د متقابل باور پر اهمیت، د کړکېچونو له زیاتولو څخه پر ډډې کولو او نړیوالو قوانینو ته پر درناوي هم ټینګار وکړ، ویې ویل چې ګډې هڅې په منځني ختیځ یا لوېدیځه اسیا کې د سولې، امنیت او دوامدار ثبات په ټینګښت کې مرسته کولی شي.

جباروف په لومړي ځل د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د قرغیزستان د غړیتوب یادونه هم وکړه. دغه هېواد به د ۲۰۲۷ او ۲۰۲۸ کلونو لپاره د امنیت شورا غړی وي. نوموړي دا غړیتوب یو مهم مسوولیت بللی او ویلي یې دي چې هېواد یې د سولې، امنیت او څو اړخیزې همکارۍ په برخو کې له نړیوالو هڅو سره د مرستې لپاره چمتو دی.

د قرغیزستان ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې دي د سیکا د مشرانو په اوومه غونډه کې دا څرګندونې وکړې چې په دې غونډه کې د افغانستان استازي ګډون نه درلود. افغانستان له ۱۹۹۹ کال راهیسې د دغه سیمه‌ییز سازمان غړیتوب لري.

جباروف تر دې مخکې هم ویلي و چې د افغانستان ثبات د منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري. هغه زیاته کړې وه چې که قرغیزستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړی شي، د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشرانو ته په یوه پیغام کې ویلي و چې د منځنۍ اسیا امنیت په مستقیم ډول د افغانستان له ثبات سره تړلی دی. د هغه په وینا، قرغیزستان له همدې امله د افغانستان له خلکو سره پرله‌پسې بشري مرستې کوي او د افغانستان د اقتصادي او سیاسي ادغام ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کاناډا صدراعظم: کاناډا ویاړي چې ان کرسن د نوبل جایزه ګټلې

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د کاناډا صدراعظم مارک کارني، د کاناډایۍ شاعرې ان کارسن له خوا د ادبیاتو د نوبل جایزې...