Home+په اوسنۍ شاعرۍ کې د سمبول او احساس ترمنځ د اړیکې تخنیک...

په اوسنۍ شاعرۍ کې د سمبول او احساس ترمنځ د اړیکې تخنیک او مفهوم

 طالب منګل

شعري سمبول هغه نښه یا تصویر دی،چې ظاهري مانا لري، خو تر شا یې بله ژوره عاطفي او فکري مانا پټه وي، یا سمبول په ژبپوهنه کې هغه ژبنۍ نښه ده چې د یوه مفهوم استازولي کوي.
دا نظریه په لومړي ځل سوسور وړاندې کړه او هغه وویل چې په ماناپوهنه کې سمبول یوازې لفظ نه دی، بلکې د لفظ ژوره، ضمني او فرهنګي مانا هم څېړل کېږي. په خبرو اترو کې دا تعریف سم دی خو په شعر کې سمبول یوازې یوه مانا نه لری بلکې د زیاتو مناو لباره ټاکل شوی وي چې ددې لیکنې په اوږدو کې پرې غږیدلې یوو.
او احساس د شاعر داخلي حالت دی، چې مینه، درد، محرومیت، وېره او هیله په کې راځي، خو شاعر دا احساس په مستقیمه جمله کې نه وايي، بلکې په تصویر او سمبول کې یې نغښتی وړاندې کوي. که لنډ ووایم نو  احساس باطني حقیقت او سمبول ظاهري بڼه ده.
په هر صورت په دې لیکنه کې به دا وښيم چې په اوسني شعر کې احساس څنګه د سمبولونو له لارې بیانېږي، او دا اړیکه څنګه د شعر هنري ځواک زیاتوي.
په اوسنۍ شاعرۍ کې سمبول په عمومي توګه درې ‌ډوله راوړل شوی، یو ډېر ښکاره چې شاعر په خپله نه وي جوړ کړی او ټولنیز ډول یې مالوم یا قراردادي وي، دویم هغه دی چې شاعر په دال او مدلول په رڼا کې جوړ کړی وي او دریم هغه دی چې شاعر یو سمبول کارولی وي، خو په خپله دی هم نه پوهیږي خو د بیت او شعر ظاهري ښکلا یا د لفظونو ښکلا په نظر کې نیول شوي وي.
ددې لپاره د یو شمېر شاعرانو د بیتونو  نمونې را اخلو، د باز محمد عابد بیتونه:
یو سازو، يو سرور و ، يو نغمه وه تیریده
په سیمه مې د روح د چا وږمه وه تیریده
هیڅ حد یې د ښکلا ټاکلی نه شمه یارانو
د سیند په څیر روانه وه خپه وه تیریده
یو څوک می تصور کې جوړوله ورانوله
په ما د لیونتوب یوه دوره وه تیریده
ها ستوري به يې ياد وي چې تک شنه و و له خندا نه
 ها څنگه د مستیو ډکه شپه وه تیریده
یو شرنگ مې د پاولیو په غوږونو کې نڅيږي
په خيال کې مې تر څنگه چې هغه وه تيريده
دا پورته ټول غزل هم احساس لري،هم تصویر او هم خوځښت، خو شاعر هیڅکله هم خپل حالت په مستقیمه توګه نه وایي ځکه هغه هر څه د طبیعي او موسیقايي تصویرونو له لارې یې وړاندې کوي.
لومړي بیت کې ساز،سرور، نغمه او وږمه سمبولونو دي، چې په یو بیت کې ښه پریمانه راغلي دلته د شاعر محبوب فزیکی بڼه نه ده یاده شوي هغه د نغمې او وږمې په شکل راځي.همدا نغمه او وږمه اصلي سمبلونه دي او دا نور یې فرعي چې شاعر د بیت د ظاهري ښکلا او اهنګ د جوړښت لپاره کارولي دي. په دویم بیت کې سیند سمبول دی، څکه په تولنیزه توګه سیند د حوصلې دوام او حرکت سمبول دی.
شاعر دا ثابته وي چې دلته ښکلا حد نه لري او هغه لکه سیند روانه ده.
زه فکر کوم چې په دریم بیت کې ذهني کشمکش شته ځکه چې (جوړول او ورانول) د سمبول په توګه راخیستل شوي.
که ددې غزل له څلورم بیت راتېر شو په پنځم بیت کې (شرنګ) لفظ سمبول دی او شرنګ د خاطرې او داخلي انګازې سمبول په توګه یادولی شو او دا ډېر خفیف سمبول دی.
عابد صیب په یو بل بیت کې وایي:
د زنده گۍ غمونه واړه مې له زړه را ټول کړم
چی کور ته لاړ شم په سینه باندې واړه را ټول کړم
ددې بیت تله ډېره درنه ده، ځکه دا بیت ډېر ژور  درد لري، په دې کې احساس دا دی چې  شاعر د ژوند له ټولو غمونو او دردونو یادونه کوي.
زه فکر کوم دې بیت کې (زړه او سینه) سمبولونه دي ځکه سینه او زړه د احساساتو او عاطفي فشار مرکزونه دي.
که وګورو شاعر د ژوند غمونه له ټولنیز چاپېریال نه کور ته راوړي، په (زړه او سینه) کې یې ځای پر ځای کوي، چې احساس او سمبول یې په ښکلي توګه له یو او بل سره تړلي دي.
د عابد صیب شعري ټولګه که وګورئ (جانانه کله خو راپېښه وکړه) اکثره شعرونه په کمو بحرونو کې لیکل شوي دي او دده په شعرونو کې د( نظر،کوترې او باز) کلمې ډېر وخت د سبکي کلمو په توګه راوړل شوي، خو دا کلمې ښکاره سمبولونه نه دي، ما چې د عابد صیب یو پنډ شعري ټولګه ولوسته د (ښکلي) مخاطب لفظ ډېر کاروي چې په ځینو ځایونو کې کنایه هم لري خو کله یې چې له یو ازاد شعر سره مخامخ شوم نو داسې راته ښکاره شوه لکه په شنو غمیو کې چې یو سور غمی وځلیږي، لکه دا ازاد شعر:
غر او اس
يو غر را ونړیده
هغه دنگ غر
چی آسمانڅکو ته يې لاس غځيده
لکه د طور په څیر ذره ذره شو
یو آس له پښو ولويده
هغه سپین آس
چې په یو گام کې به تر ليرې، ليرې ورسيده
دا ازاد شعر که له یوې خوا عمومي احساس لري له بلې خوا یې احساس په توټو،ټوتو وېشل شوی دی، د ازاد شعر یو کمال دا دی چې عمومي احساس لري خو هره کرښه کې د احساس یوه ټوته وي دا ځکه چې لوستونکی له هرې ټوټې وروسته فکر کولو یا حرکت او تصویر ته اماده کوي،ما دا موضوع د ازاد شعر د کارتونو د جوړښت به بحث کې څیړلې ده.4
 پورته ازاد شعر یو څو کرښې دي خو ډېر ژور سمبولونه لري لکه (غر) ممکنه مانا باور ځواک یا غرور کیدای شي، (دنګ غر) لوی ځواک کیدلای شی، (نړېدل او ذره ذره)کېدل بیا داخلي سقوط هم دی او (اس) خو یو واضح سمبول دی چې حرکت او شجاعت یې تعبیر کولای شو،خو په شعر کې (سپین اس) ترکیب د پاکۍ او نیکۍ مانا لري چې تصوف کې دا لفظ ډېر کارول کیږي.
په دې ازاد شعر کې احساس ځکه قوي دی چې دا شعر د د ماتې او سقوط ژوره حس وړاندې کوي،ځکه د سمبول او احساس اړیکه ډېره واضحه ده، احساس ته فزیکي بڼه ورکړل شوې لکه غر او اس خو طبعي عناصر دي او لوستونکی یې په عیني ډول تجربه کړي.که ددې ازاد شعر په اړه زما پورته خبرې سمې وي نو دا ازاد شعر د مات شوي احساس او داخلي کشمکش ژوره استعاره بللی شو.
د باز محمد عابد صیب یو څو نور بیتونه:
دا نه وایم چې لږ د موسکا جام خو راکووه
بس دا وايم د تشې خولې سلام خو راکوه
په مینه خو نه گوري په غضب خو را ته گوره
د تورو تورو سترگو څه انعام خوراکوه
د خدای په ویره ځمکه یې ځای نه شته دی يارانو
کوترې ته دې بازه د زړه بام خو راکوه
دا پورته بیتونو عمومي فضا داسې ښکاري لکه شاعر چې سوال کوي او هیله نه لري خو زه فکر کوم دا خبره به یو څه سمه نه وي ځکه (موسکا،جام) د مینې کوچنۍ خوشالي کیدلای شي (تشه خوله او سلام) یو اعتراض بللی شو، خو په عموم کې چې شاعر (خو) لفظ کاروي نو د بې‌ پامۍ او مینې د محرومیت احساس لري.
بل ددې بیتونو یو کمال دا دی چې شاعر مستقیم نه وایي چې زه خفه یم یا زه مینه غواړم خو د سمبولونو په مرسته د زړه غوښتنه او محرومیت تشریح کوي.
که وګورو عابد صیب په یو شمېر شعرونو کې د هغه تخلص باز هم د سمبول په توګه راغلی دی، باز محمد عابد یو کتاب چې لنډې کیسې په کې دي او نوم یې (نامریي ځواک) نومیږي یوه کیسه کې وایي چې زموږ په فرهنګ کې باز د ښه بخت سمبول دی او زه فکر کوم چې عابد صیب به د باز سمبول په همدې مفهوم کارولی وي خو په پورته بیتونو کې چې د باز کوم سمبول راغلی موږ پرې بحث ونه کړ او علت یې دا دی چې یو خو دا د شاعر تخلص دی او بل دا چې دا لفظ او تخلص شاعر دومره په بېلابېلو ډولونو کارولی چې ډېره تشریح یې بیا هغه د کارونې اصلي جوهر له منځه وړي، یا یې په یو محدودیت کې راګیر کوي.
د عابد صیب یو څو نور بیتونه:
اوس جانان ته سم کتلی نه شمه
ځان ته خو څه غم کرلی نه شمه
مینه یی په زړه کې را کرلې ده
مینې نه قسم خوړلی نه شمه
ته چې اوسې هلته به چابک ځمه
بل خواته قدم وهلی نه شمه
دا بیتونه مې ځکه راواخیستل چې غواړم یو بل څه هم واضح شي او هغه دا چې که تاسو د عابد صیب شاعري ولولئ او یا مو لوستلي وي، مستقیمه غوښټنه نه وړاندې کوي، یا داسې چې نه غواړي مستقیم خپله مینه څرګنده کړي، کله سمبولونه کاروي، کله تضاد پیدا کوي او کله استعاره کاروي، د عابد صیب شعری بېلابېل اړخونه لري خو موږ په دې لیکنه کې د هغه هغه بیتونه راوخیستل چې د سمبول او احساس تر منځ اړیکه په کې ښه څرګنده کیدلای شوه. له دې هدف دا دی چې شعر ډېر وخت په سمبولیکه توګه ساده ښکاري او لوستونکی فکر کولو ته نه اړ باسي یا یې له خولې اه نه وځي خو چې ښه لوستونکی وي، او سمبولونو پوه وي نو د شعر دا زویه ضرور ویني او خوند ترې اخلي
شاعر کله،کله د یو (ارزښت، شي او لفظ) لپاره بېلابېل سمبولونه کاروي،که وګورو لاندې شعر چې د مصطفی سالک شعر دی ژوند ته یې تر لسو هم ډېر سمبولونه ورکړي، زه فکر کوم دا یو پشبړ سمبولیک او فلسفي شعر دی.
ژوندون څه دی؟
جوړول او ماتول دي
یوه لنډه سلسله ده
په بانه یې اوږدول دي
ژوند یو خوب و، ګرځېده به
د عدم په حافظه کې
لکه وخت چې راحصار شي
د صنم په حافظه کې
ژوند یو ستوری د رڼا دی
ژوند په مثل لکه ګل دی
د يو حسن تخیل دی
ژوند د حسن عبادت دی
رنګ و نور یو ځای کول دي
اسماني د روح کتاب ته
د طاووس بڼه کتل دي
سترګې وغړوه ژوند خو
د نظر یو پېغلتوب دی
کاینات پرې مسخر کړه
دا د مینې لېونتوب دی
سرګردانه لارويه!
ژوند خو لارې جوړول دي
یوه لویه ننداره ده
د فطرت په سيل وتل دي
ژوند امید د یوه ستوري
چې د یار د سترګو نور شي
ژوند یوه هڅه ده د کاڼي
چې جلوه د کوه طور شي
ژوند رڼا د چا د سترګو
په رنګونو کې مزل دی
د خوبونو له اسمانه
ورېدلی یو غزل دی
په پورته شعر کې (ژوند) یو فلسفي او سمبولیک تفسیر لري. شاعر ژوند په مستقیمه، منطقي او تعریفي ژبه نه بیانوي، بلکې د بېلابېلو سمبولونو او تصویري ترکیبونو له لارې یې مانا پراخوي او ژوره کوي.
مخکې له دې چې په دې شعر کې د احساس او سمبول تر منځ اړیکه روښانه کړو لومړی ددې شعر یو شمېر سمبولونه روښانه کوم.
په پورته شعر کې (ژوند) ته د جوړولو او ماتولو سمبول ورکړل شوی، ژوند خوب بلل شوی،ژوند ستوری ښودل شوی، همدا شان ګل،عبادت، طاووس،لار،پېغلتوب،کوه طور او غزل د ژوند لپاره سمبولونه ښودل شوي دي.
د دومره ډېرو سمبولونو راوړل، دا مانا چې شاعر پوهیږي چې ژوند یو واحد تعریف نه لري او پیلامونه یې زیات دي.
د دومره ډېرو پیلامونو راوړل له احساس سره اړیکه لري او دا اړیکه به هغه وخت روښانه شي چې د نظم سمبولونه وڅیړو.
که وګورو په پورته شعر کې سمبول او احساس یو له بله جلا نه دي، بلکې سمبول د احساس د بیان وسیله ګرځېدلې ده.
کله چې شاعر وایي (ژوند یو خوب و)، دلته لوستونکی د یوې تجربې تر څنګ د افسوس احساس کوي خو کله چې ژوند د ستوری رڼا بولي نو ستوری د هیلې او رڼا سمبول دی. دلته سمبول د خوشبینۍ او روښانتیا احساس راپاروي.
په شعر کې ژوند د حسن عبادت بلل شوی دی٬ عبادت دلته د ژورې مینې او درناوي احساس څرګندوي. شاعر چې په پای کې د غزل خبره کوي نو غزل په خپله د احساس ژبه ده او ژوند د شاعرانه حس، خیال او نرمو عواطفو سره تړل شوی.
که لنډ ووایو دې پایلې ته رسیږو چې  سمبول د احساس جامه ده، او احساس د سمبول روح دی نو ځکه له یو او بل سره اړیکه لري.
سالک صیب د ژوند مفهم په سمبول او احساس کې په ښکلي ډول وړاندې کړی دی، که د محمد داور خاورین صیب یو بیت وګورو دده شاعري هم له سمبولونو ډکه ده خو له سمبول سره یې د احساس اړیکه هم پاللې.
ژوند سزا نه ده د ښکلا او محبت لټون دى
د احساساتو او جذبو د نازکت لټون دى
په دې بیت کې (سزا) لفظ ډېر دروند ښکاري او د حساس شدت یې زیات دی، خو دا لفظ د منفي تصور په توګه کارولی شوی، که وګورو د سزا لفظ د درد او جبر سمبول کیدلای شي او بیا وایي چې ژوند د محبت لټون دی، لټون د حرکت او هڅې سمبول کیدلای شي،  او دا خبره رسول غواړي چې ژوند خو جبري غذاب نه دی، هڅه وکړه چې د مینې سفر او خوند پیدا کړې.
په دې بیت کې د سمبول او احساس تر منځ اړیکه ډېره واضحه ده، سزا سمبول او درد او جبر یې احساس دی، لټون سمبول او حرکت او ارمان احساس دی، همداشان په بیت کې حفیف لفظ ښکلا هم سمبول دی او جمالیاتي خوند یې احساس دی.
شاعر د سمبول او احساس د اړیکې له مخې یو پیغام وړاندې کوي او هغه دا دی چې ژوند باید د مینې، ښکلا او لطافت په سترګه ولیدل شي، نه د عذاب په سترګه.
د نورو شاعرانو تر څنګه احمد جاوېد منګل صیب هم د سمبول او احساس تر منځ اړیکه پالي، لکه دا بیتونه:
لکه لمر ګل چې په لمر پسې تاويږي
ها چې نه ګوري بل خوا ته هغه زه يم
ته څـراغ په لاس٬ کوږ ځای ګورې په ماکې
چې دې نه ګوري خطا ته هغـه زه يم
زه فکر کوم چې دا دوه بیتونه بشپړه سمبولیکه بڼه لري، خو عاطفي اړخ یې هم ډېر پیاوړی دی، که وګورو شاعر په مستقیمه توګه ځان نه تعریف کوي بلکې د طبعیت د شیانو او تصویرونو له لارې خپل ځان تعریف کوي.
که وګورو په بیت کې لمر ګل چې یو بوټی دی د وفادارۍ او (یو‌مخیزې) مینې سمبول دی. ځکه لمرګل تل د لمر پر لور تاوېږي او بل لور ته نه ګوري،نه مرور کیږي او نه هم جدایي مني او په مسلسله توګه دا کار کوي، همدې سمبول ته په کتو شاعر ځان د داسې مینې استازی بولي چې یوازې یو لوری لري. دلته احساس سره اړیکه  اخلاص، تمرکز او بې‌ بدیله وفاداري ده.
او کله چې وایي:
ته څراغ په لاس،کوږ ځای ګورې په ما کې
چې دې نه ګوري خطا ته هغه زه یم
په دې بیت کې په واضحه توګه (څراغ) د قضاوت او نیمګړتیاوو د پیدا کولو او یو شي روښانه کولو سمبول دی، شاعر دا خبره رسوي چې ته زما نیمګړتیاوې لټوې، خو خپله خطا نه وینې. که زما دا فکر سم وي نو دلته د ګیله‌ منې مینې احساس شته، بل دا چې دې بیت کې شکایت شوی خو نرمه عاطفي ژبه هم لري.
په شعر کې چې د پیلام د کارولو خبره شي نو د پیر محمد کاروان صیب نوم تل زموږ زړه کې ګرځي، ددې لیکنې پر مهال دده یو بیت ریاد شو:
چوپ شمه که ووایم چې دنګه یاره تا ښیم
خلک راته وایي چې کاروانه چېنار څه مانا
که وګورو په لومړي نیم بیتي کې د چوپتیا او وینا تر منځ کشمکش دی٬، شاعر چوپ شي او که ووايي دا حالت یو  ټولنیز فشار دی او دلته احساس د وېري، احتیاط او یا شاید د ټولنې له قضاوته د ډار احساس وي.
خو دې بیت کې دنګه یاره چې محبوب ته اشاره ده، (دنګ) لفظ یوازې (جګ) مانا نه لري بلکې د مقام، عزت او لوړ ارزښت سمبول هم دی.
خو کاروان صیب چې وایي (کاروانه چېنار څه مانا؟) نو مطلب دا دی چې خلک ستا د محبوب لوړتیا یا ځانګړتیا نه درک کوي. ته هغه د چېنار په څېر لوی ګڼې، خو نور یې عادي ګڼي. دلته د شاعر او ټولنې تر منځ فکري واټن ښکاري.
اوس دلته چې کوم عمومي سمبولیزه فضا کارول شوي په دې کې د درک نه ‌کېدو احساس دی، دا داسې احساس دی چې یا یې څوک نه مني او یا پرې څوک نه پوهیږي. زه فکر کوم چې دا بیت د شخصي احساس او ټولنیز قضاوت تر منځ د ټکر سمبولیک بیان دی. شاعر ځان یوازې احساسوي، ځکه چې هغه څه چې دی یې لوی ګڼي، یا دا چې دی یې چېنار یادوي، نور یې نه ویني یا نه پرې پوهیږي، سره له دې چې شاعر داسې احساس کوي، چې ما خو د چېنار دلفظ په اړه په خپله شاعرۍ کې واضحې اشارې ورکړي دي.
که د پښتو ازاد شعر وګورو نو سمبولونه او احساسات زیات لري خو ځینې یې په یو مرکزي احساس او سمبول راڅرخیدلای شي لکه د بېکسیار صیب دا ازاد شعر:
باران
باران همدا شېبه تم
د ووړ، زوړ کور مخې ته
د ټيټه کۍ کوډلې
زړې لرګینې او کږې ناوې لا هم نرۍ اوبه بهېږي
باران له دوه اونیو هم څو ورځې زیاته پرته واوره، پکې
د ماشومانو، د لویانو د بوټو خاپونه
د کورنو مرغیو، سپیو او کارغانو یو خوا بل خوا منډې
او زموږ کور مخې ته
مور یې، سنا او سمندر ډېر په خوارو جوړ کړی
دنګ واورینک، دسکرو سترګې، د سینکاڼو تڼۍ
او غفارخان بابا ته ورته د ګازرې پوزه
یووړل له ځانه سره .
د بېکسیار صیب دا شعر ډېره نازکه او تصویري فضا لري٬ په دې شعر کې مرکزي سمبول واورینک دی٬ ځکه هغه د څو شیانو سمبول دی لکه ماشومتوب٬ معصومه خوښي٬ لنډمهاله ښکلا او د وخت ناپایداري دا ځکه چې واورینک د سکرو سترګې لري٬ د سینکاڼو تڼۍ لري او د ګازرې پوزه لري٬ که وګورو دا ټول جزئیات هغه ته شخصیت ورکوي.
په شعر کې باران د واورینک ژوند پای ته رسوي٬ نو ویلی شو چې باران د وخت سمبول دی او واورینک د لنډمهاله خوښۍ سمبول دی.
په دې کې مرکزي احساس تېرې شوې خوښۍ د لاسه تللي دي.
په شعر کې کله کله څو کلیمې په سمبول بدلیږي او دا سمبول دومره برسرن وي چې لوستونکی په ذهن کې حس کوي خو د سمبول نو پرې نه شي اېښودلی یا کله کله پرې تېر وځي او ددې علت دا دی چې شعر خپل بهرنی او داخلي قوت لري٬ لکه د یوسف شاه سپېلني دا بیت:
ضرورت نشته چې تاسو موږه مړه کړئ
دوښمنانو ! موږ په خپله يو بل وژنو
دا بیت ډېر ژور سیاسي او ټولنیز دروند بار لري٬ ځکه په دې کې د ځان ملامتي لیدل کیږي٬ طنز او تلخ حقیقت لري ځکه دښمن ته وایي چې تاسو زحمت مه باسئ، موږ خپله ځان تباه کوو.
د ناامیدۍ دا بیت چې له داخلي اختلافونو او کینو سر ټکوي( دښمنان) کوم مشخص هېواد یا څوک نه دي بلکې دا د هر هغه بهرني ځواک سمبول کېدای شي چې د تباهۍ نیت ولري.
خو اصل موضوع دا وه چې یوه جمله هم سمبول کیدلای شي او کنه٬ دا خبره واضحه ده٬ که پورته بیت کې وګورو نو دا جمله( موږ په خپله یو بل وژنو) نو دا د کورنیو جګړو، قومي تعصب، سیاسي نفاق، فکري ټکرونو او نورو ډېرو لپاره سمبول دی.
دا بیت د بیان تخنیک هم لري٬ ځکه مستقیم خطاب لري (دوښمنانو!) چې بیت ته ځواک ورکوي.
خو که د لیکنې موضوع ته راشو نو دې پایلې ته رسیږو چې په اوسنۍ شاعرۍ کې سمبول او احساس دوه جلا مفاهیم نه دي، بلکې یو د بل بشپړوونکي دي. احساس د شاعر داخلي حقیقت، عاطفي تجربه او باطني حالت دی، خو سمبول هغه هنري وسیله ده چې دغه باطني حقیقت ته ظاهري، عکاسي او هنري بڼه ورکوي.
ماناپوهنه او ادبي تحلیل کې سمبول یوازې لفظي استازولی نه دی، بلکې د څو پوړیزو، ضمني او فرهنګي ماناوو ټولګه ده.
زه فکر کوم چې سمبول یوازې ادبي ښکلا نه ده، بلکې د احساس د ژورتیا هنري تخنیک دی. کله چې احساس په سمبول کې نغښتی وي، شعر له مستقیم بیان څخه ژغورل کېږي او هنري ځواک یې څو چنده کېږي ځکه لوستونکی یوازې مانا نه لولي، بلکې تصویر ویني، حرکت حس کوي او عاطفي تجربه کوي.
نو په عمومي توګه شعر کې د سمبول او احساس اړیکه یو بنسټیز هنري اصل دی. شاعر د سمبول له لارې احساس ته فزیکي، بصري او څو پوړیزه بڼه ورکوي او احساس بیا سمبول ته روح، تودوالی او عاطفي انرژي وربښي.
لیکنه: طالب منګل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...