تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، په افغانستان کې یوازې ۳۳ سلنه خلک برېښنا اسانتیا لري، او په کلیوالو سیمو کې دا کچه تر ۲۰ سلنې هم ټیټه ده. د راپور له مخې، افغانستان له لسیزو جګړو وروسته لا هم د انرژۍ له پلوه د نړۍ له هغو هیوادونو شمېرل کېږي چې ډېر لږ وګړي یې برېښنا لري.
یاد بنسټ ویلي چې د افغانستان د هر وګړي د انرژۍ کالنی مصرف شاوخوا ۷۰۰ کیلوواټه ساعته دی، چې د نړیوال اوسط پرتله نژدې ۳۰ برابره کم دی او د هېواد د پرمختګ پر وړاندې جدي خنډونه په ګوته کوي.
د ملګروملتو پراختیايي پروګرام ټینګار کړی چې په افغانستان کې پاکې انرژۍ ته لېږد یوازې د ککړتیا د کمولو موضوع نه ده، بلکې د خلکو له ژوند، معیشت او انساني کرامت سره مستقیم تړاو لري.
د راپور له مخې، په ګڼو کلیوالي سیمو کې ښځې لا هم د سونتوکو د برابرولو لپاره اوږده مزلونه کوي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې په کلیوالو سیمو کې د جامدو سونتوکو کارول د کور دننه د هوا ککړتیا زیاتوي، روغتیايي ستونزې رامنځته کوي او د ښځو او نجونو د پرمختګ فرصتونه محدودوي.
د ملګروملتو پراختیايي پروګرام ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نوې کېدونکې انرژۍ (لکه بادي او لمریزې) پروژې پلې کړې دي.
د راپور له مخې، تر اوسه یې په څه باندې ۶ زره مرکزونو کې لمریز برېښنايي سیستمونه نصب کړي چې له ۵۴۲۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه، له ۸۰۰ ډېر ښوونځي او له ۸۵۰ څخه زیات سوداګریز فعالیتونه پکې شامل دي.
د دغو پروژو له برکته هر کال له ۳۳ زره ټنه څخه د زیات کاربون ډای اوکسایډ د خپرېدو مخنیوی شوی او تر ۱۲ میلیون لیټرو څخه د ډېرو ډیزلو مصرف کم شوی دی.