Home+د ملګرتیا اسانه درملنه| شکورالرحمن حمیدي

د ملګرتیا اسانه درملنه| شکورالرحمن حمیدي

که غواړې پۀ ارام ذهن او هوسا ژوند کې ورځې تېرې کړې، که غواړې چې د بې ځایه اندېښنو، ذهني فشارونو او سر دردونو څخه ځان وساتې؛ نو د خپل ژوند او ملګرتیاوو په انتخاب کې احتیاط وکړه.
 انسان د خپل چاپېریال او هغو خلکو لۀ اغېز څخه نۀ شي خلاصېدای چې هره ورځ ورسره ناسته ولاړه لري.
همدا لامل دی چې د انسان د خوښۍ، بریا او ذهني سکون یوه مهمه برخه د هغه لۀ ملګرو او نږدې کسانو سره تړاو لري.
ځینې خلک تل منفي فکر کوي، هره خبره پۀ بد لوري تعبیروي، د نورو بریاوې نۀ شي زغملای، د ستونزو پر ځای د حل لارې نۀ لټوي او د امید پر ځای ناامیدي خپروي.
داسې کسان که هر څومره نږدې هم وي، ورو ورو ستا پر ذهن او شخصیت اغېز کوي. د هغوی منفي خبرې، بې ځایه نیوکې، حسد، بدبیني او شخړې ستا لۀ ذهنه انرژي اخلي او د ژوند خوږوالی درڅخه کموي.
هوښیار انسان هغه دی چې د هر چا درناوی کوي، خو د خپل ذهن او ارامۍ ساتنه هم کوي.
 اړینه نۀ ده چې لۀ هر چا سره جګړه وکړې یا دښمني پیل کړې؛ کله ناکله تر ټولو ښه پرېکړه دا وي چې له منفي او شریرو خلکو سره واټن وساتې، داسې واټن چې نۀ د هغوی حق ضایع شي او نۀ ستا سکون لۀ منځه ولاړ شي.
هغو خلکو ته پۀ خپل ژوند کې ځای ورکړه چې مثبت فکر لري، د پرمختګ خبرې کوي، د ستونزو پر مهال ملاتړ درسره کوي، ستا بریاوې ستایي او د ناکامۍ پر وخت دې هیله درکوي. مثبت انسانان د ژوند بار سپکوي، خو منفي انسانان هره اسانه لار هم ستونزمنه ښکاره کوي.
پۀ یاد ولره! ذهني سکون د انسان تر ټولو لویه شتمني ده. پیسې، مقام او شهرت هغه وخت ارزښت لري چې ذهن مو ارام وي. که ستا پۀ شاوخوا کې داسې کسان وي چې تل شخړې، منفي فکرونه او ناامیدي خپروي، نو د هغوی لۀ اغېز څخه ځان وساته. ژوند ډېر لنډ دی؛ هغه د بې ځایه تشویشونو، کینو او منفي اړیکو پۀ قربانۍ مه ورکوئ.
خپل وخت لۀ ښو خلکو، ښۀ کتابونو، ګټورو کارونو او مثبتو فکرونو سره تېر کړه. کله چې لۀ منفي فکره او منفي خلکو څخه لاره جلا کړې، نو د ژوند ښکلا به پۀ رښتینې مانا احساس کړې. همدا د ذهني ارامتیا، خوښۍ او نېکمرغۍ تر ټولو اسانه او اغېزمنه نسخه ده.
تل پۀ یاد ولرئ:
“د ذهن ارامي تصادف نۀ دی، بلکې د سمو خلکو او سمو انتخابونو پایله ده.”
شکورالرحمن حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب