Home+استاد اصف صمیم؛ د عجز او خاکسارۍ ژوندی مثال

استاد اصف صمیم؛ د عجز او خاکسارۍ ژوندی مثال

ودود همت
ځان ژوندی پر ځمکه ښخ کړه لکه تخم
که لويي غواړې د خاورو په مقام شه
عبدالرحمان بابا
پوهان په دې اند دي چې د شخصیتونو د ماهیت، مزیتونه او توپیرونه د دوی د شخصیتي سبک څخه څرګندېږي، آن د دوی د ظاهر او باطن د منحصرو ځانګړونو په اساس يي معیارونه تشخیص کېږي.
زه په دې لنډه لیکنه کې زموږ د وطن د یو داسي ملنګ مشربه او لوی متبحیر شخصیت پر ویاړمنو شخصیتي مزیتونو تم کېږم چې د هیواد د (علم کور) تاریخي ننګرهار پرې بختور او منور دی، د غوره شخصیت د ګوهرونو ځلايي زموږ د نوي نسل د شخصیت جوړوني د لاري لارښوده رڼاده، هو؛ دا ډول منور شخصیتونه د خپل شخصیتي سبک غوره ممیزې د وطن د اولادونو د ښه روزني په برخه کې د تلپاته میراث په توګه پرېږدي، او دا معنوي لړۍ د یو ویاړمن دود په ډول لاهم بنسټیزه کېږي.
په دې قدروَنه کې ښاغلی استاد محمدآصف صمیم لمانځو، هغه صمیم چې د شخصیتي صمیمیت لورانده سخا يي له فکر، خبرو، سلوک، کار اوکردار څخه له ورایه تجلې کوي، د استاد په هره خبره کې یو عاجزانه خو مخلصانه صداقت نغښتی دی، فکر او عمل يي لکه د بې آلایشه ظاهري ملنګانه جامې غوندي همداسي طبیعي او بې تصنع دی، د اولَنو په خبره (د خولې اوزړه لاره يي یوه ده).
ما، لا تراوسه استاد صمیم په مستقیم او حضوري ډول نه دی لیدلی، طبعاً چې استاد به ما نه پېژني، ولي زه يي د یو اوڅار شخصیتي مینوال په حیث د لوی شخصیت د ګڼو اړخونو او ګوټونو لوستونکی او کتونکی یم، د استاد د ډېرو مناسبتي ناستو، غونډو او مرکو لیدونکی او اورېدونکی پاته شوی یم، او دغه نامستقیمو رسنیزو کتنو او اورېدنو د استاد د هراړخیز درویشانه شخصیت ژوروته ور ملتفت او متمایل کړی یم.
ما چې هرکله د استاد کومه بیانیه، مرکه او لیدلوری کتلی او یا اورېدلی دی، نو؛ د یو متفاوت بې ریا، رښتیني طبیعي، او معنوي لویني درس مې ترې اخیستی دی، د استاد (خړڅادر) د یو لوی لرغوني پښتانه ټبر د کلتوري اصالت استازيتوب کوي، د ده خړ مشرقيوال پکول زموږ د فرهنګي ښکلا اصیل مظهر وړاندي کوي، او د حمزه بابا په خبره د ده (پښتانه خویونه) موږ پر خپل تاریخي هویت لاهم ډاډمن  کوي.
تېر کال ژمی د ځینو اداري کارونه د اړتیا له مخي کابل ته ولاړم، له یوې خوا یخ او واوره، له بلي خوا زما د اداري کارونو اوږده لړۍ تریوه حده ستړې کونکې وه، خو؛ د ویاړ اوتسلی ځای دا و چې د وطن تاریخي_ فرهنګي ویاړونه مي لیدل او مطالعه کول، نو؛ ځکه دا کاري سفر هم راته جالب و اوهم زړه راښکونکی.
په کومه اداره کې مو کارونه لږ معطل شوه، د وخت څخه د زیاتي استفادې په موخه مې د سفر ملګري سره صلاح پردې وشوه چې د یو لنډ وخت لپاره به د ننګرهار د ښایستونو ننداره هم وکړو، ماسپښېن مهال مخ په ښکلي جلال آباد ور و خوځېدو، د نورو تاریخي ځایونو او شخصیتونو د دیدار ترڅنګ مې د زرخيزه کامې او دروند استاد صمیم د دیدار هیله هم په زړه کې په ټوپو او ولولو وه، مازديګر جلال آباد ته په خیر سره ورسېدو او ترماښام تیارې مو د څو ټاکلو ځایونو خوږ دیدن وکړ، شپې ډوډۍ ته ښار ته راغلو او د ماخوستن تر لمانځه وروسته مې ملګري ته بېرته کابل ته د تګ اړتیا او سودا پیدا شوه، په همدې ناوخته ماخوستن مو د کابل اډې ته ځانونه ورسول او د ننګرهار د نرمي او معتدلي ژمنۍ هوا اونارنجي فضا څخه مخ په ساړه کابل وخوځېدو.
د ګران استاد صمیم د پرتمین دیدار آرمان مې همداسي په زړه تر اوسه ناختلی پاته شو، د استاد په کومه راډیویي مرکې کې مې دده له خولې واورېدل چې په کامه کې يي په خپل باغ کې د نورو معنوي ښکلاوو ترڅنګ د (حمزه په نوم کتابتون) هم جوړ کړی دی، ماته د دې معنوي درشل د فیوضاتو څخه برخمن کېدل غوره معنوي ویاړ او خوښي ده، ترڅو د استاد د حضوري دیدن د شرف ترڅنګ د دې عالمانه اوحکیمانه پوهنیز اقدام اکرام او درناوی هم وکړای شم، خو؛ نصیب بیا ځانته کړه کوي.
په کلیوالو سیمو کې د دغسي علمي_فرهنګي ډېوې بلول د استاد په څېر د لوراندو او خیرخواه ولسي شخصیتونو کار دی او بس.
د بابای غزل امیرحمزه خان شینواري د لویو مغتنمو فکرونو یاد او پالل د استادصمیم غوندي لارښودو او قدرشناسه استادانو د نیت اودرایت د توان خبره ده.
طبعاً استاد؛ د خپلو قلمي هڅو په هدفمنو څېړنو کې د پښتو علمي او ادبي روښانتیايي دنیاکې خپل معنوي چوپړ ترسره کړی دی، استاد د یو فرهنګي رسالت په اډانه کې د وطن د تاریخ، ادب، ژورنالیزم، او په ټوله کې علمي او روزنیز ډګر کې د ویاړ اوحساب کار او زیار ترسره کړی دی، خو؛ دا چې یاده حوزه ناپایه سیند دی نو زه به دلته په ډېري عاجزی له دروند استاد نه یو بله پوهنیزه هیله هم وکړم، ځکه چې داسي هیلي یوازي او یوازي د استاد صمیم په څېر له صاحب صلاحیت استادانو څخه کېدلای شي.
که شوني وي چې استاد صمیم مهرباني وکړي او د امیرحمزه خان شینواري د ادبي، تصوفي، فلسفي او اجتماعي اندونو او فکرونو د لاغوره سپړني، شنني، ارزوني او راټولوني یو ژور څېړنیز زیار تر سره کړي دا به د (حمزه پېژندني) او (حمزه ځلوني) یو تلپاته معنوي کار او یادګار وي، موږ به د حمزه بابا د غزل تر ستایني ورهاخوا د هغه د ټولنیزو اصلاحي فکرونو، اندونو او ايډیالونو سره لاهم آشناشو.
په وروستیو کې د قدرمن استاد صمیم د صحتمند اوسوکاله اوږد ژوند د هیلي ترڅنګ دا هم ور زیاتوم چې استاد په ولسي راشه درشه کې زموږ اصلي وطني خوی پاللی او دا غوره ټولنیز رویش يي لکه د یو پٌرثمره میوه داري وني په څېر کرلی او روزلی هم دی، زه ډاډمن یم چې د نوي نسل په زلمي بهیر کې به د استاد صمیم دا ویاړلی او منلی سلوک لاهم پالل کېږي او د معنوي ثمر خواږه به يي زموږ د اجتماعي ژوند رنګ او خوند پسولوي.
عالم تحقیق ما آیینه‌دار غیر نیست
چند باید بود با اعراض چون جوهر طرف
بیدل دهلوی
په درنښت او ارادت
همت عمرزوی
فراه
٣٠\١\١٤٠٥

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...