زه د هغه فرهنګي ملګریو په لیسټ کې نه یم، چې د ښاغلي انس په لاس یې د کتاب ډالۍ راته لیکلي او رالېږلي وي؛ بلکې په بازار کې مې راونېوله او ځکه خو یې بغیر له کوم لحاظ او د ډالۍ له پېرزو یې هم په مدحې یا انتقاد اړ نه یم او ښه د ازاد ادبي ډسکورس په طرف او ذوق مې ولوسته، د خبرو کولو له هغه اعتراض هم بري یم، چې ولې د مقامونو او سیاسي واکدارانو په طرف باید خبره وشي؛ ایا د معاصر شعر په لسګونه شاعران او زرګونه شعري مجموعې به د تحلیلي کره کتنې له تفسیر او تعبیره همداسې بې خبرو نه وي پاتې؟ بې شکه چې پاتې به وي؛ خو دا هم باید په پام کې ونېسو، چې د انس په څېر یا د سیاست د ډګر ادیبان او شاعران هم په خپله په همدې خصوصیت بېل او جلا دي.
ما په وروستي ځل د دغسې شاعر په توګه وروستۍ شعري مجموعه چې څو ځل مې لوستې وه د افراسیاب خټک هغه «نوی تېغ» وه، چې د خپل ملي دریځ او نظریاتي تشخص سره ــ سره یې په کې هنري هغه خواږه هم په اب و تاب ساتلي وو. اوس چې مې د انس شاعري ولوسته د همغه «سیاسیتوب» د تناظر ترڅنګ یې د ځینو شاعرانه خصوصیتونو ځانګړنې دي، چې د دوی د برخې په ډله کې یې باید له نظریاتي رنګارنګیو وراخوا په هنري هغه ارزښت یې پرې حساب وکړای شي.
په دې هنري اړخ به وروسته وغږېږو، اول دا ګورو، چې زموږ دغه تفکیک چې سیاسون شاعران مو په معاصر شعر کې کې د یوه اړخ په توګه بېل په نښه کړل، کومه نوې خبره نه ده؛ بلکې زموږ په شعري روایت کې دغه فهرست د شاعرانو یوه ډېره اوږده مخینه او لړۍ لري؛ البته د نقد او کره کتنې په برخه کې دا فهرست بېخي ناتحلیله پروت دی؛ بلکې بېخي لکه سیاست د سیاسونو ادبي او فرهنګي اړخ یې هم ورسره ګډوډ کړی دی، زما په فکر اوس باید زموږ کره کتنه د همدې بېل اړخ او خصوصیت سره د دوی یعنې د سیاسونو شاعرانو او ادبیانو هغه سوچه ادبي او هنري ارزښت وساتل شي؛ نه دا چې د سیاست په وجه یې ادبي او فرهنګي استحصال یا استثمار وکړی، ځکه سیاست نه هغسې جرم دی لکه «هنروال» یې چې ګاڼي او دغسې ده؛ لکه «ترقي پسند» یې چې بولي، بلکې په دغه تفکیک او فرق په وجه د سیاسونو شاعرانو ادبي او فرهنګي فعالیتونه سوچه کولای شو.
د سیاستوالو شاعرانو او ادیبانو دغسې یو بېل اړخ اخیستل به یوازې د دوی د سوچه هنري ارزښت ساتل نه وي؛ دا به هم د کره کتنې او تحقیقي میتودونو لپاره اسانه وي، چې موضوعي ویشونه او ډبلندۍ رامنځته کړي او بل اړخ ته به یو څوک هسې په هسې په سیاستونو د چاپلوسۍ په تور نه وي متهم؛ مانا دا به دومره جدي موضوع نه وي او نه به د سیاستونو په تور او اړخ څوک کره کتونکي دومره یوه طرفه او د اغراق ترحده قضاوتونه او یا نفي کولای شي.
موږ چې د شلمې پیړۍ د وروستۍ مرحلې دغسې کوم تخلیقي ادبیات لرل، په هغې کې له کوزې پښتونخوا د مرحوم اجمل د «غېرت چېغه» د تخلیقي قوت چېغه هم وه، چې بغیر له کوم بل اړخه یعنې د خپل مشخص «سره انقلاب» پرته یې هم عمومي انقلابي پیرایې لرلې. دغسې له سیاسي تړاوونو بغیر د ډېرو کمو سیاسي شاعرانو په تله پوره راختلې، چې دا دواړه ډګرونه یې سره پر خپلو حدودو او یا ښه ده ووایو د خاصو ادبي او هنري ارزښتونو په توازن ساتلي وي، د انس په شاعرۍ کې سیاسي هغه نعارې نشته؛ خو خپل نظریاتي او فکري اپروچ یې ښه په ښکاره او ښه ډېر په کې ځای کړی دی. دا ممکن د سیاسي شاعرانو عیب نه وي؛ خو د عمومي لوستونکیو لپاره د تامل وړ حتماً ده. د سلیمان لایق پر ادبي نبوغ او شهکاره شاعرۍ به بنده څه ووایي؛ خو ځیني منظوم بیتونه به یې څوک څنګه توجیه کړي، چې ښکاره په کې د یوه چا په اړه صریحاً ښکنځل شوي، همداسې د همغه وخت د بل اړخ ښکنځل هم په هیڅ مانا مخه نلري؛ یعنې د سیاسي شاعرانو دغه مشخص اړخ هم د یوه ادبي امتیازه په توګه پرتله کول او پام کې نېول پکار دي، چې چا څومره او په کومه کچه ادبي خیال ساتلی دی او یا یې ادب د خپل فکر پوخو ته غورځولی او سیاسي استفاده یې ترې کړه ده.
د نظریاتي یا فکري شاعرۍ یو ستونزمن لوست دا هم وي، چې تعبیرونه یې همغه سیاسي او وضعیتي سیاق او سباق غواړي، کنه تعبیرونه یې سخت او تحلیل یا تفسیر یې اسانېږي، همدا وجه ده، چې معاصره کره کتنه او نقد د سوچتوب له پلوه تعبیري اړخ ته خاص اهمیت ورکوي. د انس په شاعرۍ فکري اړخ خورا غالب دی؛ خو فکر یې که ډېرې یا څرګندې نعري نلري؛ ولې شعري رنګ یې هغومره نه دی؛ لکه فکري هغه یې؛ ځکه خو ممکن موږ دای د فکري شاعرۍ شاعر ډېر وبولو او هنري هغه یې کم، خو دلته یې هم ځانګړنه دا ده، چې دای د هنري هغه پیرایې هم برلاسی شاعر دی.
څنګه به زه او ګرېوان یو بل ته سلګۍ نه وهو؟
د شنه اسمان پر بام ولاړه سپوږمۍ پټه شوله
په دې بیت کې هماغه فکري او هنري توازن دواړه شته، چې شاعر له مستقیمې نعرې او سیاسي شعار پرته، د رومانوي بیان له لارې د بېلتون، حسرت او دروني اضطراب یوه عاطفي فضا رامنځته کوي، «ګرېوان» او «سپوږمۍ» دواړه د شاعر د احساساتو د بیان هنري وسیلې دي او د «شنه اسمان پر بام د سپوږمۍ پټېدل» یو ښکلی رومانوي تصویر وړاندې کوي. په دې تصویر کې د محبوب یا د یوه مطلوب حالت د ورکېدو احساس له طبیعي منظرې سره ګډ شوی دی او شخصي عاطفه یې له هنري هغه تخیل سره تړلې ده. له همدې امله، بیت یوازې د یوه فکر بیان نه دی؛ بلکې فکر یې د رومانوي احساس او شعري تصویر په وسیله او ژبه هنري کړی دی، همدا ځانګړنه د انس په شاعرۍ د ده د فکري د غالب اړخ ترڅنګ د هنري پیرایې او رومانوي بیان ځانګړی ارزښت هم ښيي.
د مفهوم له پلوه هم دغه رومانوي شعر نوره ځانګړنې هم لري یا د معاصر نقد په ژبه د ګڼ مانیزو ماناوو بیت هم دی، که څه هم د انس په شاعرۍ کې دا رنګ موږ کم یاد کړ؛ خو که دای وغواړي، دغسې د خیالي او رومانوي طرز د شاعرۍ اصیل جوهر په کې حتماً شته، چې په ریاضت به یې ډېره ښه شاعري وپنځوي او دا څه عادي خبره هم نه ده، په کتاب د سریزه لیکونکي بسمل صاحب کوښښ هم همدا شعریت روښانول دي؛ خو کوښښ یې ځکه ناکام دی، چې د شعریت مطالعه یې د شلمې پیړۍ د زړې کره کتنې د تعریفونو تر حده محدود دی؛ ځکه خو له دې زړو تعریفونو هم د ده شعر د معاصرې کره کتنې په ځینو خاصو ځانګړنو
ډېر برابر او وړ راخیژي.
انس تر اوسه د طرز یا سبک له مخې داسې مستقل تشخص نه دی رامنځته کړی، چې د ده شاعري په بشپړ ډول له خپل شعري روایته جلا وپېژنو؛ خو په رومانوي بیان کې یې د حمزه بابا غوندې رغنده او صریح تمایل لیدل کېږي؛ البته د فکر خبره یې بیا ځکه خپله ده، چې موږ وویل د ده شاعري له نظریاتي پلوه د فکر غالب اړخ لري. د ده یو شعر دی؛
ښکلیه د مخ ښيښه دې ماته مه شه
مونږ به بیا خپل زړونه په چا کې ګورو؟
په دې بیت کې د «مخ ښېښه» د محبوب د ښکلا او عاطفي حضور په مانا ده او بیا «مونږ به بیا خپل زړونه په چا کې ګورو؟» د همدې محبوب د ځانګړې عاطفې خبره کوي؛ یعنې د روماني بیان تر شا یې هغه فکري رنګ هم محسوسېږي چې د انس د شاعرۍ ځانګړنه ده.
د انس شاعري تر هر څه وړاندې فکري شاعري ده؛ خو دا فکري غلبه یې په ځینو شعرونو کې له شعریت سره په ټکر کې نه ده راغلې، بلکې فکر یې د رومانوي عاطفې، شاعرانه تصویر او استعاري ژبې له لارې خپله هنري بڼه موندلې ده. په همدې وجه یې شاعري یوازې د فکر د بیان تر کچې نه محدوده کېږي؛ بلکې په ځینو ځایونو کې فکر او هنر سره یوځای شوي دي. ښایي د انس د راتلونکې شاعرۍ مهمه مسئله همدا وي، چې دغه فکري غلبه تر کومه ځایه په خپل مستقل هنري او سبکي تشخص بدلولای شي؛ ځکه که دا فکر په خپله ځانګړې شعري ژبه، تصویر او پیرایه کې لا ډېر وغوړېږي، نو د انس شاعري به له خپل نظریاتي رنګ سره ــ سره خپل مستقل هنري تشخص هم لا روښانه کړي.
د سیاستونو لوړې او ژورې پر خپل ځای؛ خو کاش چې ادبي او فرهنګي اړیکي مو د یوه ملي دریځ په خوا په داسې هنري ارزښتونو عیارې شي، چې د اختلاف او دوښمنۍ د تفکیک ترڅنګ د یوه او بل استحصال یا استثمار ونشي؛ مانا ښه په بدو او بد په ښو سره بدل او تاوان نه کړو. د انس په شاعرۍ کې د فکر دا غلبه که په خپلواکه هنري او سبکي ژبه لا وغوړېږي، ښایي د ده د شاعرۍ هغه ځانګړی تشخص هم لا روښانه کړي چې اوس یې د راټوکېدو څرکونه وینو.
د انس د لا ښې شاعرۍ په هیله