لنډیز
د ليکوال هغه فکر او موخه چې د لنډې کيسې، ناول او يا کوم بل داستاني ژانر له لارې لوستونکيو او ټولنې ته رسول غواړي پېغام بلل کېږي. په داستاني ادب کې ليکوال پېغام د کرکټرونو او مکالمو په مټ وړاندې کوي، سیاسي، اخلاقي، عشقي، ادبي او هر ډول موضوع پېغام کېدلی شي، چې په دې سره ليکوال لوستونکيو ته د فکر کولو بستر هواروي. په داستاني ادب کې همدا مهمه برخه ده، چې ليکوال پکې خپل فکر او نظر نورو ته رسوي، په داستاني اثارو کې د پېغام ارزښت څرګندول د دې څېړنې آره موخه ده. همدغه موخې ته د رسېد په خاطر مو ځېنې ادبي فنپارې انتخاب کړې او عملا مو په داستاني اثارو کې د پېغام پر بنسټ ادبي اثار وتلل. هغه ادبي متون چې د تخليقي ادبياتو پر نورو توکو سر بېره د پېغام برخه يې قوي او غښتلې وه، هغه اثار پايښتي او ګټور ثابت شول او هغه چې د پېغام برخه يې کمزورې وه، د وخت سېلۍ له ځان سره وړي وو. دا څېړنه مروري (Document Review) ده. په دې څېړنه کې له تشرېحي او پرتليز مېتود څخه کار اخېستل شوی، او بېلګې یې له ادبي متونو څخه راوړل شوې دي.
کليدي کلمې: داستاني ادبيات، پېغام، درک
سریزه
ادب په ښکلو الفاظو د انساني ژوند تعبير او تفسير دی او داستاني ادب د ادب هغه مهمه برخه ده، چې اديب د کیسه ييزو ژانرونو له لارې ټولنيز ژوند، خپلې تجربې او احساسات په انځوريز ډول وړاندې کوي. په دې برخه کې د (پېغام) موضوع ځانګړی ارزښت لري، ځکه هر داستاني اثر تر شا یو فکر، موخه او پیغام لري چې لیکوال یې لوستونکو ته رسول غواړي.
پېغام نه یوازې د اثر معنوي ارزښت زياتوي، بلکې لوستونکی فکر کولو او ارزولو له ځواک سره بلدوي. لیکوال د کرکټرونو، پېښو او د کیسې د بهیر په وسیله خپل پېغام په مستقیم یا غیر مستقیم ډول وړاندې کوي. په داستاني اثر کې چې هرڅومره د پېغام برخه قوي او هنري وه، په همغه اندازه د اثر اغېز او پایښت زيات وي.
د دې څېړنې موخه دا ده، چې په داستاني ادب کې د پېغام مفهوم او د وړاندې کولو لارې او ارزښت وڅېړل شي، څو څرګنده شي چې پېغام د ادبي اثر په معنا، اغېز، پایښت او بريا کې څومره ارزښت لري.
د څېړنې ستونزه
په ټوله کې ادب او په ځانګړې توګه داستاني ادب د پېغام د لېږد يوه مهمه وسيله ده؛ خو د ادب مبتدي او عام لوستونکي تر اوسه په دې نه دي پوه، چې اديبان کيسه ييز ادبيات (لنډه کيسه، ناول، رومان وغیره) د څه له پاره پنځوي، له دغه کړاوه يې هدف او موخه څه ده؟ دوی د ټولنې په جوړښت کې څومره او څه ډول برخه اخلي؟ په داستاني ادب کې د پېغام د برخې توضېح او تشرېح به دغه پوښتنې ځواب او د ادب و اديب ټولنيز ارزښت به زيات کړي، لوستونکي به هم یوه ادبي فنپاره د ټولنيز پېغام او د اديب د فکر او نظر معلومولو په موخه ژوره ولولي او که په داستاني ادبياتو کې د پېغام برخه بې تشرېح پاتې شي، ادبيات به لوستونکيو ته سطحي او بې معنا ور معلوم شي.
د څېړنې اړتيا او ارزښت
په داستاني ادب کې موږ د ټولنې هره برخه پاکه او رڼه ليدلی شو، چې پېغام پکې اساسي ونډه لري. د داستاني ادب په نورو توکيو(تخيل، تلوسه، کرکټر، منظرکشي …) باندې ليکنې او مقالې زياتې دي؛ خو د پېغام په برخه یا کار نه دی شوی او که شوی وي، سطحي او سر سري به وي. له همدې امله، د دې موضوع څېړنه اړينه وه، څو د داستاني اثارو اصلي معنا او موخه په سمه توګه درک او څرګنده شي.
دا څېړنه د پېغام مفهوم په علمي بڼه روښانه کوي، چې د داستاني اثارو د کره کتنې او تحليل په برخه کې کره کتونکي ته يو نوی ليد لوری ورکولای شي، چې د داستاني ادبياتو په ښه پوهاوي کې به کارنده ونډه ولري.
د څېړنې موخې
۱ـ په داستاني ادب کې د پېغام مفهوم روښانه کول.
۲ـ د داستاني اثارو په اغېز او پايښت کې د پېغام رول څرګندول.
د څېړنې پوښتنې
۱ـ په داستاني ادب کې پېغام څه مفهوم لري؟
۲ـ د داستاني اثارو په اغېز او پايښت کې د پېغام رول څه دی؟
کړنلاره
دا چې په دې موضوع کې د څېړنې له پاره د داستاني اثارو بېلګې په کار دي؛ نو څېړنه مروري (Document Review) ده او مېتود تحليلي دی، څو د دغه مېتود په مټ ياده موضوع ښه روښانه او مطلوبې پايلې په لاس راشي.
د څېړنې شاليد
د يادې موضوع په تړاو ځای ځای ليکنې ليدل کېږي، چې دلته يې يادونه کوم:
ادبيات په ټوله کې د يوه ځانګړي هدف له پاره پنځول کېږي، همدا هدف چې کله په ادب کې رامخې ته شي پېغام يې بولو، چې ټول ادبيات د همدې پېغام په موخه رامنځ ته کېږي. (اسحق زی،1397ل، ۱۵۹)
دکيسې د پايلې په برخه کې ليکوال لوستونکی يا اورېدونکی له ځان سره د تخيل په وزرونو ډېر لوړ وخېژوي او معمولا د څه نتيجې د ښودلو پر ځای هغه له يوې کشالې سره مخامخ کړي. دلته ليکوال معمولا خپل غرض او پېغام په مستقيمه توګه نه وايي، بلکې هغه فيصله د لوستونکي يا اورېدونکي قضاوت ته پرېږدي، چې په دغه حالت کې نو بيا سمه او مناسبه فيصله او د کيسې په غرض او پېغام پوهېدنه د لوستونکي يا اورېدونکي په استعداد، ذکاوت او له ټولنيزو ژوند پېښو څخه په مطالعې او تجربې پورې مستقيما اړه لري. (هاشمي، ۱۳۹۲ل، ۴۴)
د فکر زېږنده د یو بريالی اثر له پاره د پايښت مثال لري، هغوی چې په خپل ادبي اثر کې فکري هنر ته پاملرنه کړې، تر اوسه يې پر فکري رڼا پتنګان پايېږې. (مومند،۱۴۰۳ل، ۱۰۴)
پاسيفېزم (سوله خوښونه) د طبعيت، ښکلا، انساني مينه، خوشبيني، په راتلونکي باور او داسې نور ارزښتونه عام انساني ارزښتونه دي، هر شاعر او ليکوال چې دغه ارزښتونه په خپلو آثارو کې راونغاړي په تاريخ کې به يې نوم ثبت شي. (روهي،۱۳۸۹، ۸۷).
د نړۍ د تلپاتې اثارو يوه مهمه ځانګړنه هم داده، چې ليکوال يې د خپلو مخاطبينو په نظر کې نېول سره راسا خپلې موخې ته ځي او خپل پېغام رسوي، په ليکنه کې د فکر نه رسولو او تت پېغام موضوع ډېر ځله د هغو ليکوالو له خوا را منځ ته کېږي، چې له ځان سره هېڅ ډول تولیدي فکر او نوښت ونه لري، نه په موضوع حاکميت ولري او نه د خپل اثر په ټولنيز پېغام خبر وي. https:// archive. Taand. Net
يا داستاني ادبيات هغه ادبيات دي، چې په هغې کې خيالي او واقعي پېښې د وخت او ځای په ترتيب سره بيانېږي؛ خو چې د هنر تومنه پکې اغږل شوې وي او د انسان پر روان او د زړه پر مراندو يې اغېز وښندي، يعنې هم ترې خوند واخېستل شي او هم يوه پېښه داسې بيان کړی، چې ولس او ټولنه ترې انتباه واخلي.
https:// www.asa.gov.af/index.php/ps/node/1505
پورتنۍ يادونې څه په کتابونو کې او څه په مقالو کې دي، چې يوازې د پېغام په تعريف او يو څه ارزښت باندې مستقيم او غير مستقيم بيان شوې دي؛ مګر زما د موضوع هم مېتود بدل دی او هم ياده موضوع د بېلګو په راوړلو سره څرګنده شوې، چې لوستونکي ترې ښه ګټه اخېستلای شي.
موندنې
په داستاني ادب کې د پېغام په اړه له څرګندونو وړاندې خپل بحث د داستاني ادب له پېژنده راپيلوو:
داستاني ادبيات د ادبياتو هغه برخه ده، چې په هغې کې د روايتي (منثورو) ادبياتو ټول ډولونه راتللای شي، یعنې هغه منثور پنځېدلي ادبيات چې له واقعي نړۍ سره معنوي تړښت ولري، ښايي دغه تړښت ډېر پخوا تېر شوی وي او يا هم په نږدې تېر کې؛ خو د خيال او هنر ژبه يې دومره پسولل شوې وي، چې انسان يې تر حقيقته زيات له خونده خوند واخلي او دا ځانګړنې په کيسې، رومان، ناول او فلمي سناريو کې موندلای شو، البته په نورو صنفونو کې هم دغه ځانګړنې شته؛ خو په ټول سکښت او جوړښت سره نه.
يا داستاني ادبيات يا داستاني نثر هغه نثر دی، چې په هغې کې خيالي او واقعي پېښې د وخت او ځای په ترتيب سره بيانېږي؛ خو چې د هنر تومنه پکې اغږل شوې وي او د انسان پر روان او د زړه پر مراندو يې اغېز وښندي، يعنې هم ترې خوند واخېستل شي او هم يوه پېښه داسې بيان کړی، چې ولس او ټولنه ترې انتباه واخلي.
https:// www.asa.gov.af/index.php/ps/node/1505
په لنډه توګه ويلی شو، چې داستاني ادبيات هغه دي، چې په هغې کې یوه پېښه د وخت او ځای له شرايطو سره سم په هنري ژبه بيان شوې وي او هم يې پيل و پای سره منطقي تړاو ولري.
د داستاني ادبياتو د جوړښت بنسټيز توکي
د داستاني ادبياتو د جوړښت په بنسټيزو توکيو کې دا توکي يادولی شو: پېښه يا واقعه، پلاټ، د کيسې پيلامه، کرکټر، تلوسه، مکالمې او منظرکښنې، تخيل، ښه ليکنی سبک، د کيسې لوړ ټکی، د کيسې پايله. کېدای شي، چې په ځېنو ژانرونو کې دا توکي زيات و کم وي؛ خو ياد توکي نږدې د ټولو داستاني ژانرونو جوړښتيز توکي دي، چې د موضوع د اوږدېدو له وېرې يې يوازې د نومونو په راوړلو بسنه کوو.
پېغام
هغه موخه او غرض چې ليکوال يې د خپلې ليکنې په پای کې لوستونکيو ته وړاندې کوي پېغام بلل کېږي، ښاغلی اسحق زی ليکي: ادبيات په ټوله کې د يوه ځانګړي هدف له پاره پنځول کېږي، همدا هدف چې کله په ادب کې رامخې ته شي پېغام يې بولو، چې ټول ادبيات د همدې پېغام په موخه رامنځ ته کېږي (اسحق زی،1397ل، ۱۵۹) .
د نثري ادب ډولونه اثر کې پېغام په اړه لولو: ليکوال د کيسې مثبت او منفي کردارونه د مقابلې، مجادلې او هدف ته د رسېدو په ډګر کې د خپلو کړنو اعمالو او افعالو په وسيله له يو داسې کشمکش، کشالې او حالت سره مخامخ کړي او د هغوی د هېلو، جذباتو او احساساتو داسې ژوره عکاسي وکړي چې په لوستونکي او اورېدونکي کې له کردار يا کردارونو سره د ملګرتيا، همدردۍ، خواخوږۍ او يا برعکس د کينې او کرکې روحيه راولاړه کړي. يا په بله وينا له مثبتو کردارونو سره ځان په خوښۍ، غم، خفګان او ستونزو کې شريک کړي او د منفي کردارونو پر ضد يې احساسات او جذبات راوپاريږي، همدغه جذبه، احساس او اغېز په واقعيت کې د دغو هنري ادبي ليکنو پېغام دی (هاشمي، ۱۳۹۲ل، ۴۵).
د اثر په پايښت کې د پېغام ونډه
هره چاره چې په انساني ټولنه کې ترسره کېږي، ترسره کوونکی يې د يو هدف او موخې له پاره ترسره کوي، همدغسې په عمومي ډول په ادب او په ځانګړې توګه په داستاني ادب کې له اديب سره بېلابېلې موخې وي، لکه: سياسي، اخلاقي، تعليمي، اقتصادي، هنري او نورې، چې د داستاني ادبياتو په بېلابېلو ژانرونو کې يې ټولنې ته وړاندې کوي.
داستاني ادبيات هغه که لنډه کيسه، ادبي ټوټه، ناول، رومان او که بل ژانر دی، د پېغام رسونې له پاره ښه او مناسب چوکاټونه دي، ځکه له کیسه اورېدنې او لوستنې سره انسانان په فطري توګه مينه لري، هغه هم هغه کېسې چې د تخيل، تلوسې، عاطفې او احساساتو پر خوږو ښکلې وي. هغه داستاني ادبيات چې په هغو کې په پورتنيو توکيو سربېره اديب يو ښه پېغام نغښتی وي؛ نو په هماغه اندازه ادبي اثر پايښتي، لوستونکي يې زيات او پنځګر يې په ټولنه کې مقبول ګرځي.
محمد صديق روهي د پايښتي ادبياتو په تړاو ليکي: ((هغه ادبيات چې د وسېلې له مقام نه د هدف مقام ته پورته شي، د پراخ هيومانېزم له پاره خدمت وکړي، ژوند ته رنګيني او تنوع وبخښي د فصل له اوښتو سره له منځه نه ځي. پاسيفېزم (سوله خوښونه) د طبعيت، ښکلا، انساني مينه، خوشبيني، په راتلونکي باور او داسې نور ارزښتونه عام انساني ارزښتونه دي، هر شاعر او ليکوال چې دغه ارزښتونه په خپلو آثارو کې راونغاړي په تاريخ کې به يې نوم ثبت شي. (روهي،۱۳۸۹، ۸۷).
دا چې د يوه هنري او داستاني اثر د پايښت او ژوندي پاتې کېدو له پاره ښه پېغام يو مهم توکی دی، همدغه خبره د یو څو بېلګو په راوړلو سره پخوو: سيد راحت زاخيلي پر (۱۹۱۷ز) کال کې د (کونډه نجلۍ) تر سرليک لاندې لنډه کيسه وليکله، چې په پښتو ادب کې ادبپوهانو لومړنۍ لنډه کيسه بللې، په دې کيسه کې چې اصلی کرکټرونه پکې (مرغۍ و مرجانۍ) دي، ليکوال په پښتني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د ظلم او تاو تريخوالي مسله را اخېستې، پر دې لنډه کيسه نږدې (يو سلو نهه) کاله واوښتل، خو په پښتو ادب کې يې ادبي مقام او ارزښت لا په خپل ځای دی او دا ډېر لاملونه لري، لومړۍ خبره پکې د خپلې ټولنې عيني مشاهده ده، یعنې ليکوال يو ټولنيز واقعيت په ادبي جامه کې نغښتی او يوازې خيال پردازي نه ده او يو ټولنيز حقيقت يې په ادبي انځورونو کې وړاندې کړی دی. د ګڼو ولسي محاورو کارونه او هنريت د دې کيسې نور لاملونه کېدای شي؛ خو پر دغو ټکيو سربيره، چې د دې کیسې د پاموړ پايښتي ټکي يې ګڼلای شو، هغه (ښه پېغام) دی، چې ليکوال په ډېر ښه انداز او هنري الفاظو له هغې ستونزې نه پرده پورته کړې، چې ريښې يې نن هم يوه پېړۍ وروسته په ټولنه کې ليدل کېږي. ليکوال داسې يو پېغام په دې کيسه کې ټولنې ته وړاندې کړ، چې د خپل عصر لوستونکيو او اورېدونکيو ورته هم د تاييد او منښت سرونه وخوځول او نننني لوستونکي يې هم د دغه پېغام هرکلی کوي. همدا ډول د دې کېسې د لوست پر وخت په پښتني ټولنه کې پر ښځينه وو د ظلم و زياتي پر وړاندې د لوستونکيو کرکه او نفرت او همدا ډول پر دغه مخلوق د ترحم او عاطفې ذهنيت پېدا کېدل يې پېغام دی، چې ښاغلی راحت زاخيلي په همدې کيسه په ادبي کړيو کې د ښځينه وو مدافع وکيل وبلل شو.
ياد ليکوال د (ښکالو) په نوم په يوه مشهوره ادبي ټوټه کې په ډېرو هنري الفاظو د زبېښاک موضوع را اخېستې، د دې ادبي ټوټې په پای کې لوستونکی په دې پوهوي، چې په ټولنه کې طبقاتي نظام څومره د عامو وګړو په تاوان دی؟ په دغه ادبي ټوټه کې (ملخ و هوسۍ) سيمبوليک کرکټرونه دي، چې د لوړې طبقې د حاکميت، ظلم او د ټېټې طبقې د محکوميت او مظلوميت کیسه پکې بيان شوې، چې په پای کې د لوستونکي په زړه کې د حاکمې طبقې پر وړاندې کرکه او پر محکومې طبقې زړه سوی او درد پيداکېږي، همدغه يې ټولنيز پېغام دی، چې څولسيزې وروسته يې هم ياده فنپاره تازه او ژوندۍ ساتلې.
همدا ډول د مصطفی سالک ((پاتې شه باران دی)) ناول، چې د هنري ادب لوړه بېلګه يې بللی شو، په لوستونکيو کې د مينې او محبت احساسات راولاړوي، چې همدغه د مينې ـ محبت او عشقي احساساتو خړوبېدنه يې بارز پېغام دی. په پښتني ټولنه کې ډېر کم داسې پېښېږي، چې عاشق خپلې معشوقې ته ورسېږي؛ ډېری يې د هجر له رنځه رنځېږي؛ نو لسېزې وروسته هم پښتانه لوستوال د مينې او محبت په دغه پېغام او د هنري لفظونو پر خوږو باندې خپل احساسات تاوده ساتي، چې اوس هم دغه ناولټ ډېری لوستونکي لري.
ارواښاد نصيراحمد احمدي د ناولونو او لنډو کيسو له پاره هم داسې موضوعات ټاکلي، چې رابرسېره کول يې د هر ليکوال فرض دي، نوموړي داسې پېغامونه په خپلو داستاني اثارو کې رانغښتي دي، چې د ټولنې سترګې رڼولی شي.
د نړۍ والو ادبياتو پر بنسټ هم دا خبره کولای شو، هغه ليکوال چې ليکنۍ موخې او افکار يې پر ملي چوکاټ سربېره په بين المللي چوکاټ کې هم د تطبيق وړ وي، نړۍ وال ليکوال بلل کېږي، داسې ليکوالان او اثار نه يوازې په خپله ټولنه کې ژوندي او پايښتي وي، بلکې په ټوله انساني ټولنه کې ژوندي او پايښت مومي. د فرانسوي ريالېست ليکوال بالزاک په اړه لولو: بالزاک هغه ليکوال دی، چې په ډېر مهارت سره يې د فرانسې ټولنيز تضادونه په خپلو اثارو کې منعکس کړي دي او همدا علت دی، چې د بالزاک اثار ژوندي او فنا نه منونکي دي او لوستونکي هر وخت او په هره پېړۍ کې ترې درس او الهام اخلي (غوربندي، ۱۳۹۲ل، ۸۱).
د دې بحث په پای کې ويلی شو، هغه داستاني آثار چې هم نوښتي وي او هم يې پېغام د انساني ژوند د هوساينې له پاره وي، پايښتي آثار بلل کېږي.
د پېغام له مخې د داستاني اثارو بازار
هغه اثار چې د وخت غوښتنه پکې په نظر کې ونېول شي، لوستونکي يې زيات او بازار يې تود وي. د همدې خبرې د پخلي له پاره د نصيراحمد احمدي وينا راوړم، مرحوم احمدي د خپل مشهور تاريخي ناول ((ډېوېډ جونز)) په پيل کې د (لنډې خبرې) تر سر ليک لاندې د ګټور ناول ليکنې له پاره د موضوع ټاکنې په برخه کې خپل فکري زيار راسره داسې شريکوي: ((ډېر معلومات مې په اسانۍ وموندل؛ خو همدې ډېرو معلوماتو سربداله کړم، يو نه، بلکې لس ناولونه هم ترې ليکل کېدای شول، فکر مې وکړ، نتيجه يې داوه چې يو ناول دومره ډېر معلومات نه شي هضمولی راځه! یوازې يوه، خو تر ټولو اساسي برخه يا زاويه يې راواخله.
هماغسې مې وکړل، له جګړو، د انګريزانو له ماتې او له نورو خبرو سرسري تېر شوم، هسې هم په دې خبرو کتابونه ډک دي، که څوک دا معلومات غواړي؛ نو تاريخونه دې ولولي.
ما د امان الله خان د ماتې کېسه راواخېسته، دا ماتې هم ډېر علتونه لري، بيا مې هم ټول علتونه نه شوای را اخېستی، کېسه څو خواوو ته تلله، د امان الله خان د ماتې يو علت مې راووړ، يو! خو تر ټولو اساسي علت. په ((ډېوېډ جونز)) کې مې د همدې علت، علت را اخېستی دی)) (احمدي، ۱۳۹۹ل، ډېوېډ جونز، لنډې خبرې).
د ياد تاريخي ناول د ليکنې له پاره په موضوع ټاکنه کې د ليکوال همغه فکري زيار ګالنه وه، چې د لوستونکيو له تاوده هرکلي سره مخ شو او په ډېر لږ وخت کې څو ځله چاپ شو، چې زما په لاس کې يې (اتم وار چاپ) دی.
نورمحمد تره کی په پښتو داستاني ادب کې یو مشهور نوم دی. نوموړی په لنډو کيسو او ناولونو کې زياتره د ټولنې د بې وسو او بزګرې طبقې پر خوا دی، چې همدغه ليکنۍ مبارزه يې وروسته په عملي سياسي مبارزه هم بدله کړه. زرين انځور د نوموړي ليکوال د داستاني اثارو د ځانګړنو لاندې ليکي: په داستاني آثارو کې يې يو ځانګړی سياسي ـ فکري خط تعقيب کړی دی، لکه څنګه چې يې وروسته د سياسي طبقاتي مبارزې له پاره عملي ګامونه واخېستل او د یو سياسي ګوند مشري يې خپله کړه او بيا يې سياسي واک تر لاسه کړ، دغسې يې پخوا لا په خپلو داستاني آثارو کې د بزګرانو، خواريکښانو، مزدورانو او کارګرانو په ژوند ليکنې وکړې او د طبقاتي مبارزې له پاره يې خپل دغه آثار هم ځانګړي کړل. په دې توګه يې داستاني آثار هم تر ډېره د سياسي ـ طبقاتي مبارزې رنګ لري (انځور، ۱۳۹۳ل، ۱۵۰).
یو وخت د نورمحمد تره کي د داستاني اثارو بازار ښه تود و او له دغې لارې يې خپل فکر او نظر نورو ته لېږداوه، هغه آثار چې پخوا يې ليکلي وو، د خپلې واکمنۍ په دوره کې يې ځينې لومړی ځل او ځينې يې بياځلي چاپ او خپاره کړل. په ((پښتو معاصر داستاني ادبيات)) اثر کې لولو: سنګسار په (۱۳۲۲ل) کال کې ليکل شوی؛ خو د هغه د خپلې واکمنۍ په دوره کې (۱۳۵۷ل) خپور شوی دی. ((سپين))، ((څړه)) او ((د بنګ مسافري)) له (۱۳۳۵) څخه تر (۱۳۳۸ل) کلونو پورې ليکل شوي او چاپ شوي دي. وروسته د هغه د سياسي واک په دوره کې دغه ټول په ښه قطع او صحافت په لوړ تېراژ سره چاپ او خپاره شوي دي (انځور، ۱۳۹۳ل، ۱۵۳).
خو د نورمحمد تره کي اثار چې د يوې سياسي مبارزې او د ځانګړي فکر پالونکي وو، د وخت له اوښتو سره يې د اثارو پاڼه هم واوښته.
د داستاني اثارو پېغام او د لوستونکيو درک
ځنګه چې هر ليکوال د يوې موخې له پاره قلم پورته کوي، دغسې د داستاني آثارو ليکوال هم يو فکر او موخه لري، چې د خپل هنري اثر په مټ يې تر نورو ورسوي؛ خو په ځېنو داستاني اثارو کې د پېغام برخه هنري او په ادبي حجاب کې نغښتې وي، دلته بيا د لوستونکيو درک بېل بېل وي، هر يو يې د خپلې مسلکي پوهې، مزاج او ټولنيز ليد په اساس تفسيروي.
اثر به يو وي؛ خو هغه لوستونکی چې خپلې تېرې خاطرې او ژوند پکې ويني هغه يې د خپل ځان پر چورليز څرخوي او همغه پېغام ترې اخلي چې د ده له ژوند سره اړخ لګوي؛ خو څيني نور يې بيا د خپلې ادبي پوهې او هنري ذوق په اساس ترې بل پېغام اخلي، څومره چې د يوه لوستونکي ذوق او ادبي پوهه لوړه وي په همغه اندازه يې برداشت هم لوړ وي. ګل پاچا الفت د سيد شمس الدين مجروح د شعر د ارزښت په اړه ليکي: که د اشعارو پېرل او پلورل رواج وای او د شعر په ورکړه راکړه د يوه شعر د بل کېدلی مابه خپل څو شعرونه د ده په يوه شعر ورکړي وو (مجروح، ۱۳۳۷ل، ب).
د استاد الفت له وينا دوه مفهومه اخېستل کېږي، يو داچې شمس الدين مجروح د ښه شاعر په توګه را پېژني او دويم مطلوب مفهوم چې د خپلې خبرې د پخلي له پاره يې راوړو، دا چې نوموړي د شعر د ارزښت او سپړلو په برخه کې ژوره پوهه لرله، که نه داسې ډېری لوستونکي شته، چې د مجروح صاحب شاعري به ورته هېڅ ښکاره شي. دلته ويلی شو، چې د یو اثر پېغام يو او ثابت نه وي، هر لوستونکی د خپلې ذاتي تجربي، ادبي او فرهنګي پوهې او د ټولنيز ليد په اساس ترې پېغام اخلي
مناقشه
په داستاني ادبياتو کې د پېغام مسله يوه اساسي مسله ده، د یوه ادبي اثر ارزښت يوازې په ښکلو الفاظو او خيال پردازۍ پورې تړلی نه دی، بلکې له دې سره سره يوه ښه پېغام ته هم اړتيا ده، چې ليکوال يې په ډېر مهارت او ذکاوت سره پکې ځای پر ځای کړي. هغه ليکنه چې د پېغام له مخې شنډه وي هېڅ ارزښت و پايښت به ونه لري.
د دې ليکنې پر وخت په داستاني اثارو کې د پېغام د ونډې او ارزښت په اړه ډېر څه نه تر سترګو کېدل، يوازې د پېغام پېژندنه او يو څه سطحي معلومات و، چې له ښه مرغه په پښتو داستاني ادب کې د بېلګو په راوړلو سره دې څېړنې وښوده، چې د داستاني اثارو په پايښت او ارزښت کې د پېغام ونډه څرګنده او د پام وړ ده. د بېلګې په ډول (کونډه نجلۍ) په پښتو ادب کې نږدې (يو سل او نهه) کاله وړاندې ليکل شوې؛ خو ارزښت يې لا په خپل ځای دی، ياده لنډه کيسه د راحت زاخيلي په جادوګرو الفاظو ليکل شوې او د لنډې کېسې ټول توکي به پکې وي؛ خو که دغسې یو اړين پېغام (په پښتني ټولنه کې پر ښځو د ظلم پر وړاندې غږ پورته کول) پکې نه وای، ګوندې دومره پايښت يې نه وای کړی، ليکوال داسې يو پېغام په هنري الفاظو کې ټولنې ته د دغه کېسې په مټ وړاندې کړ، چې نن هم تطبيقېږي.
پايله
په داستاني ادب کې پېغام يو له مهمو توکيو څخه ګڼلای شو، ځکه د يوه ادبي اثر ارزښت و پايښت ورپورې مستقيما تړلی دی. د دې څېړنې په پای کې ويلی شو، چې هر داستاني اثر يو پېغام لري او د ټولنې په جوړښت کې د ادب و اديب ونډه ترې ښه څرګندېږي. پېغام د منځپانګې له مخې بېلابېل ډولونه لري، لکه: ټولنيز، سياسي، ادبي، فرهنګي، تاريخي او نور؛ خو په داستاني اثارو کې ښه پېغام هغه دی، چې غير مستقيم او هنري وي، څو لوستونکی فکر کولو ته وهځوي.
همدا ډول د داستاني اثارو د مطالعې پر بنسټ دې پایلې ته ورسېدو، چې په داستاني اثارو کې پېغام ثابت او يو ډول نه وي، بلکې د لوستونکيو د ادبي مطالعې، ټولنیز برداشت او درک پورې تړلی دی.
اخځليکونه
۱انځور، زرين. (۱۳۹۳ل). پښتو معاصر داستاني ادبيات. کابل: دانش خپرندويه ټولنه.
احمدي، نصيراحمد. (۱۳۹۹ل). ډېوېډ جونز. جلال اباد: مومند خپرندويه ټولنه.
اسحق زی، اورنګزېب. (۱۳۹۷ل). د پښتو ادب په لمن کې. جلال اباد: مازيګر خپرندويه ټولنه.
روهي، محمد صديق. (۱۳۸۹ل). شعر پېژندنه. جلال اباد: ميهن خپرندويه ټولنه.
غوربندی، ميراجان. (۱۳۹۲ل). نړۍ ادبيات. کابل: مستقبل خپرندويه ټولنه.
مجروح، سيد شمس الدين. (۱۳۸۱ل). منتخب شعرونه. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
مومند، عبدالوهاب. (۱۴۰۳ل). هنرستان. کابل: اکسوس خپرندويه ټولنه.
هاشمي، سيد محی الدين. (۱۳۸۹ل). د نثري ادب ډولونه. جلال اباد: وحدت خپرندويه ټولنه.
https:// www.asa.gov.af/index.php/ps/node/1505
https:// archive. Taand. Net