د چهارشنبې ورځ د اسد (۱۳مه)
امنيت او امنيتي ارګانونه د جګړو د زړه او د لارو د جوړونکو حيثيت لري، مګر تر ټولو جالبه دا وه، چي د امنيت اختيار کل او مسؤل د سولي د مذاکراتي ټيم رئيس هم وو. دوه متضاد دوه تر ټولو مهم جريانونه د يوه کس په لاس کي وه. دا داسي معنا لري، چي يو کس له خپل ځان سره شطرنج شروع کړی وي. دواړه لوبي خپله کوي، هم د ځان فکر کوي، هم د حريف.
د نن ورځ له همدې ريشخنده پيل سول، چي د سولي او جګړې مسؤل لومړی د جګړې راپور وړاندي کړی، چي رئيس جمهور چندان غوږ پر و نه نيوی، خو په سوله کي ئې ډېري خبري کښته او پورته کړې. که دا داسي وکړي، دلته چانسونه لږ دي، دلته ډېر دي.
نور بيا د نورو ورځو په څېر د رسنيو مسؤل د امنيت شورا مشاور، د اداره امور رئيس او د جمهور رئيس د دفتر رئيس ملاقاتونه وسول. په دغه ورځ ئې ولايتي شوراګانو ته بيانيه هم ورکړل. له دې بيانيې وروسته ئې د نظامي تعيناتو له بورډ سره، چي ده خپله رهبري کاوه؛ ملاقات درلود. جالبه دا وه، چي دفاع وزارت، امنيت رياست او داخله چارو وزارت خپل منابع بشري درلودل، مګر په ارګ کي بل بورډ جوړ سوی وو، چي نظامي تعينات وکړي. نو خود به اداره يو له بله شکېدلې او پرې وه. کس چي بورډ وټاکی، جواب ګويه به چا ته وي؟ ګذارش او اکمالات به له چا غواړي؟
له غرمې وروسته د امريکا سفير راغلی او کوښښ ئې کاوه، چي دی لږ قانع او له پرېکړو سره سم ولاړ سي. مګر ده يواځي يوه خبره کول، چي دی د دې ملک رئيس جمهور دئ؛ خلکو ټاکلی. په هر صورت کي ستاسي خبرو ته غوږ نيسم، چي زما شرايط به منئ. ولي هغه هيڅ عملي نه وه. د ټولو لورو توافق دا وو، چي دی دي نه وي، مګر د ده اول شرط دا وو، چي موقته نه بلکي. اضطراري اداره دي اعلان سي. دی به په درې کاله کي هر څه تېر کړي، مګر اوس ډېر ناوخته وو؛ هر څه خلاص وه.
کله چي دې خبرو نتيجه ور نه کړه؛ جمهور رئيس د امريکا پر ضد ناڅاپه د ايران دعوت د نوي رئيس جمهور د تحليف مراسمو ته ومنی. ډېرو مشاورينو ورته وويل: په دونه حساس وخت کي څو سنګره خلاصول نه دي لازم؛ مګر هغه و نه منل.
نن په مجموعي توګه د لوی کندهار په خاصه توګه د هلمند او کندهار وضعيت سخت خراب وو. د لوی کندهار هغه مشران، چي شل کاله ئې ځانونه مشران کړي وه؛ د ځان له بېري د پخواني جمهور رئيس په کور کي راټول وه. ډېري توندي خبري تبادله سوې، ځيني کسانو خو ډېر په شدت پخوانی ولسمشر محکوم کړئ، حتی يوه سپين ږيري ورته ويل: يوه ورور دي د ښار ګرده قومي مشران مړه کړه. بل ورور دي عينومېنه چور کړه او اوس دي يې له کشر ورور سره پر جنګ دئ.
هغه له پخواني عادت سره ټولو ته ويل: هر څه منم. هر څه به سوي وي. اوس څه کوی، جنګېږی؟ يوځای کېږی؟ که سوله کوی؟
له ډېرو اوږدو بحثونو وروسته فيصله وسوه، که زور هم معلوموي؛ د ښار دباندي به وي. که کمربندونه را مات سوه، په ښار کي به څوک جنګ نه کوي.
دوی همدا خبري کولې، چي ډېره درنه چاودنه وسوه. په مخابرو کي نارې سوې. يوه ساتونکي ږغ وکړی، ول: خير و خيرت دئ. د وزير دفاع کور موټر بم وواهه.
دا پس له شپږو مياشتو لومړی په ښار کي دننه لويه حمله وه او دا د ارګ او امريکا سفارت د اړيکو د خرابېدو لومړۍ اخطاريه وه.
د رزوګان يوه مشر په زوره انالله وانا اليه راجعون وويل. ټولو ورته وکتل، هغه وويل: د روزګان يواځنی مشهوره ليکوال او مؤرخ بارک عاطفي ئې په خپل کور کي وژلی دئ. داسي ښکارېده، چي هر څه د پاشل کېدو خوا ته روان دي او مشکلات شېبه په شېبه زياتيږي. ټول غوږ غوږ دي، چي څه کيږي.
د اسد څوارلسمه د پنجشنبې
په ښارونو کي اور بل وو. د نيمروز کنګ اولسوالي له اوږدې محاصرې او تېزي جګړې وروسته تسليم سول او جمهور رئيس چي لومړی ئې د امريکا غوښتنو ته غاړه کښېښول او ټول تازه دمه هوسا سوي او په زندانونو کي ښه عقديان سوي او چاغ سوي. دوولس ديارلس زره تنه، چي دوی وه، يا د دوی په تور بنديان سوي وه؛ ازاد کړل او بيرته ئې د امريکا سره دښمني اعلان کړه. نو که تا دښمني او جګړه کول، دښمن ته دي بنديان ولي ايله کړه. د هغوی ختم سوی بشري ځواک دي ولي ور پياوړی کړی.
او د امريکا په ضديت کي دونه بې حسه سوی وو، چي په همدې ورځ ايران ته له رسېدو سره هلته سفير، چي د ده نازدانه هم وو؛ ورته وويل: رئيس صاحب، بې وخته رانغلې؟
ده په ډېر قهر ورته وويل: خپله شاعري کوه.
بيا ئې په زوره زوره په خپل لحن وخندل او خجالت غوندي هم سو.
ايران دا مهال تر حکومت له مخالفينو سره ډېري قوي اړيکي درلودلې او له دغه سفر څخه يوه مياشت مخکي ئې د مخالفينو او حکومت د يوې ناستي منځګړيتوب هم کړی وو، چي امريکا په دې هيڅ نه وه خوشحاله.
د لښکرګاه ډېره برخه طالبانو نيولې وه. هرات هم نيم په نيمه وو. د جګړې ملاتړ او روحيه قصداً اخيستل سوې وه. د هرات د اولسي پاڅون مشر حکومت تورن کړی، چي کړي وعدې ئې پوره نه کړې او دی ئې تش د دښمن په وړاندي په سنګر کي درولی دئ.
د جمعې ورځ د اسد پنځلسمه
دا ورځ د سقوط سبب او پيل سول. د امريکا له سفير سره له ناستي وروسته نور جمهور رئيس نه چا ته غوږ نيوی، نه ئې چا ته حال وايه.
په دغه ورځ د ټول عمر خلاف، چي جمهور رئيس به په بهرنيو سفرونو کي درېشي اغوستل؛ افغاني لباس او شخه لنګوټه ئې تړلې وه. د سپاه مشر ورته راغلی، روغبړ ئې وکړی. مګر ښه راغلاست په مجموعي توګه ډېر سوړ وو. د جلسې په اخير کي يوه شناوي سړي، چي وروسته په کابينه کي وزير خارجه اعلان سو؛ د سپاه له مشر سره راغلی او په ټوکه ئې جمهور رئيس ته وويل: داسي ښکاري، چي د لنګوټو والا ښه راغلي ته دي امادهګي ونيول او بيا يې ژر خبره بلي خوا ته واړول.
دوی به لا په مجلس کي وه، چي د وتلو په حال کي جمهور رئيس خپل ټيم ته وکتل، چي يو له بل سره پس پسک کوي. جمهور رئيس سخت کړونچېږي: که مهمه خبره وي، په زور وواياست، چي زه هم خبر سم.
لومړي سکرټر غوښتل خبره واړوي، خو د جمهور رئيس قهر مجبور کړی، چي ووايي نيمروز سقوط سو.
سفير کرار وويل: امريکا خپل انتقام واخيست.
سکرټر لږ زړور سو، ويل: شبرغان هم سقوط سو، خو د مارشال زوی د ولايت مقر بيرته نيولی دئ.
په دې وخت کي د سفير له خولې ووتل: واخ دواخان.
جمهور رئيس عاجل ورته وکتل، ول: څه خبره ده؟
سفير وويل: د ارګ د وياند مرستيال دواخان مينهپال ئې پر دارالامان سړک په شهادت رسولی او طالبان ئې د وژلو پړه هم اخيستې ده.
جمهور رئيس نور له خولې لاس واخيستی او پر له پسې توګه ئې ټولو ته ښکنځل کول، خو امريکا ئې په هره دوهمه ښکنځله کي يادول.
بيا سکرټر ته وويل: مارشال پيدا کړئ، سبا ئې ملاقات ته را وغواړئ.