له لیکوال او نقاد نعمت الله صدیقي سره مرکه:
مرکه کوونکی: محمد الله مسعود
پوښتنه: موږ ولې ادبیات لولو؟
ځواب: د ولې مفهوم له اوله سره یو ډول فلسفي اړخ لري یا ښايي ماته داسې ښکاري، چې د (ولې) پوښتنه خصوصاً په ټولنیزو علومو کې مساله حل کوي نه؛ بلکې لا نوره (ولې) ته لاره کوي. (ولې) یو دقیق، رسا او مطلق ځواب غواړي؛ مګر ادبیات چې سروکار یې د ټول بشر له عاوطفو یا د انسان له اندروني کیفیاتو او احساساتو سره دی، یو او مطلق ځواب یې ځکه هم ممکن نه دی، چې یو خو د ټول بشر یا انسان همدا ساحه لویه ده او بل یې د اندورن یا دننه کیفیاتو او عاوطفو سپړنه هم خورا متنوع او ناحل باب دی، همدا علت دی، چې د ټول بشر د کیفیاتو او عاوطفو دا دومره متنوع تشریح، برداشت او تجربې یوازې په یو یا د یوه کس د برداشت د کیفیاتو له مخې نه ځوابېږي او نه یې دا ځواب ممکن دی؛ البته په عموم کې ویلی شو او هغه هم نسبي ویل دي، چې مثلاً که ژوند کوو، نو د ژوند یو ډېر اهم ضرورت ادبیات دي، هغه که د نفسي ادابو له مخې د ټولنیز ژوند کړه وړه دي او که په تحریري یا په لیکنۍ بڼه د علم او هنر ادبیات دي، دا ستاسې د پوښتنې په ژبه ځکه لولو، چې موږ ژوند کوو او چې ژوند کوو؛ نو ادبیات به لازمي لولو، کنه ژوند پېکه، بې خونده او بې رنګه بویه؛ یعنې ادبیات که زموږ ژوند ته همدا دوه ټکي هم پېرزو کړي، زه وایم دا هم کافي دي.
پوښتنه: ستاسې په اند ادبیات په یوه ټولنه کې څه بدلون راوستلی شي؟ او د خپلې تجربې له مخې یې څنګه تعریفوې؟
ځواب: د تعریف پوښتنه یې له پورتنۍ پوښتنې ډېره مختلفه نه ده، خو هغه څه چې زه یې ادبیات بولم، د هغې یوه ځانته او جلا دنیا ده، په دغه دنیا کې یوه برخه زما فکر، پوهه، عاوطف، تخیل او احساسات دي او بله هغه یې له همدې برخې سره تړلې د کتاب، لیک، لوست او تخلیق برخه ده، چې زه یې شاید د یو فرد په توګه په همدې دنیا کې په فردي ډول له خپلو ارمانونو، فکرونو او احساساتو او عاوطفو سره کله ژړولی یم او کله یې بیا خندولی یم، و دې شي، چې فکر، سوچ او تعقل ته یې هم درولی یم؛ اوس نو ته ووایه، دغسې یوې خوندورې دنیا ته سړي څه نوم او تعریف ورکړي، زه فکر کوم، داسې کیفیاتو او تخیلي او تعقلي احساساتو ته نوم او تعریف جوړول، نوم او تعریف ننګول دي. همدا ډول تاسې يې په ټولنه کې د بدلون پوښتنه وکړه، که چېرې د افرادو مجموعه ټولنه وي؛ نو بیا خو د یوه فرد یا د افرادو دغسې یوه دنیا لکه موږ چې پورته ادبیاتو ته منسوبه کړه، ډېره ضروري ده؛ بلکې وبه وایم، چې بغیر له دې دنیا یا له ادبیاتو پرته فرد بیا فرد نه دی یا په بله ژبه د افرادو لپاره ادبیات همغومره مهم دي، لکه د یوه ژوندي سري لپاره چې سا مهمه وي، اوس تاسې وګورئ، چې مثلاً که یوه شی دومره مهم وي، د هغې اهمیت یا نقش یې ظاهره خبره ده، چې همدومره مهم دی، زه په ټولنه کې د ادبیاتو پر بدلون له همدې زوایې باور لرم؛ چې دا په یوه ټولنه کې د خورا سترو بدلونونو د مرجعه ځای او ځایګی دی، البته دا بیا نوره پوښتنې دي، چې مثلاً په ځېنو ټولنو کې یې نقش ولې هغسې نه دی، لکه موږ چې یې ارزښت ښيو یا ولې خلک ادبیاتو ته هغومره ارزښت نه ورکوي، یا یې ولې په خلکو هغسې اثر نه نشته؟ زه یې د خپلو ادبیاتو په اساس درته وایم، همدا پوښتنه چې تاسې وکړه، دا بېخي یو ډول سطحي پوښتنه ده؛ مګر زه پوهېږم، چې تاسې یې د یوې اړتیا له مخې کوئ؛ یعنې زموږ د ژبې او خلکو په ذهن او اعتراض کې اوس هم دا شته، چې یعنې ادبیات څه؟ نو کله چې د یوې ټولنې خلک د ادبیات څه او ولې پوښتنې ته اړتیا لري، مانا دا چې نه یې په دوی کوم اثر شته او نه ورته کوم خاص ارزښت لري، زه باوري یم، چې که زموږ ادبیات، خلک او ټولنه د معقولو راوبطو په تار سره يې پېيله وای، دغه شته ناخوالې، جنګ و جدل، خشونت به کله هم په دومره کچه سرعت نه وای کړی، همدا علت دی، چې موږ د ادبیاتو په نقش یا بدلون ډېر جدي نه یو خبر او دا پوښتنه کوو؛ حال دا چې د ټولنو د بدلانه لومړۍ او اساسي درک همدا ادبیات دي .
پوښتنه: ادبیات ټولنیز علوم دي او له نورو علومو سره نږدې اړیکې لري، تاسې یې له اروپواهنې او فلسفې سره اړیکې څه ډول ارزوئ؟
ځواب: ټولنیز علوم له یوې مخې ټول سره داسې ارتباط لري، چې سړی ګمان کوي، که هره برخه ترې لرې کړې؛ نو نیمګړتیاوې به رامنځته شي، اوس اوس چې د علومو د یوه جال خبره هم کېږي؛ یعنې ټول سره پېیلي بولي، په داسې یو حالت کې د اصل یا غالب اړخ په پام کې نېول د هر څانګوال لپاره خورا مهم دي؛ مثلاً تاسې له ادبیاتو سره د فلسفې او ارواپوهنې د تړاو خبره وکړه، دا خورا مهمې برخې دي؛ خو دا په دې مانا هم نه دي، چې یو سړی دې فلسفه یا ارواپوهنه د ادبیاتو لپاره ولولي یا يې په یوه پنځونه کې ټول تمرکز په دې وي، چې دا فلسفي معقوله یا هغه اروايي خبره ډېره مهمه ده، که مهمه هم وي، ادبي رسالت به دا وي، چې د خبرې او معقولې پېرایه به یې ادبي یا هنري وي، ځکه د یو ادیب په توګه لومړی هدف ادبیات دي؛ یعنې زه که ادیب وم؛ نو لومړیتوب به مې ادبیات وي؛ نه فلسفه او ارواپوهنه!! دا ځکه چې زموږ لومړیتوب ادبیات ایجادول یا سپړل دي، ټول علوم مقدس دي او روابط یې مهم دي؛ خو اصل یا غالب اړخ یې همدا دی، چې که یو سړی په خپل اصل مسلک او څانګه کې د هر علم برخه ګډوي، پکار ده، چې لومړیتوب خپلې څانګې او مسلک ته ورکړي؛ نو ځکه له ادبیاتو سره د ګڼو علومو؛ بلکې د ټولو علومو ترمنځ معقول تامل د همداسې یوه ژمن لومړیتوب په اساس پکار دی.
پوښتنه: دا پوښتنه ډېره مطرح کېږي، چې ادبیات علم دی؟ که هنر؟
ځواب: رښتیا ده، دا پوښتنه ډېره کېږي؛ مګر زه نه پوهېږم دا ولې دومره مهمه پوښتنه ده، حال دا چې بېخي پوښتنه نه ده، موږ ادبیات له اوله سره په دوه لویو برخه سره ویشو، چې یو یې تخلیقي ادبیات او بل یې تحقیقي یا څېړنیز ادبیات دي؛ نو دا خو ځواب شوه، چې تخلیقي ادبیات یې هنري اړخ لري او تحقیقي یا څېړنیز ادبیات یې علمي هغه دي؛ نور نو ولې هسې ترې د چرګې او هګۍ مساله جوړه شي
پوښتنه: دغه دوه برخې، چې يوه یې تخلیقي ده او بله تحقیقي ده، ستاسو په فکر تخلیق یې اسانه دی؟ او که تحقیق؟
ځواب: دا دواړه برخې؛ بلکې هیڅ کومه برخه اسانه نه ده؛ خو شرط دا دی، چې سړی په دې برخو کې د کار او زیار معیار ته وګوري، داسې یوې مرحلې ته سړی څنګه اسانه ووايي، چې مرحوم ایوب صابر یې په اړه وايي:
له زړګي چې وینې وڅڅوم بیت شي
زمانې زما نقصان ته خو خیال وکړه
ما له ډېرو څېړونکیو اورېدلي، چې کله یې خپل کوم کار بشپړ کړی دی؛ نو دا یې د ژوند د خوښې شېبه وي او د ګڼو څېړونکیو شاهد یم، چې د خپل لیک او تحقیق لپاره یې په میاشتو او اوونیو خپل ځان په کور قرنطین کړی وي، دقیقاً به ډاکتر درمل دریاد کړم همدا اوس له خپلې کورنۍ لرې د خپلو لیکنیو پروژو لپاره خواوشا یوه میاشت قرنطین شوی و. څو کاله وړاندې په کابل کې حبیب الله رفیع صاحب راته وویل، چې خوب یې کم وي او د شپې په هره حصه کې چې له خوب راپورته شي، لیکل او لوستل کوي، مقصد د خبرې دا دی، هر کار د زړه په زور او درد کېږي، له زړه وینې څڅول به د شاعر خبره وي، خو د امد کیفیت یې تقریباً همداسې وي، د خپلو لیکنو او څېړنو لپاره د کور له وړو زړو میاشت خو لرې خبره ده، یوازې یوه شېبه هم د زړه درد او زغم غواړي؛ نو لیک او تخلیق دواړه د همداسې یوه ذهني او فکري توانمندۍ د ریاضت نامه ده، چې پر یو بل د اسانېدو تمیز یا توپېر یې چندان فرق نه سره لري؟
پوښتنه: تحقیقي او تخلیقي ادبیات په یو بل څه اغېز لري؟ ایا داسې کېدلای شي، چې یوه برخه یې له بلې برخې پرته پرمختګ وکړي؟
ځواب: موږ وویل، چې دا د ادبیاتو دوه برخې دي او له یوې او بلې جدا هم دي؛ ولې بیا هم په کلي ډول یې یې کور او کلی سره یو دی، پر مستقیم اغېز به یې سمه ده، چې سړی ډېر څه ونشي ویلی؛ خو عموماً د ادبیاتو لپاره دا دواړه برخې حیاتي او مهمې دي، دا دواړه برخې خپلې خپلې لیکنۍ او کیفیاتي ځانګړنې، اصول او ارزښت لري، چې پر یو او بل يې ډېر تکیه نه وي البته د څېړنې یا تحقیق ساحه دا تنوع ضرور لري، چې تخلیقي ادبیات د خپلو څېړنېزو کارونو او پروژو برخه وګرځوي؛ خو دا په دې مانا هم نه دي، چې اغېز به یې پر یو او بل خامخا ثابت وي.
پوښتنه استاد ښکلي په ادبستان کې لیکي، چې ادیب د فرهنګ په پياوړتیا کې تر هغې پورې موثر نقش نه شي ترسرولی، چې مورخ، مفکر، بل هنروال (انځورګر، سندرغاړی او…) ارواپوه، سیاینسپوه، مذهبي عالم او نور ورسره نه وي، تاسې د ادیب او د نورو څانګو عالمانو پر اړیکو څه وایاست؟ دویمه دا چې په یوه ټولنه کې څنګه کېدلای شي، چې ادیب او نورو څانګو عالمانو ترڅنګ د مینې، همکارۍ او خواخوږۍ اړیکې رامنځته شي؟
ځواب: د استاد ښکلي خبره سمه ده؛ خو د یوه فرهنګ په ټوله بشپړتیا کې دا یوازې ادیب نه دی، چې دا د نورو علومو څانګوالو ته اړتیا لري؛ بلکې دا نور څانګوال هم ادیب ته ضرورت لري، موږ پورته هم وویل، چې لومړیتوب پکار دی، دا ټول علوم په خپلمنځي راوبطو تړل د ژبې، فرهنګ او علومو ترمنځ بهترین تامل رامنځته کوي، ادبیات که په لویه مانا د لیکني او نفسي کړو وړو په مانا واخلو؛ نو زه خو وایم، چې همدا اوس په حیث د قوم او ملت زموږ مساله همدا اخلاقي او ادبي مساله تر ټولو زیاته بغرنجه مساله ده، یو مفکر، مورخ، هنروال، سیاینسپوه او مذهبي عالم که هر څه ولري؛ خو چې ادبیات ونلري، څه فکر کوئ، زموږ فرهنګ او یا یوازې همدا د علومو زده کړه او یا یې درس بسنه کوي؛ بلکل نه!! نو ځکه وايو، چې د فرهنګ په تکمیل کې دا ټول څانګوال سره په کار او هدف کې شریک دي، پاتې شوه دا خبره، چې څنګه ادیب او د نورو څانګو عالمان د مینې او خواخوږۍ اړیکې ولري؟ زه فکر نه کوم، چې دا کوم لوی تقابل او ټکر وي او یا دې یې داسې کوم محسوس تاوان موږ لېدلی وي، چې یو څوک دې یې په جدیت غور وکړي البته د طنز او ټوکو ټکالو ترحده دومره خبره حتماً کېدلی شي، زموږ د پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد ته د بیالوژۍ د څانګې کوم استاد ویلي وو، چې تاسې د ادبیاتو ولا ټوله ورځ په ګل او بلل تېره کړئ، ستاسې لا څه کار او ګټه شوه، هسې ساعتيري کوئ؟ استاد ورته ویلي ول، چې موږ خو ښه یو له ګل او بلل سره مو سروکار دی، خبره خو ستاسې خرابه ده، چې ټوله ورځ د چنجیو او مږکانو په تجربو مو مازغ او عمر وخوړ. یعنې دا ډول طنزي ظرافتونه خو شته؛ مګر رښتینی تاواني تقابل یې کله هم دومره نه دی، چې موږ دې یې پر اهمیت او ارزښت له سره غور پېل کړو، دا معلومه او روښانه کرښه ده، چې ټول علوم په عموم کې له یوه بله نېمګړي دي.
پوښتنه: په اوس وخت کې د نورو علومو په نسبت ادبي لیکنې یا که په عموم کې ووایو، ادبیات زیات پنځول کېږي، علت یې څه دی؟ ایا ادبیات اسانه شوي یا که د خلکو له نورو علومو سره دلچسپي نشته؟
ځواب: نه ادبیات اسانه شوي دي او نه له نورو علومو سره دلچسپي کمه شوې ده، که د خپلې ژبې خبره کوو؛ نو د تېر په پرتله په دې ټولو علومو کې څو چنده زیات کار شوی دی او لا هم روان دی؛ البته د کار معیار او زیار یې مبتدي ضرور ده، پاتې شوه د ادبیاتو خبره؛ نو دلته هم سړی ویلی شي، چې که په سهي مانا وارزول شي، د تېر په څېر د کیمیت خبره خو سمه ده، چې ادبیاتو ته مخه ډېره ده، ولې په کیفیتي لحاظ سړی نه شي ویلی، چې موږ د ادبیاتو د اوج په دور کې یو او نه هم ادبیات یوازې شعر او شاعري ده، چې یو څوک به یې د یو څو تنو د معاصرو لویو شاعرانو په توجیه ښه دور وبولي، خلاصه دا چې د کیمیت پر ځای یې کیفیت مهم دی.
پوښتنه: راځو د مرکې دویمې برخې ته، هغه هم ستاسې د کتاب اړوند یعنې د کره کتنې خوا ته، تاسې په خپل کتاب ادب تنقید او تیوری کې لیکي دي، چې کره کتنه او تنقید دواړه لفظونه د کارولو وړ دي؛ البته په عملي کارونه کې یې دقت پکار دی، له عملې کارونې مو منظور څه دی؟ که وضاحت یې وکړئ!!
ځواب: هو ما په خپل کتاب کې په دې اړه یوه مقاله لیکلې ده او موخه مې یې همدا ده، چې کره کتنه او تنقید د یو او بل بدیل لفظونه نه دي؛ بلکې دا دواړه لفظونه خپله بېلا بېله مانا او مفهوم لري، هلته دا بحث شته، پاتې شوه د عملې کارونې خبره؛ نو له دې مې موخه د نقد د لیکلو په وخت دا داوړه کلیمې په پام کې نېول منظور دي؛ یعنې نقد موږ په دوه برخو ویشو، چې یو ته یې نظري نقد او بل ته یې عملي نقد وایو، نظري نقد یا کره کتنه همغه ده، چې د یوې کره کتنې د تیوری او مکتب اصول او ځانګړنې بیانوي یا یې نظریه وړاندې کوي، همدا راز عملي تنقید بیا په یوې پنځونې د همدغه نظریې یا کره کتنې د تیوری تطبیق ته وايي؛ نو ځکه یې ما په عملي نقد کې د احتیاط خبره کړې ده.
پوښتنه: ښه کره کتنه له ادبي پنځونو سره څومره همکاري کولای شي؟
ځواب: له همکاری مو که موخه له یوې پنځونې سره مرسته کول وي؛ نو دا خو اوس واضحه ده، چې کره کتنه په هممهاله توګه له پنځګر سره د تخلیق په وخت کې ځکه هم وي، چې پرته له کره کتنې به یو پنځګر څنګه معلوموي، چې دا پنځونه کره ده او که نا کره؛ مطلب د تخلیق او کره کتنې همکاري او ارزښت سره نوک او ورۍ دي؛ اما که مو مقصد پر يوې پنځونې نقد کول وي؛ نو نقد هم یو ډول همکاري ده او د یوې پنځونې ارزښت، اهمیت او د ښه نیت له مخې یې ناسم اړخونه ښودل یا یې له پټو خواو دوړې څنډل او په معاصره ژبه نوې ماناوې او امکانات ترې راویستل دا یې ټول په همکارۍ کې راځي.
پوښتنه: ادبي کره کتنه څه ارزښت لري؟ او د ښې کره کتنې اصول څه دي؟
ځواب: څومره چې فکر کولای شې، همغومره یې ارزښت دی؛ بلکې له کره کتنې پرته هیڅ نشته؛ که ښه نه وي؛ نو بده څه شي دي، که رڼا نه وي تیاره څه ده؟ که ورځ نه وه؛ شپه به څه وه؟ دا یو ډول هغه ارزښت ده، چې سړی ویلی شي، چې کره کتنه نه وای؛ نو ژوند او ادب به نه وای، په همدې اساس کره کتنه د یوه بېل فکټور او قدر په توګه یو لاینحل ارزښت دی او همدومره ارزښتمن او متنوع اصول او ځانګړنې هم لري.
پوښتنه: زموږ د کره کتنې لوی عیبونه په څه کې دي؟
ځواب: زموږ یعنې د پښتو کره کتنې عیبونه، زه فکر کوم هر ژبه او د هغې کره کتنه خپل خپل مشکل او ستونزې لري؛ خو په لویو او وړو یې ویشل او یا یې هم تفکیک کول یو څه زړوره خبره غواړي؛ مثلاً یوه ژبه ده، هیڅ کره کتنه نه لري؛ نو د هغې لوی او واړه په څه سره وویشو، زه ناهیلی نه یم، خو دغه څه چې موږ یې لرو؛ د نورو ژبو په نسبت یې په وړوکې د مالګې هومره اندازه هم نه ده؛ نو کره کتنه څه وبولو، دا سمه ده، چې استثنا شته؛ خو دلته خبره او مقصد عموماً ده.
پوښتنه: د تنقید درې ستون چې تاسې په خپل کتاب کې هم ذکر کړي دي، چې ماضي، حال او مستقبل یې بللی شو، د دغه ستونو پېژندل د یو نقاد لپاره څومره اړین دي؟
ځواب: که مې هلته دا خبره نه وي کړي؛ نو اوس به یې ووایم، چې دا د یو کلیت اساس دی، هغه څه چې پرون ونه لري؛ نن یې له کومه شو او چې نن نشته، ظاهره خبره ده، چې سبا به هم نه وي، که خبره له فلسفي اندازه راوباسو؛ نو وایم، چې یو ادیب یا کره کتونکي ته دا لازمه ده، چې هغه دې د خپلو نننیو ادبیاتو لپاره د پرون یا د پخوانیو ادبیاتو مطالعه ضرور وکړي، همدا د نن او پرون مطالعات او شعور به وي، چې د سبا ورځې د ادبیاتو اساس او بنسټ به تضمین کړي.
پوښتنه: ذاتي تنقید او تاثراتي تنقید یو له بل سره څه اړیکه لري؟ بله دا چې په ذاتي تنقید کې نظریاتي تعصب ولې زیات وي؟
ځواب: تاثراتي تنقید له همدې ذاتي تنقیده انګیزه اخلي، تاثراتي تنقید مانا دا چې دا تنقید کوم نظري یا علمي اساس نه لري؛ بلکې یو شخص یا فرد خپل تاثر یا اثر بیانوي همدې ته ذاتي او تاثراتي تنقید وايي او تعصیب یې هم ځکه طبعي وي، چې یو خو یې اساس فردي یا ذاتي وي، بل یې کوم فکري او نظریاتي یا علمي تړاو هم نه وي؛ نو ځکه یې متعب تنقید هم بولي.
پوښتنه: د یوې پنځونې د تنقیدي جاج لپاره مهم شرایط څه دي؟
ځواب: مهم شرطونه یې شاید زښته ډېر وي؛ خو که په لنډه یې وایو؛ نو ټول هغه اصول او نظریات چې معاصره تیوري یې د کره کتنې او تنقید لپاره لازم بولي هغه ټول مهم شرطونه دي؛ معاصره ادبي تیوري د معاصرې کره کتنې او تنقید اساس او بنسټ دی.
پوښتنه: تاسې په خپل کتاب کې د عملي تنقید په بنیادي چلندونو کې درې مهم اصول ذکر کړي دي، چې لومړۍ د یوې پنځونې فني برخه ده، دویم یې ژبنۍ اړخ دی او درېیمه یې فکري یا موضوعي برخه ده، پوښتنه دا ده، که یو نقاد په دغو دریو برخو اګا نه وي، هغه په یوه پنځونه نقد کوي، ستاسې په نظر دا ډول نقد د یوې ژبې ادب ته څومره تاوان اړولی شي؟
ځواب: تاوان چې یې هر څومره وي؛ مګر تاوان ــ تاوان وي، په لږ او ډېر به یې سړی څه ووایي؛ البته د نقد په پورته یادو برخو چې څوک اګاه نه وي؛ مانا دا چې نقد او کره کتنه یې داسې ډېره ګټوره او خوندوره نشي کېدای، ما پورته هم د معاصرې تیورۍ خبره وکړه، معاصره تیوري د همداسې یوه فني نقد او کره کتنې د اصولو او مبادیاتو خبره کوي.
پوښتنه: ښه کره کتنه او ښه نقاد باید څه ځانګړتیاوې ولري؟
ځواب: د ښه نقداو کره کتنې لپاره یو نقاد باید هغه ټولې ځانګړنې ولري چې پورته مو د نقد او کره کتنې لپاره لازمې او مهمې وبللې، زه یې د شمیر تر حده د هغه ځانګړنو پلوی نه یم، چې موږ یې دا ډېره موده یو ډول کلیشيي یادونه کوو.
پوښتنه: کله چې یو لیکوال لیکنه وکړي؛ نو ټولنې ته له خپرېدو مخکې باید کوم اصول په خپله پنځونه کې عملي کړي، ترڅو دا لیکنه یا اثر یې د ادب د پياوړتیا وړ واوسي؟
ځواب: داسې یو مشخص کوم قید یا عمومي پابندي نشته؛ بلکې د هر ژانر هغه که لیکنۍ وي یا منظوم فورم وي، د هغې خپل خپل اصول یا فني رویات وي، چې که کومه لیکنه یا پنځونه یې ونه لري، زه فکر کوم ادب څه چې په خپله هغه شی هم بې ارزښته وي او د بې ارزښته ادب یا پنځونو به څه پياوړتیا وي؛ نو دا یوه عمومي خبره ده، چې له خپریدو مخکې باید هر لیکوال او پنځګر يوه لیکنه او پنځونه د زړه په درد او حسیاتو ولیکي، زړه ورسره وخوړی، یوازې خانه پوري کومه ګټه نه لري.
پوښتنه: زموږ په ټولنه کې کله چې کتاب چاپ شي، بیا نو کره کتونکي پري نظریات لیکي. دا ډول کره کتنې څه ډول ارزوئ؟ که دغه نقدونه له چاپ مخکې په لیکوال وشي؛ نو څنګه به وي؟ یا که لیکوال خپل اثر تر چاپ مخکې کره کتونکیو ته وړاندې کړي ایا ښه به نه وي؟
ځواب: یوازې زموږ په ټولنه کې نه؛ بلکې دا هر چېرته یا په نورو ټولنو کې هم دا دود شته، اصل مساله دا نه ده، چې ارزونه یا کره کتنه یې مخکې وشي او که وروسته، د مخکې وروسته دواړو کره کتنو بېلګې له موږ سره شته، دغه سریزې یا په علمي رتبو چې کوم تقریضونه لیکل کېږي، دا ټول یو ډول له خپریدو مخکې ارزول او کره کتنه وي؛ خو تاسې ګورئ، چې دا ټول مخ ملازې او ستاینې وي، چې ارزول او کره کتنه یې نه بولو، مقصد دا چې موږ سره دکره کتنې یا د ارزولو ښه سمه نیستي ده. د مخکې یا وروسته مساله یې ماته چندان نه ښکاري، بل دا خبره هم کېږي، حتی یو وخت مې واورېدل، چې ځېنو فرهنګپالو اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وړندیزاوله، چې یو اثر له چاپ مخکې دوی وارزوي او یا یې یوه کومه دولتي یا رسمي کومیټي منظور کړي؛ خو دا ټول د اوسنیو فکري او فرهنګي ازادیو د سانسور په زمره راځي، خصوصاً دا ډول خبرې دا د دولتي چوکاټ خلک ډېرې کوي؛ ولې موږ پوهېږو، چې علمي او فکري کارونه د دولتي او حکومتي ارګانونو له سطحې ډېر پورته او لوړ دي او دا عیناً ماته یو ډول بې ځایه تکلف او مضمر احتیاط ښکاري.
پوښتنه: په ځان کره کتنه څه ښه والی لري؟ که یو لیکوال د نقاد او خلاق ذهن څښتن نه وي یا د خپل لیک د سمونې هنر ورسره نه وي؛ نو ایا پنځونه به یې نیمګړې نه وي؟
ځواب: په ځان کره کتنه هغه چې اوردو وال یې خود تنقیدي بولي، دا ډېر اهم عمل دی، له بده مرغه زموږ خلک ورسره لا نه دي بلد، بلکې دا ورته یو ډول کم علمي او کمه راتلنه ښکاري، حال دا چې دا یوه موزونه لويي ده، عظمت دی او حتی دا د جینیس خلکو مهمه ځانګړنه ده، ماته په خپله همدغه ډله خلک ایډیال دي او سخت خوند راکوي، چې د خپل علم او شخصیت دا ځانګړنه یې په برخه وي. پاتې شوه دا چې یو څوک نقاد نه وي نو د هغه د لیک او تخلیق د نیمګړتیاوو خبره، دا نو اوس ډېره مهمه نه ده، چې یو څوک پنځګر دې خامخا د نقاد لېبل یا سټیکر هم ولري؛ بلکې په خپله تخلیق او تنقید بېخي سره لکه یو مشترک عمل له یو بل سره تړلي دي، زه یې د خپلې مشاهدې له مخې وایم، چې د تخلیق مرحله یا شېبه بلکل د تنقید مرحله او شېبه ده؛ خو دا چې غالب اړخ یې تخلیق دی؛ نو ځکه پکې تنقید دویمه درجه یا ضمني ارزښت لري؛ نور نو دا یوه خبره ده، چې تخلیق کار یا پنځګر وي، دای حتماً نقاد او کره کتونکی هم دی، یوازې رسمیت نه لري.
پوښتنه: د استاد ښکلي د یوې لیکنې د پېل جملې دي، چې موږ د کره کتنې کار ته ډېر زړه نه ښه کوو، ستاسې په اند علت یې څه دی؟
ځواب: همدا پورته ځواب، چې خودتنقیدي عمل یا د نورو تنقید مو د شخصیت او علم برخه نه وي، چې نه يې په خپله کولای شو او نه هم د نورو زغملی شو، زه وایم تر دې لوی علت یې بل هیڅ نه دی، دا بېخي یو ډول مریض حالت دی، له تنقید او کره کتنې هیڅوک مستثنا نه دي، هغه چې ځان له دې مبرا بولي، سر یې نه دی خلاص، د علم او معرفت اصل او جوهر یې نه دی پېژندلی، تر هغې د ښې ورځې مخ يې تور ټکی شه، چې همدغه د نقد او تنقید یا کره کتنې دا بایللي ارزښتونو مو نه وي خپل کړي او علت یې همدا دی، چې زغم یې نه لرو، هغه چې وايي دلته هر سړی من دی، څوک له چا کم نه دي، زه وایم هېڅوک رښتیا هم کم نه دي، خو د ا عتراف یا منښته د بل پر وړاندې خوند کوي، کاش دغه د کره کتنې یا تنقید پر وړاندې زموږ فرهنګ همداسې د یوه ارزښت مننونکي شي.
پوښتنه: مننه مو کوم، چې زموږ پوښتنې مو ځواب کړې!!
ځواب: ستاسې هم مننه چې په پوښتنې مو وکړې، خدای مو خوښ او خوشاله لره.