پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبليکوال ژورناليست استاد سعدالدين شپون | امیرجان وحید احمدزی

ليکوال ژورناليست استاد سعدالدين شپون | امیرجان وحید احمدزی

د پوښتنو پاڼې مې مخې ته کېښودې، خو له لومړۍ پوښتنې وروسته چې کله او څنګه له ژورنالیزم سره بلد شوې؟ پوښتنې مې له مخې چپې کړې، ځکه  استاد ویل نه ژورنالیست وم او نه ژورنالیست یم.
ښایسته شیبه غلی وو، د تندي په ګرولو سره یې په کانټينینټل هوټل کې د هغه مهال د یو سیمینار په کیسه چوپتیا ماته کړه. ویل، غالباً ۱۹۶۴ کال وو. سیمینار د معاصرو ادبیاتو په اړه وو. زه په دې غږېدم چې ادبیات مو ولې مخ په ځوړ شو؟ لا مې خبرې نه وې تمامې، حبیبي صاحب لاس را اوږد کړ، مایک یې رانه کش کړ او ویل یې.  ته موږ د پښتو شپون بللې، خوقصاب وختې.
له شمس النهاره بیا تردې مهاله د افغاني مطبوعاتو ۱۳۹ کلن تاریخ ته چې ځير شو، نو د استاد شپون په څېر د لویو لیکوالو، څېړونکو او ادیبانو له برکته مو مطبوعات په سیمه او هېواد کې ځلېدلي دي.
د پخواني پاچا د واکمنۍ وروستۍ لسیزه چې د ولسواکۍ لسیزه  یې هم بولي د استاد شپون د همزولو ادبي هستیو له برکته د مطبوعاتو ذرینه دوره ګڼل کېږي. د دغه پېر اکثر لیکوال او ادیبان مو د مولوي عبدالروف کندهاري په مشري د سراج الاخبارانجمن او اخبارله برکته وغوړېدل، ځکه سراج الاخبار د روښنفکرانو غورځنګ  ته منډ جوړ کړ او یاد غورځنګ د اصلاحاتو، زده کړې او د وینا ازادۍ پر وړاندې پراته خنډونه او مخالفتونه هوار کړل.
د استاد شپون  په خبره په یو حساب چې څه قلم راواخلې، نو له همدې شیبې ژورنالیست یې، نو که دا معیار وګڼو، په دې حساب زه د پوهنتون له مهاله ژورنالیست یم. هغه مهال  زه،  اشرف غني او حکیم تڼیوال د یوې لارې لارویان وو. په پوهنتون کې استادان وو، بهاوالدین مجروح مو مشر وو. په رخصتیو کې به مو ساحوي څېړنې (field research ) کولې. بیا به مو د هغو پایلې سره شریکولې او خپرولې، خو چې کمونستان راغلل، نو بیا هر یو په خپله مخه لاړ، زه پېښور ته وتښتېدم، هلته  د ملایانوګواښونه وو، خو زما له مولوي خالص سره اشنایي وه. بیا مې پښه په ماین والوته، دا هغه راز دی چې تراوسه مې چاته نه دی ویلی، خو تاته یې وایم.
استاد شپون  په شپېتمو کلونو کې ډنمارک ته لاړ، ویل کلاوس چې ولیدم په پښه نګوښېدم، نو ویل یې نور له فیلډ ریسرچ ووتلې، پوهنتون کې درس ورکوه، ما ویل خو پوهنتون ته څنګه لاړ شم، ویل پوهنتون به درپسې همدلته راشي.
استاد شپون دوه کاله وروسته له امریکا غږ پښتو خپرونې سره کار پیل کړ.  قدیر فهیم، حبیب الله تږی او فضل نور هم هلته وو. استاد شپون وایي راغلي لیکونه او زموږ ځوابونه، د بوډۍ ټال او یوه بله خپرونه وه چې اوس یې نوم رانه هېر دی، خو له سپوږمۍ سره مې ګډه چلوله. په خلکو ګران وم ، ځکه خپلو اورېدونکو ته مې دروغ نه دي ویلي او نه مې هم تېراېستلي دي. د ګرانښت او ستاینو تر څنګ یوه نیمه ښکنځل هم راته شوې ده.
استاد شپون وایي په امریکا غږ کې دا نور د پښتنو په اړه بدګومانه وو، ویل به یې چې دوی چندان په سور نه دي، اپلتې وايي، نوزموږ لپاره یې په راډیو کې یو کمانډ فعاله کړ چې five second delay  یې باله، د دې کمانډ کمال دا وو چې که به تېروتنه وشوه او یا به دې داسې څه وویل چې پرې پښېمانه به وې، نو که تر پنځو ثانیو به دې هغه تڼۍ کېکاږله، نو نه به خپرېدله، خو په امریکا غږ کې  زما د کار په موده کې د دغې تڼۍ کېکاږلو ته اړتیا پېښه نشوه.
د استاد شپون پلار د اتحاد خان اباد او ورور یې د ګهیځ مسوول وو. استاد وایي د اتحاد خان اباد په وخت کې مې نه نوم وو او نه نښان، ځکه لا نه وم زېږېدلی.
استاد شپون وایي، ګهیځ لالا مې ډېر پساتي وو. لیکنې یې کولې، خو خپرولې یې نه. په خپله کوټه کې یې پټې ساتلې. کله به چې نه وو، نو په غلا به مې لوستلې. عجیب غریب شیان یې لیکل، یوه نیمه د مینې خبره به هم په کې وه. د ګهیځ لالا لیکنو په ما هم پسات وکړ. دا اوس چې زه څه یم دا مې د لالا له برکته یم، ځکه تل یې زده کړو ته هڅولم. لالا مې  جنجالي وو. تیږه به یې پورته اچوله او سر به یې ورته ونیوه. لالا مې باید مړ شوی وای او همغسې مړ هم شو.
استاد شپون د پخوانیو او اوسمهالو افغاني مطبوعاتو د پرتلنې په اړه وویل پخواني مطبوعات پردي پالي نه وو او نه هم د اوسمهالو هغو په څېر د افغانستان د تجزیې ارمانجن وو. د اوسنیو مطبوعاتو یوازینی امتیاز پرېمانه امکانات او اسانتیاوې دي، خو درېغه چې له دغه امتیاز څخه هغسې ګټه چې ښایېدله وانه خیستل شوه. نه په کور دننه وځلېدل او نه یې منظم او دایمي مینه وال او علاقمندان وموندل.
د جګړې له لسیزو دمخه افغاني مطبوعات په سیمه او ګاونډ کې خپل لوستونکي او علاقمندان لرل. ډاکټر روان فرهادي په خپل کتاب (مجموعه مقالات محمود طرزی) کې د عدلیې وزارت د تمیز د یوه پخواني رئیس محمدامین خوګیاڼي له قوله چې وروسته د مشرانوجرګې غړی شو وایي:
( په ۱۹۱۵ کال چې پېښور  پوهنتون کې محصل وم، نو د پوهنتون استادان او محصلین به د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته د پوهنتون په کتابتون کې د سراج الاخبار د لوستلو لپاره صف کېدل او هره نسخه چې ۱۶ مخه به وه، د یوې او بلې څخه بېلولې او ۱۶ کسانو به په یوه وخت کې لوستله. د هر کس تر څنګ به څلورو نورو کسانو د جریدې د لوستلو انتظارکاوه. د پوهنتون کتابتون ته ۴ ګڼې راوړل کېدې، نو په دې حساب به ۲۵۶ کسه د سراج الاخبار د مطالعې لپاره صف کېدل)
افغاني مطبوعاتو هغه مهال د ښه کیفیت او ګټورو لیکنو له برکته په هند، ایران،فرانسه، ترکیه او عربي هېوادونو کې ګڼ مینه وال لرل. سراج الاخبار یې غوره بېلګه ده، ځکه یاد اخبار چې کابو سل کاله دمخه خپرېده، خو  د منځپانګې، تنوع او لوړ کیفیت له پلوه د لندن له نننۍ اکانومیسټ Economist خپرونې سره د پرتلنې وړ دی. 
نن سبا د پرېمانه امکاناتو،اسانتیاو او ازادي باوجود د نړۍ او سیمې په کچه د سیالۍ او پرتلنې وړ مطبوعات نه لرو. حتی اکثر مطبوعات مو په کور دننه هم منظم علاقمندان او مینه وال نه لري. د اوسنیو مطبوعاتو د ستونزود حل او د کیفیت د ښه والي په اړه مې د استاد نظر وپوښت. ویل، چې یوځل افغانستان تجزیه شي او همدغه د افغانستان د تجزیې ارمانجن مطبوعات د تجزیې بې خوندي وڅکي، نو هغه وخت به یې سد سر ته ورشي او بیا به ایله اصلاح او په لاره شي.
استاد شپون د پښتو ژبې صاحب سبک لیکوال دی. داسې سبک چې د رواني، خوږلني، طبیعي والي او اساني تر څنګ د طنز پرېمانه خواږه هم لري. استاد شپون د کلیمو په انتخاب او استمعال کې زیات دقت کوي، هره کلیمه یې په اسانه نه شي قانع کولی.
د استاد د همدغې ځانګړنې په اړه مې د صدیق الله بدر په یوه لیکنه کې د استاد غضنفر له خولې  ولوستل (( زه چې د ده د نثر دې خصوصيت ته ګورم، نو اكثره وخت د فرانسې د نولسمې پېړۍ د يو ډېر نامتو نثر ليكونكي او ناول ليكونكي ګوستاوفلوبر، يوه جمله راپه يادېږي، چې غواړم دلته يې هم تكرار كړم. ګوستاو فلوبر وايي: د ويلو لپاره، چې څه لرې، د هغه څه لپاره يوازې يوه کليمه ده، چې بيانولى يې شي، يوازې يو فعل دى، چې خوځولى يې شي او يوازې يو صفت دى، چې توصيفولى يې شي. نو په كار ده، چې د هماغې يوې کليمې په موندلو پسې وګرځې او دومره ورپسې وګرځې، چې بلاخره پيدا يې كړې. دا ښه خبره نه ده، چې په داسې كلمو قانع شې، چې هماغه نه وي، خو هماغه ته ورته وي)) .
استاد شپون د پوهې، مهارتونو او تجربولویه هستي ده، خو د دغې هستي پېژندنه هغومره ساده نه ده لکه څنګه یې چې فکر کوو، ځکه استاد د ژوند او لیکوالۍ ګڼې او ګټورې تجربې لري. له ځوانو لیکوالو او څېړونکو د استاد شپون د سپړنې او لا ښې پېژندنې تمه کېدلی شي.
استاد شپون او د ده د لیکوالۍ له کمالونو خبر لیکوال به د استاد هومره په لیکنو کې زیات بریالي وي، نو ځوانانو ته ښایي چې د استاد د قدرونې او د خپلو بریاو په موخه یې هم  په خپله وپېژني او هم یې د پوهې او هنر خواږه اوښېګڼې سباني نسل ته ورسوي، څو د استاد شپون د پوهې په رڼا د خپل مزل او منزل  لوړې او ژورې رڼې او وځلوي. استاد دې خدای په عزت لري، ژوند یې زرغون غواړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب