جمعه, مې 10, 2024
Home+د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره ده.

ازبکي د ازبکستان، چې د منځنۍ اسیا تر ټولو ګڼ نفوسه هیواد دی، رسمي اوملي ژبه ده. په دې ژبه په ازبکستان، افغانستان او د منځنۍ اسیا په نورو هیوادونو کې شاوخوا ۴۴ ملیون تنه خبرې کوي.

له ازبکستان وروسته ډیر ازبکي ژبي په تاجکستان، افغانستان، قرغیزستان، او روسیې کې اوسي.

ازبکي، چې د تورکي (ترکي) ژبو یوه مهمه څانګه ده، د تورکیې له تورکي وروسته د ویونکو له پلوه دوهمه ستره ژبه ده.

دا ژبه د عربي او فارسي تر اغېز لاندې ده. په افغانستان کې ازبکي د پښتو اودري په شان په عربي لیکدود لیکل کېږي خو په ازبکستان کې حکومت د ۲۹۲۱ په فبرورۍ کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ له جنورۍ څخه غواړي ازبکي له سیرلیک یا روسي لکیدود څخه په لاتیني لیکدود واړوي. تر دې مخکې هم د ازبکستان حکومت څو ځلې په لاتیني لیکدود د ازبکي د اړولو ژمنه کړې وه.

که څه هم ازبکانو په تاریخ کې لویې امپراتورۍ لرلي خو د پښتنو په شان یې خپلې ژبې ته چندان پام نه دی کړی.

د افغانستان د جمهوري نظام په اساسي قانون کې ازبکي ژبه په هغو سیمو کې چې اکثریت یې ازبک دي د پښتو او دري ترڅنګ رسمي ژبه ګڼل شوې ده او اوسیدونکي یې په خپله ژبه د تعلیم حق لري.

دا ډول حق نه په ایران او نه په پاکستان کې نورو قومونو ته ورکړل شوی دی.

تخار، سمنګان، جوزجان، سرپُل او فاریاب هغه ولایتونه دي چې اکثره یا د ډیر شمېر اوسېدونکو مورنۍ ژبه یې ازبکي ده.

دغه راز په بدخشان، بلخ، بغلان او کندوز کې هم د پام وړ شمېر ازبکان اوسي.

د شمال په یادو ۹ ولایتونو کې د پام وړ شمېر پښتانه، تاجک او ترکمن هم د ازبکانو ترڅنګ د وروڼو او خویندو په شان ګډ ژوند کوي.

نو د میزان ۲۹ د ازبکي ژبې ورځ دې ټولو افغانانو په تېره بیا ازبکانو ته مبارکه وي. هیله ده چې دا ورځ د ازبکي ژبې ودې او پرمختګ ته د توجه سبب شي.

1 COMMENT

  1. 29 میزان، اۉزبېک تیلی نینگ ملى کونیني بوتون افغانستان خلقى، اینیقسه‌، بو یورتده‌گی توركى خلقلرگه تبریکله‌یمن!
    افغانستانده‌گی اۉزبېکلر اۉزی نینگ جسارتی، مدنیتی بیلن افغانستان نینگ گۉزللیگی، اهالیسی و آزادلیگیگه همیشه‌ فعال حصه‌ قۉشیب کېلگن، عيني حالده مملكت ترقياتى اوچون ملي، مدني و حربي بوليملرده شخصلرنی یېتیشتیرگن شرَفلی و جسور خلقدیر.
    اۉزبېک تيلى ملى کونی مبارک بۉلسین
    توفیق قریشی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب