تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) په بلوچستان کې د افغان کډوالو لس کمپونه په بشپړ ډول وتړل شول، او شاوخوا ۸۵ زره افغانان چې په دغو کمپونو کې اوسېدل، بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.
پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ د خپل هیواد د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې راپور ورکړ چې د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان کډوالو لس کمپونه په بشپړ ډول تړل شوي دي.
له دغو کمپونو څخه یو په کوټې ښار کې، دوه په پښین، درې په لورلایي، درې په چاغي او یو په قلعه سیفالله کې موقعیت درلود.
په دغو ټولو کمپونو کې شاوخوا ۸۵ زره افغان کډوال اوسېدل، چې اوس بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي. د چارواکو په وینا، په ټول بلوچستان کې نژدې ۵ لکه افغان کډوال د کډوالو د کمیشنر په دفتر کې راجستر شوي وو.
له بلېخوا، په کوټه کې د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد عملیات هم روان دي، او یوازې د یکشنبې په ورځ ۳۸۸۸ افغان کډوال چې اسناد یې نه لرل، نیول شوي دي.
د سپین بولدک وروستي بدلونونه
سرچینې وايي چې د سپین بولدک لار یوازې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره بېرته پرانیستل شوې ده.
د ځینو حساسو موضوعاتو له امله، د عامو خلکو د تګ راتګ اجازه لا هم نه ده ورکړل شوې.
د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ګمرک اړوند مسوولان خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
پرون (دوشنبې) یوازې تشو لاریو ته د تګ اجازه ورکړل شوې، او افغان موټروانانو ته د پاسپورټ او ویزې لرل لازمي ګرځول شوي دي.
د سرچینو په وینا، د همدې شرایطو پر بنسټ به د تورخم لار هم نن (سې شنبه) پرانیستل شي.
نورې درې لارې — غلام خان، انګور اډه او خرلاڅي — تر اوسه د فعالېدو لپاره نه دي پلان شوي.