تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۱ مه) د اسلامي همکارۍ سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار له بندیزونو سره د مخالفت په ترڅ کې وویل چې د ښځو د عزت ساتل او په کورنۍ او ټولنه کې د هغوی د ونډې پیاوړتیا د افغانستان د پرمختګ، پراختیا او سولې لپاره ضروري ده.
د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال طارق علي بخیت د چهارشنبې په ورځ د مصر په پلازمېنه قاهره کې یوې نړیوالې غونډې ته په ویډیويي پیغام کې، چې د سازمان د سرمنشي په استازیتوب یې وړاندې کاوه، دا څرګندونې وکړې.
دا غونډه د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د مصر د ښځو ملي شورا او د عربو د کورنۍ سازمان په همکارۍ، «د مضبوطې کورنۍ لپاره د ښځو پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
د اسلامي همکاریو سازمان تر دې مخکې هم څو ځله له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار بندیزونه لغوه کړي. دغه سازمان په ۲۰۲۳ کال کې د سعودي عربستان په جده ښار کې په یوې فوقالعاده غونډه کې له زدهکړو او کار څخه د ښځو محرومول د هغوی د اساسي حقونو خلاف عمل بللی و.
د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم د ۲۰۲۵ کال په جون کې په استانبول کې د یوې غونډې پر مهال د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو او د ښځو پر کار د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.
دغه سازمان د ۲۰۲۵ کال د بهرنیو چارو وزیرانو په پرېکړهلیک کې د نجونو پر زدهکړو، په ځانګړې توګه په طبي برخو کې د هغوی پر زدهکړو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د ۲۰۲۶ کال په جولای کې په اسلاماباد کې د ښځو د چارو وزیرانو په غونډه کې یې هم د طالبانو محدودیتونه له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې بللي او د لغوه کولو غوښتنه یې کړې وه.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د شمېرو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې له ۲.۶ میلیونه ډېرې افغان نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د نجونو له زدهکړو محرومول د کمعمره ودونو، د ماشومانو د کار، تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې خطر زیاتوي.
یونیسف اټکل کړی چې د ښځو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو دوام به تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان د شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکو او د روغتیا په برخه کې د ۵ زره او ۴۰۰ ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي. د دغه بنسټ په وینا، دا محدودیتونه به د افغانستان اقتصاد ته هر کال ۸۴ میلیونه ډالره زیان هم ورسوي.