Homeخبرونهداسې وسیله جوړه شوه چې له انسولین پرته د وینې د شکر...

داسې وسیله جوړه شوه چې له انسولین پرته د وینې د شکر اندازه راټیټوي

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۰ مه) د شکر یا قند ناروغۍ د درملنې په برخه کې یو نوی پرمختګ شوی دی. د سویس ساینسپوهانو داسې یوه وسیله جوړه کړې چې له انسولین پرته د وینې د شکر کچه راټیټولی شي. بل لور ته، یوې نوې څېړنې ښودلې چې د «جي‌اېل‌پي‌ـ۱» درمل د دوېیم ډول شکر ناروغۍ د خطر په کمولو کې هم مرسته کولی شي.

د سویس د زوریخ د فدرالي ټکنالوژۍ انستیتیوت (ETH Zurich) څېړونکو دا نوې وسیله جوړه کړې ده. دا وسیله د بدن دننه ځای پر ځای کېږي او د برېښنا په مرسته په وینه کې اضافي بوره په «ګلوکونیټ» بدلوي. پښتورګي دغه ماده د ادرار له لارې له بدنه باسي.

د څېړنې له مخې، دا وسیله د بېسیم ټکنالوژۍ په مرسته کار کوي او د وینې د شکر د اندازې د پرله‌پسې څارنې له یوه سیستم سره تړلې ده. پر موږکانو په ازمېښتونوو کې دې وسیلې په خپله د وینې د شکر کچه کنټرول کړې ده.

په ازمېښتونو کې دا هم څرګنده شوې چې دغه وسیله د بدن د زېرمه شوې وازګې په کارولو کې مرسته کوي. څېړونکي هیله لري چې په دې ډول به د شکر او چاغښت دواړو درملنه په یوه وخت کې ممکنه شي.

بل لور ته، یوې نوې طبي څېړنې ښودلې چې په هغو کسانو کې، چې د چاغښت او د شکر ناروغۍ په لومړني پړاو (پری‌ډایبېټس) کې دي، د «جي‌اېل‌پي‌ـ۱» درملو کارول د دوهم ډول شکر ناروغۍ د رامنځته کېدو خطر تر ۳۱ سلنې پورې راکموي.

یادونه: لومړنۍ وسیله لا هم د ازمېښت په پړاو کې ده او پر انسانانو یې د اغېزمنتیا او خوندیتوب په اړه لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...