Homeخبرونهپه لیبیا کې لږ تر لږه ۲۲ افغان بندیان خوشې او بېرته...

په لیبیا کې لږ تر لږه ۲۲ افغان بندیان خوشې او بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۰ مه) باختر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې دا بندیان په قاهره کې د افغانستان د سفارت په همکارۍ خوشي شوي دي. دغه سفارت د لیبیا په تړاو دیپلوماتیکې چارې هم پر مخ وړي.

د راپور له مخې، هڅې روانې دي چې په لیبیا کې نور نیول شوي افغان وګړي هم خوشې او هېواد ته راستانه شي.

خو د طالبانو چارواکو د خوشې شویو کسانو هویت، د نیول کېدو لاملونه او په لیبیا کې د پاتې افغان بندیانو شمېر نه دی په ډاګه کړی.

لیبیا اروپا ته د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د پناه غوښتونکو د تګ یوه مهمه سیمه ګڼل کېږي. د افغانانو په ګډون د افریقا او اسیا زرګونه وګړي، د خوندي ژوند او ښو اقتصادي فرصتونو په لټه کې له دې هېواد څخه د تېرېدو هڅه کوي.

په دې هېواد کې د کډوالو د ساتنې په مرکزونو کې له هغوی سره د چلند په تړاو هم نړیوالې نیوکې شوې دي. نړیوالو بنسټونو په خپلو راپورونو کې د کډوالو خپلسرې نیونې، ناوړه چلند او د بشري حقونو نورې جدي سرغړونې مستندې کړې دي.

په یوه بله اړونده پېښه کې، رویټرز خبري اژانس د اکتوبر په ۲۸مه راپور ورکړی و چې د لیبیا ختیځې ادارې د ایران او افغانستان د وګړو پر تګ راتګ بندیز لګولی او هغوی ته اجازه نه ورکوي چې د ځمکنیو، سمندري او هوايي بندرونو له لارې د دې ادارې تر واک لاندې سیمو ته ننوځي.

دې ادارې همدارنګه ویلي و چې هغه افغانان او ایرانیان به له هېواده وباسي چې د استوګنې قانوني اسناد ونه لري.

لیبیا لا هم د ختیځې او لوېدیځې برخې د سیالو ادارو ترمنځ وېشل شوې ده. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې چې رویټرز ته ورکړل شوې وې، د ۲۰۲۶ کال په جون کې په لیبیا کې تر ۹۰۰ زره ډېر کډوال اوسېدل.

د افغان بندیانو د خوشې کېدو تازه اعلان په داسې حال کې کېږي چې په لیبیا کې د کډوالو د خوندیتوب او له هغوی سره د چلند په اړه اندېښنې لا هم شته. خو دا لا روښانه نه ده چې څومره افغانان په دغه هېواد کې بندیان یا نیول شوي دي او نور به څه وخت خوشې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...