تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۰ مه) د اریانا افغان هوايي شرکت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابل–اسلاماباد–کابل لپاره یې د الوتنو د ټکټ بیه له ۱۹۰ ډالرو څخه ۱۷۰ ډالرو ته راکمه کړې ده.
د دغه شرکت په وینا، مسافر اوس کولی شي د پخوا پرتله په ۲۰ ډالره ارزانه د دې لارې ټکټونه واخلي.
دغه شرکت د محصلانو لپاره د ځانګړي تخفیف په توګه د ټکټ بیه ۱۵۰ ډالره ټاکلې ده.
اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د دې پرېکړې هدف د سفر د لګښتونو کمول او د مسافرو او محصلانو لپاره د هوايي سفر اسانه او ارزانه کول دي.
خو شرکت نه دي ویلي چې په اوس حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې نشته او پاکستان افغانانو ته وېزې نه ورکوي، څوک او څومره کسان د کابل – اسلام اباد ترمنځ تګ راتګ کوي.