شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبد ژوند نغمه/ استاد ګل پاچا الفت

د ژوند نغمه/ استاد ګل پاچا الفت

ټول غلي دي، هېڅوک څه نه وایي، د ژوند نغمه غلې ده. په داسې خاموشۍ کې ذوقونه مري، فکرونه محوه کېږي، نشاط او فرحت لکه وحشي مرغه له انسانانو تښتي.
زه غواړم ددغه سکوت طلسم مات کړم او خپله سرینده وغږوم دا سرینده ما د عشق له هېواد او د بلبلو له کوره راوړې ده. زما د سریندې اواز ډیر خوږ دی. راشئ! کښېنئ زما نغمې واورئ! زه نه غواړم ارزوګانې مړې او زړونه ساړه وي. زه د احساساتو او جذباتو د ویښولو لپاره راغلم. دغه ده ما خپله سرینده راواخیسته، خپلې نغمې شروع کوم.
دا څه وشو؟ له دې سریندې څخه خو هیڅ اواز نه پورته کېږي. سرینده خو نه ده ماته، تارونه یې هم ټول په ځای دي.
دا ولې نه غږېږي؟ له دې نه بله لویه ضایع نشته.
پوه شوم، وپوهیدم، دا سرینده د بلبلو د کور ده او بې د ګلونو له خوا بل چیرته نه غږیږي. دا سرینده له عشق سره تعلق او ارتباط لري. تارونه یې هم په هماغه مقام پوري تړلي دي.
زه باید ګلزار ته ننوزم او د ګلونو په حرم کې د خپلې سریندې اواز واورم.
زه باید د نرګس سترګې، د غوټۍ خندا، د چندړو لښتې، د سنبلو پریشانه زلفې وګورم او د حسن په ګلزار کې خپله سرینده وغږوم، بې له دې نه دغه خاموشي نه ورکیږي او خوشالي نه پیدا کیږي.
دا تورې وریځې باید د لمر او سپوږمۍ له مخه لرې شي.
د بلبلانو پنجرې او قفسونه باید مات شي.
د باغ تړلی ور باید بیرته شي، چې خوشالۍ راشي او ذوق او شعور سترګې وغړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب