په پخوانيو زمانو كې زموږ په هيواد كې د سياسي او فرهنګي عواملو له امله آزاده ليكنه رواج نه وه، كه په هره ګوښه او كنار كې به په رسنيو كې نشر كېدله ليكوال به يې د چارواكو له خوا رټل كېده، خو اوس چې په نړۍ كې مختلف تغيرات را منځته شول زموږ هيواد هم له دې تحولاتو څخه ګټه ومونده او بالاخره د قلم مينه والو او ليكوالانو ته موقع په لاس ورغله، شرايط ورته مساعد شول ترڅو خپلي غوښتنې، هيلې او نظرياتو ته د كاغذ پر مخ انعكاس وركړي او په پايله كې يې د خلكو ذهنونه روښانه كړي.
له نيكه مرغه اوس مهال په سلګونو رسنۍ لكه تلويزيونونه، راډيوګانې، انټرنيټ او داسې نورې شبكې شته، چې زموږ د ټولنې پر مختګ ښيي.
د آزادې ليكنې په صورت كې اړينه ده، چې ليكوال بايد اوضاع او حالات په پام كې ونيسي. تاسو ته څرګنده ده، چې ليكوالي يو ادبي هنر دى او هر څوك ليكوال نه شي كېدلاى، نو بايد ليكوال كوښښ وكړي ترڅو يې ليكنه پر واقعيت ولاړه او موخه يې د ټولنې وده وي.
ليكوالي مختلف ډولونه لري، ځينې ليكنې داسې دې، چې په رسمي چوكاټ كې ليكل كېږي او ځينې يې بيا رومانتيكې دې لكه لنډې كيسې، ډرامې، پرله پسي داستانونه، افسانې، ټوكې او داسې نور، چې زياتره دا وړ ليكنې په ټولنه كې حقيقت نه درلود، بلكې ليكوال به له خپله فكره موضوع انځوروله او خلكو ته به يې د يو ژوندي پيغام په شكل وړاندې كوله.
داسې ليكنې په ځانكړي ډول تخيلي او عشقي كيسې نوي نسل ته د منلو وړ وو. كيسه د بشر په تاريخ كې د خلكو د عنعنوي فرهنګ يوه برخه ده او د لومړي ځل لپاره د كيسو فرهنګ په مصر كې رواج وموند. داسې ډېرې كيسې شته، چې هيڅ ډول واقعيت نه لري، خو زياتې جالبې او د اوريدلو وړ وي.
په تيرو زمانو كې د ليكوالو له كيسو څخه خلكو جالبې كيسې جوړولي او بيا به يې دا كيسې د شپي له مخي خلكو په ناستو كې كولي. دې كيسو په ځانكړي ډول ماشومانو ته زيات ارزښت درلود،چې ددې كيسو له اوريدلو وروسته دوى دې ته هڅول كېږې، چې كيسې وليكې.
د كيسو اوريدل او ويل د اوريدلو، ويلو او ليكلو مهارتونو ته لوړوي او د ځوانانو ذهني استعدادونو ته وده وركوي.
د دې لپاره، چې موږ آزادې ليكنې ولرو بايد د انشاء او املاْ اصول مراعات كړو. په حقيقت كې انشاء د ليكلو مهارت ته وده وركوي. دا ټكې او توري ، چې موږ يې ليكو او سره يوځاى كوو يې، زموږ له خيال ، تصور او داخلي عواطفو او احساساتو څخه سر چينه اخلي او كله هم پيښي په سترګو وينو او يا يو خبر په تفصيل سره ليكو او يا كله هم غږ او غوږ ليكو او يا هم كله له يو شي خوند اخلو او د حروفو په يو ځاى كولو سره يې د كاغذ پر مخ ليكو. دا ليكنې زموږ د هڅولو لامل ګرځي او كله خو هم موږ لوړو پوړيو ته خيژوي.
ليكل كه آزاد وي او كه تړلي د بيان د فعاليت مانا وركوي، چې د خلكو د پوهاوي لپاره د خپل ژوند خوږې او يا تريخې خاطرې د كاغذ پر مخ ليكي او د مطالعې لپاره يې د خلكو په مخكې ږدې. دا ليكنې كه لنډې وي او كه اوږدې موخه يې داده، چې جانب مقابل ته يو ښه پيغام ورسول شي. ليكنه كه آزاده او كه تړلي وي د ليكلو پر مهال يې بايد لاندې ټكي په پام كې ونيول شي:
لومړى موضوع غوره كوو فكر كوو، چې معلومات مو را ټول كړي دي او ټول فكري تمركز انتخاب شوي موضوع ته متوجه كوو. سره نښلوو يې او بيا په ليكنه پيل كوو. هغه كليمې، چې موږ يې په خپله ليكنه كې كاروو بايد دقيق په پام كې ونيول شي.
ددې ډول ليكنو اهميت په څه كې دى بايد زموږ ليكنه واضح او ښكاره وي ترڅو لوستونكي د لوستلو په وخت كې له ستونزو سره مخ نه شي. بايد ليكنه د خلكو د پام وړ وي، زړه را ښكونكې وي. بايد د ليكلو په وخت كې لاندې ټكي په پام كې ونيول شي:
· ليكنه بايد ګونګه نه وي بايد روښانه، واضح او ښه پيغام وركوونكې وي.
· ليكنه بايد حقيقي بنياد ولري.
· بايد معلوماتي ارزښت ولري ترڅو په ليكلو او لوستلو و ارزي.
· زموږ د ليكنې نثر او كلمات بايد زړه را ښكونكي وي او ظريف الفاظ وكارول شي، ترڅو د خلكو د پاملرني وړ وګرځي.
آزاده ليكنه يو ابتكاري پروسه ده، چې د درك قوه لوړوي او د بشر لپاره حياتي ارزښت لري. دا په دې مانا، چې يو نوى شى د ليكلو او بيان لپاره شته. موږ بايد په خپلو ليكنو كې دې ټكي ته پام وكړو، چې مقابل لوري ته يو داسې پيغام لرو،چې هغه كولاى شي د ژوند په شپو او ورځو كې ورځنې كار واخلي.
په خپل ورځني ژوند كې له ډول، ډول ليكنو سره مخ كېږو، چې هر يو يې په خپل ځاى كې د ارزښت وړ دى مثلا: توصيفي، هدايتي، تشويقي، معلوماتي، داستاني ، شعري او داسې نورې ليكنې، چې په هر صورت په آزادو ليكنو كې لكه څرنګه، چې مو مخكې ورته اشاره وكړه موضوع بنده نه ساتل كېږې ليكوال كولاى شي په آزادانه توګه موضوع غوره او د هغي په اړه څه وليكې.
آزاده ليكنه په دې مانا نه ده، چې هر څوك هرڅه، چې يې زړه وغواړي وليكي. بناءً په آزادو ليكنو كې بايد دقيقه پاملرنه وشي، ترڅو لوستونكو ته جالب وي. د آزادو ليكنو لپاره بايد مختلف ميتودونه غوره شي او زده كوونكي بايد په قيد كې ونه ساتل شي. په دې مانا، چې ښوونكى بايد عنوان قيد نه كړي زده كوونكي دې پرېږدي، چې خپله موضوع غوره كړي.
اوس دې نو ښوونكى زده كوونكو ته اجازه وركړي، ترڅو هغه په آزاده توګه ولولي او هغه نورو ټولګي والو ته وړاندې كړي. دا كار دوى دېته هڅوي، ترڅو ليكوالى ته مخه كړي او په راتلونكې كې يو ښه ليكوال شي. په عين حال كې ښوونكى كولاى شي د شاګرد محوري له نوي ميتود څخه كار واخلي لكه: كله، چې زده كوونكي انفرادي كار وكړ، وروسته بايد هغوى په كروپونو وويشي. په دې حالت كې بايد دوى ته ځانكړي دندې وسپارل شي. د مثال په ډول يو كروپ ته دنده وركړي ، چې د ښوونكي د مقام په اړه يو څه وليكې، بل كروپ ته دې دنده وركړي ، چې د بيت المقدس په اړه يو څه وليكې او يا يو كروپ ته وظيفه وركوي ، چې يوه جالبه كيسه وليكې.
په دې طريقه موږ كولاى شو، چې زده كوونكي ليكوالي ته وهڅوو، ښوونكى په تولكي كې خپلو زده كوونكو په مختلفو ګروپونو كې اجازه وركوي، ترڅو آزادې ليكنې ولولي او خپل نظريات له نورو زده كوونكو سره شريك كوي. له هغه وروسته زده كوونكي هڅولو او ددې هنر د لاسته راوړلو لپاره تمرين ته اړتيا لري. كله، چې د تمرين په وخت كې پوښتنې را پيدا شي بايد په آزاد بحث كې مطرح شي او قناعت بخښونكى ځوابونه ورته ترتيب شي.
د آزادې ليكنې پر مهال پولي ړنګېږې. د ليكوال په ذهن كې هغه څه ، چې راځي ليكي يې او موضوع ته دوام وركوي، مطالعه كوي يې.بالاخره اومه موږد سره را يوځاى كوي او بيا يې د پيغام په شكل د خلكو په وړاندې ږدي.
ليكوال د د موضوع د ليكلو په وخت كې بايد ګرامري قواعد په پام كې ونيسي ځكه دا كار دليكنې د پخولو لامل ګرځي. د زده كوونكو لپاره د آزادو ليكلو يوازنۍ موخه په دې برخه كې ددوى تشويقول دي، ترڅو له دې لارې دوى د ليكوالى خواته وهڅول شي.
اوس د ښوونكو لپاره لازمه ده، ترڅو خپل زده كوونكو ته د آزادو ليكنو او د هغوى د ډولونو په اړه دوى و پوهوي او هغوى وهڅوي، چې په دې برخه كې كار وكړي. په دې طريقه به ددوى فكرونه وده وكړي او د ژوند په اوږدو كې به يو ښه ليكوال ورځني جوړ شي.
ښاغلو ښوونكو!
· له هر څه وړاندې مو خپله پايله بيان كړئ؟
· د ازادې ليكنې په فن كې بايد كوم ټكي مراعات شي؟
· آيا كله مو كروپي كارونه او زده كوونكو كې د آزادو ليكنو فن رواج كړى دى؟
· آيا زده كوونكي مو د املاء او انشاء تر منځ فرق كولاى شي؟
2007-06-17