شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتورد هرات لرغونې منارې د نړېدوله خطر سره مخامخ دي

د هرات لرغونې منارې د نړېدوله خطر سره مخامخ دي

 د هرات دجام وروستي پنځه منارونه چې په منځنيوپېړيوکې د سيمې دمعمارۍ اوهنري برم ښکارندوی دي،دزمانې له بې امانه پېښوڅخه په امان کې نه دي پاته شوي ، دکښېناستو او يا هم دنړېدوله خطر سره مخامخ دي .

د هرات په لرغوني ښارکې سل کاله وړاندې داډول 12 منارونه موجودول .دا منارونه پنځه سوه کاله پخوا چې د مدرسې يوه برخه وه ، دملکې ګوهرشاد بېګمې په دوره کې جوړ شوي ول .

      دا منارونه اکثره د وخت دواکمنانو دبې پروايۍله امله ونړېدل ياکښېناستل . له 12منارونوڅخه يواوزې پنځه يې پاته دي. دامنارونه په شنو اونيلي رنګه ډبرو پوښل شوي ول خو، اوس يې يوازي سور رنګه خښتې پاته دي.

منارونه چې سل متره لوړ والى لري د هرات په دښته کې له ليري ښکاري . اوس چې په دغه ولايت کې نسبي آرامي ده،  دمنارونود ساتنې خبري کيږي.

خو هغه شى چې دغو پنځو منارونو ته ډير ګواښ پېښوي دمنارنو تر منځ پر يو سړک د موټړونوګڼه ګوڼه ده دموټرونو له حرکت څخه مځکه ښوري او منارونو ته زيان رسوي.

 له پنځوپاته شويو منارونوڅخه يو يې کوږشوى دی . که د منارونو تر منځ سړک د ټرافيکو پر مخ ونه تړل سي ، نو امکان لري چې په راتلونکو پنځو لسيزو کې پنځه واړه منارونه پر مځکه کښېني.

دهرات د کلتور د رياست مسؤل ( ايمن الدين اجمل ) چې ددغو لرغونو اثارو د ساتنې وظيفه پر غاړه لري وويل : موږ په تېرو پنځوکلنوکې هڅه کړې چې د منارونو تر منځ سړک بند کړو . نوموړي زياته کړه سړک په مؤقتي توګه بند شو ، خو دهرات خلکو دمخالفت له امله دغه سړک بېرته د موټړونو د تګ راتګ پر مخ پرانستل سو . اجمل زياتوي د هرات د ولايت مقام لا تر اوسه په دې نه دى توانيدلى چې ددغه سړک  په عوض يوبل جوړ کړي . نوموړى زياتوي دولت دلرغونو اثارو د ساتلو ژمنه کړې ده ، خو دا سړک يې لا تر اوسه نه دى بند کړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب