جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرسر چپه حال/ ښایسته سعادت

سر چپه حال/ ښایسته سعادت

نن سبا هر څه سرچپه ښکاريږي

بم په جومات کې، په قرآن کې چوي

کرکه، د مینې په ټاټوبي

د زړه تل کې زيږي

کشران، مشرانو ته د غچ کانې کړي،

بیا هم خپل ځان او مشر دواړه وژني!

پلار خپلو زامنو ته لاسونه پر ټټر وي ولاړ

او د نن ورځې زوي ته ګوره چې سپین ږیري پلار ته

د ژوندون لاره ښيي

چل او ول هم

بی زحمته کمایی جوړوي

او دې خوارۍ کې

پرونی خوار او نننی ښامار

نور غریبان ټول لوټوي

خو، په سل ډول بې وسۍ مري هغه

چې زیار په مینه، صداقت اوباسي

که بې مقصده مرسته وکړې، نو په شک به ګوري

چې دا اصلي مدا به څه وي پکې؟

جنگ د ماشوم ماشومتوب

د پلار په لاس ور غلا کړي

او بیا په وینوغم لړلې وسله

لاس کې ورکړي

وايي بچيه، د مرگ لوبه زده كه!

دا د حيوان عمل دی؟

كه د شيطان عمل دی؟

افسوس، افسوس پدې چې

د بنیادم،

دا د انسان عمل دی

که یې ظالم که یې مظلوم دی، زه یم!!

که یې قاتل که یې مقتول دی، زه یم!!

ښایسته سعادت لامع

9 COMMENTS

  1. ښایسته جانی خوری ښاده شی لکه څنګه چه دي لیکلی زمونږ حالات ټول سرچپه روان دی، امین شاګرد راپاڅیدو دخپل استاد(تره کی) ساه یی په بالښت وخیژوله، ارغندیوال اوهلال جان اوس پاڅیدلی دی دګلبدین لالا په ستونی یی پښی ایښودلی دی.
    ملاعمر لا لا وای جهاد دی، سیاف کاکا وای جهاد نشته اوکرزی صیب وای دافته به خدای ته وی په اوس وخت کی خوطالیبان زمونږ ورونه دی، نوزمونږ خولی ورته وازی پاتی دی چه دچاومنو؟
    ټوله نړی مونږ ته حیرانه ده اوامریکا خوبیخی پښیمانه ده چه بد موکړیدی چه دي وطن ته راننوتی یاستو داڅه انډوخر دی، امریکا وای مونږ ښه پوهییږو چه طالیب اوحکومت دواړه مونږ ته یوشویدی، خو اوس حیران پدی یاستو چه په څه قیسم وځو اوخپلوخلکوته دوتلوڅه بهانه وکړو. ځکه پخوا مونږ پدی خبر نه وه چه ټول افغانان دخارجی مداخلی په ضد یولاس دی.

    خدای دی هغه کار وکړی چه زمونږ دافغانانو پکښی خیر وی.

    دخدای په امان

  2. کابلي صآحب مننه د نظر څخه مو، بلکل اوس د بی وزلو خلکو څخه هم لاره ورکه ده چې په کومه لاړ شي. بس د زړه خواله وه چې ومې غوښتل تاسو دوستانو سره یی شریکه کړم. ښایسته

  3. ډيرپه زړه پوری قطعه شعروو ژوند ۍ اوسۍ

    آخير به روځ زما له تنه يوسې دومره په څه يې په تلوار مرګيه. … وران دی ګلستان دې ای بلبله ! د پښتون د باغ نوم د رقيب ليک دی په هر بوټي د مجنون د باغ. … کړي ستا چمنے د قسمت د غونډ لاندے نن زه سبا ته نن زمونږه جګر سبا ستاسو سينے.

  4. ښایسته جانی ته درناوی رښتیا اوحق ویل دښو انسانانو کار دی او افسوس په هغو چه رښتیا او حق ته غا ره نژدی.

  5. دیره مننه ،شايسته جانی خوری رشتيا هم لکه تاسو چی وويل هر سه جپه دي هر سه د پخوا په شان گد ود روان دی،زورواکی ،جنگ سالاري او داسی نور ،مننه گرانی چی دی هر سه ته دی د یو لاس گوتو په شان په کتاب کی زای ورکر،د بل کتاب په انتظار يو گرانی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب