Homeادبشعرد صدیق الله بدر څو شعرونه

د صدیق الله بدر څو شعرونه

بې مطلع غزل

د انکار دې اثر څه راځنې پوښتې
يخ موسم کې د چينې تودې اوبه وي
له هيندارې کوڅې ستا سره مې شته څه
زه خو راشم رانه هېره حافظه وي
انتظار مې تر لاس داسې دی نيولی
ګوندې راشې ګوندې اوس هغه شېبه وي
چې مې اوښکې وي ډېوې ستا د يادونو
له تيارو نه وېره تل دې راسره وي
تا وې تا سره مې مينه بدره نشته
ما ليدلي ډېر خوبونه سرچپه وي
۱۳۹۲.۶.۲۴

ژمی

بیا چې کړکۍ ته نږدې ودرېږم
پر خولې شوې ښېښې
ستا د نامه توري په مینه مینه ولیکمه
او بیا شېبه وروسته کې
ستا د نامه هر توری
څاڅکی څاڅکی
لاندې په مينه مينه وښوييږي

زما د ژمي دا تصویر خوښ دی
۱۳۹۲.۷.۲۸

یخني

تر ملا اذان مخکې راولټېدم
یخني هم نه وه
خو ساړه مې کېدل
بیګاه مې خوب کې لیدې
چې دې ساړه راکتل
۱۳۹۲.۷.۲۸

غږ
له چيغو چا پسې
تت شوی
د مينې غږه
زه مې خپل زړه ته غوږ یم
اورمه دې
۱۳۹۲.۸.۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...