تاند- مایکرو سافټ کمپنۍ په وروستیو کې د سرفېس او سرفېس پرو ټبلېټونو نوی نسل یا ورژن بازار ته راویست او د دې لپاره چې د خلکو پام ورته واړوي له یوې خوا یې د هغو بیه ټیټه کړې او له بلې خوا یې په اعلانونو کې له نوې شیوې کار اخیستی دی.
دې ټبلېټ، چې سکرین یې ۳۸۳ انچه لویوالی لري، د ډېرو خلکو پام ځان ته اړولی دی.
مایکرو سافټ دا لوی ټبلېټ د لندن تر ټولو په ښکلي او مرکزي چوک ټرافلګر کې ایښی دی. د دې ټبلېټ اوږدوالی ۲۷ فوټه او پلنوالی یې ۱۷ فوټه دی.