پوهنيار عبيدالله اغېـز
د غور ولایت لوړو زده کړو موسسې علمي کادر
لنډيز
متلونه په ولسي ژبه کارېږي، لنډې ،کره او پخې جملې دي چې منظوم او منثور اړخونه لري. د خبرو د پياوړتيا او نيوکې غوره وسيلې دي. د پښتو منظوم متلونه د خپل خوند او رنګ سره سره يو ډول موسيقوي ارزښت هم لري چې خپل ځانګړی وزن، د کلمو او لفظونو تناسب پکې خوږه موسيقي پيدا کوي. همدا وزن او موسېقيت يې معنا او مفهوم ته لا پياوړتيا وربخښـي، معانيز ارزښت يې لوړوي او تر عادي خبرو يې اغېز څو برابـره زياتوي چې همدې ته د متلونو د موسېقۍ هنـر او موسيقوي ارزښت ويلی شو.
په متل کې پرته موسيقي د خبرو وزن زياتوي او يا موزيکاله کلمې يو ډول ښکلاييز او ذوقي احساس زيږوي، نو کله چې خبرې موزونې او اهنګينې شي، لا يې پسې جذابيت، رنګيني، خوږلني او ښکلا زياتېږي. دا بيا په مخامخ لوري ښه ژور اغېز ښندي چې يو فکر ورلېـږدوي او په ذهن کې يې ځای نيسي.
سريزه
متلونه د فوکلور د يو ډول یا صنف په توګه د مطالعې، سپړنې او تجزيې وړ دي. دا د مشرانو او لويانو د فکرونو څرګندونه کوي. هر وخت د يوې خبرې او وينا د پخلـي او پياوړتيا لپاره کارېږي چې په خپل ځای کره او په تول پوره خيژي او د مخامخ لوري د قناعت وړ ګرځي. د متل ويونکي موخه دا وي چې خپل اورېدونکي ښه پوه کړي. داسې ډېرې مسئلې او خبرې شته چې ويناوال خپل مخامخ لوری د يوه متل په کارېدنې سره په پوره توګه پوهوي. د دې ترخوا هغه خبره بيا ډېر اغېز ښندلی شي چې موزونيت او موسيقيت ولري. دا موزونې جملې او متلونه د خپل ځانګړي وزن او موسېقيت له مخې آره موخه په ذهن کې ژر کښېنوي. دغسې موزونه خبره او جمله د انسان ذهن او حافظه هم سمدستي اخلي او په ذهني مېمورۍ کې ثبتېـږي. په دې ليکنه کې به هڅه وشي چې د متلونو موزونيت او موسيقوي ارزښت او جوهريت په تجزياتي ډول وسپړل شي.
کليدي کلمـې: متل، لفظونه، وزن، موسيقي، ارزښت…
د څېړنې ارزښت او مبرميت
د دې ليکنې ارزښت او مبرميت په دې کې دی چې څنګه او څه ډول له يوې عادي خبرې نه موزونه لنډه جمله او متل خپل اغېز، خوند او رنګ ښندلی شي. څه ډول مفهوم او پيغام په کره توګه رسولی شي. دا داسې کره او په تول پوره توکي دي چې د ځينو مسئلو او خبرو حل په لنډو راوباسي او په مخامخ لوري ځانګړی اغېز کوي. د دې موزونو توکو جوته او اغېزمنه ځانګړنه موسيقوي ارزښت او جوهريت دی چې د مخامخ لوري په غوږ کې شرنګ څڅوي او هم يې په ذهن کې په اسانۍ سره خوندي کېدای شي. پر همدې بنسټ ويلی شو چې ياده موضوع په دغسې ځانګړي رنګ لا نه وه سپړل شوې او ما يې د نویوالي په پام کې نیولو سره وڅېړله.
د څېړنې موخې
د دې څېړنې آره موخه داده چې څنګه يوه موزونه جمله او متل په اورېدونکي او مخامخ لوري سمدستي اغېز ښندي، د هغه په عواطفو کې بدلون راولي او څنګه ورته له عادي او ساده خبرو نه شرنګېدلې او موزونه بريښي، کله چې خبره موزونه او د موسيقۍ په څپو او پردو کې ونغاړل شوه، نو اغېز يې هم ورسره لوړېږي. د مفهوم او پيغام پياوړتيا يې لا ډېريـږي. د اوږدو خبرو او ډېرو توضيحاتو په مخنيوي کې اړينه ونډه اخلي، يعنې اوږده مسئله او خبره رالنډوي، په عامه او ساده بڼه يې پای ته رسوي. په ټوله کې په دې ليکنه کې هڅه شوې چې د هر متل موسيقوي ارزښت را څرګند شوی او په مخامخ لوري څومره اغېز کولی شي.
د څېړنې پوښتنې
۱. متلونه څه او ټولنېز درېځ يې په څه کې دی؟
۲. د متلونو موسيقوي ارزښت په کومو کلمو او لفظونو راڅرخي؟
۳. د متلونو موزونيت په عادي خبرو څومره اغېز ښندلی شي او څومره پياوړتيا وربخښي.
د څېړنې میتود
د دې څېړنې میتود د کمپوزیت یا تحلیلي، تشريحي او د اړتیا پرمهال اشاري دی او د څېړنې ډول يې کتابخانه يي او ساحوي دی چې په هغې کې پنځه اتیا سلنه کتابتوني او پنځلس سلنه ساحوي دی، ځکه ځينې متلونه د ځايي خلکو له ژبو را ټول او ليکل شوي دي. د دې ليکنې بڼه تجـزياتي او تشريحي ده.
اصلـي متن
متلونه د ګړنـي او فــوکلوريک ادب هغه ځانګړې او د پام وړ برخه ده چې په پښتــي چاپيريال او سيمو کې د پېړيو پېړيو راهېسې ژوند کوي او د ژوند په دې اوږده سفر کې مزل وهي چې په دې کې ځينې ټولمنلي او سیمه وال شي او ځينې يې د پنځګرو په کليو کې پاتې شي چې هملته اوسي.
متلونه د تجربو هغه لنډې، پخې او کره ويناوې دي چې د يوې کړنې او د کار د پايلې وروسته په منثوره يا منظومه بڼه په خپل طبيعي رنګ له توږل شويو لفظونو سره سم له خولې راوځي او را ټوکېږي، په زړه او ذهن کې ځای نيسي او بيا په هره سیمه او کلي ګرځي چې ځان د لوستو او نا لوستو وګړو په ژبه را څرخوي. په ټوله کې متلونه د خبرو هنر ، جوهر او موزونيت دی. متلونه د ټولنيزو چارو په سمون، د مسئلو په حل، برابرښت او هم په اخلاقي جوړښتونو کې ونډه اخلي. همدارنګه د يوې خبرې په پخلي او پياوړتيا کې مرسته کوي چې د کاڼي کرښه ګرځي. دغه لنډې جملې د يوې تجربې، د يوې پېښې او يا د يوې کیسې له مخې را زېږي، نو ګڼ متلونه خپلې ځانګړې کېسې او نکلونه هم لري. په ټوله کې د ولسونو استازولي کوي. يو فوکلوريست يې په اړه داسې ليکي:(( متلونه د خلکو هغه سپېڅلې، پاکې، معنادارې او لويې لويې لنډې جملې دي چې د ولس د ثقافت، فرهنګ، علم او پوهې، کړو وړو ژوندۍ نمونې او د ولسي پوهانو د لوړو افکارو نماينده ګان دي.)) ( ۵: ۱۲۹)
متلونه د نړۍ په ټولو ژبو کې ځانګړی مقام، ارزښت او جوهريت لري چې د بڼـې او ډول له مخې لنډ او يوه جمله وي، خو د معنا او مفهوم له پلوه ډېر پراخه برېښـي، يعنې دا لنډې جملې ډېر مسايل او ژور مفاهيم رانغاړي او په کوزه کې سمندرونه ځايوي. دغه ويناوې او جملې دوه ډله ځان راښکاره کوي چې يو ډول يې اهنګينې« منظومې» او بل يې ساده« منثورې» بڼــې لري چې دواړه يې د مدعا لپاره غوره او لوړ بيان دی او هم د فکر او احساس اړينې سرچينې دي. د ډولونو په اړه يـې دا اند د لوستلو دی:(( متلونه په دوه ډوله دي، يو يې منظوم او بل يې منثور، خو يو ډول يې بل هم شته چې اهنګين ترکيبونه دي، نه پوره منظوم دي او نه پوره منثور… ډېری داسې متلونه وينو چې د نظم او نثر دواړه خواږه په کې ګډ دي.))( ۱۳: ۱۲۳)
د دې خوږ عام ډول دا دواړه بڼـې وګورئ، لومړی يې منظوم او بل يې منثور اړخ لري.
منظوم: چې هـوس دی، دومـره بس دی.
(۲:۷۲)
منثور: کارغـه د زرکې تګ کاوه، خپل يې هېـر کړ.
(۶: ۴۱۰)
د دغه عام ډول بله اړينه ځانګړنه داده چې په کنايوي او استعاري ډول د معنا او پيغام افاده رسوي او هر يو په ځانګړي مکان او زمان کې خپله موخه او اغېز ښندي. هر متل دوه اړخونه لري. په اړه يې داسې لولو:(( د متلونو پېژندنه دوه خواوې لري، يو دا چې د ويلو اصلي ځای وپېژندل شي. لومړی معنا يې حقيقي او دویمه يې کنايي او مجازي ده. مثلاً د دې متل:« مات لاس غاړې ته لوېږي» حقيقي معنا يې هم موجوده ده، ځکه چې د چا لاس خوږ او مات شي، نو رښتيا يې غاړې ته اچوي او مجازاً په داسې ځای کې ويل کېږي چې يو عاجز او بېوزلی سړی د خپل ځان غم خوړل، په کوم مشر باندې اچول غواړي.)) (۵: ۱۳۰)
زموږ آره موضوع په منظومو متلونو کې موسيقوي ارزښت او د هغې اغېز څرګندول دي، خو خبره رانه لږ څه وغځېده. په خپله موسيقي يو ډول موزون او آهنګوال غږونه دي چې په ترنګ او شرنګ يې انساني حواس را پارېږي، ذهن او زړه په مستۍ راولي. په خپله موسيقي چې د همغږو او متجانسو غږيزو تورو او لفظونو له محسوس تکراره رازېږي چې د کلام ظاهري اړخ اهنګين کوي. په اړه يې لولو:(( موسيقي د لفظونو تر منځ د غږونو يو منسجم او اهنګين تړون دی. دغه تړون د يو فکر او احساس په لېږدونه کې پر مخامخ لوري يو ژور اغېز ښندي، د هغه معنوي او ښکلاييز ذوق راپاروي.)) (۱: ۱۰۳)
که موسيقي د لفظونو له همغږۍ پيدا کېږي، خو د احساس او جــذبې په لېږد کې هم خورا مرسته کوي او خپل اغېز څـرګندولی شي. دغه هنري اغېزمنتيا لومړی د انسان زړه او بيايې د بدن نور غړي د يو منظم خوځښت سره په څپو کوي، جــذبې او ولــولې راپاروي. په يو بل ځــای کې يې په اړه لولو: (( موسيقي اصلاً يو رواني او اندروني کېفيت دی، دغه کېفيت د طبعيت سره له ظاهري او باطني حواسو رامنځ ته کېږي. دغه کېفيتونه په خپله د کلام په موسېقۍ او آهنګ کې ونډه اخلي چې په دوی کې ځينې معنوي او ځينې رواني ځانګړنې لري.)) (۲: ۹۹)
که فکر وکړو، نو په يوه وينا يا کلام کې هنري ارزښتونه، سندريزوالی او موسيقيت هله را ټوکېږي چې لفظونه او کلمې يې په يو ځانګړي خوځښت او ځوږ سره غاړه غړۍ وي او سره همغږي ولري، دا بيا يو ځانګړی موسيقيت خپلوي چې په زړه اغېز کوي او تارونه يې ترنګوي. اوس که موسيقي د لفظونو او کلماتو يو منسجم او اهنګوال امتزاج او تړون وګڼـو، نو د يو فکر او احساس په وړاندې کولو کې پر خپل مخاطب يو ژور اغېز کوي او په هغه کې ولوليز خوځښت راولي. د کلمو معنوي تړون او د تورو غږيز ترکيب دواړه د وينا او کلام په برابرښت کې اړين توکي دي چې د کلام او وينا پيغام ته پياوړتيا وربخښي او معنا په اصلي بڼه وړاندې کوي.
د دې پورتنيو څرګندونو موخه داده چې کله ناکله زموږ په ولسي ادب کې يو شمېر متلونه منظوموال وپنځول شي او يا رازېږيدلي دي چې د يو ځانګړي وزن او قاقيې لرونکي وي، خبره د قافيې شوه او قافيه هم په قافيه وال ژانرونو کې د موسيقۍ د برابرښت او تړښت يو اړين توکی دی چې د منظومې وينا معنوي او لفظي موسيقي جوړوي. که رديف ولري، نو د رديف منظم تکرار هم په خپله موسيقي زېږوي. په اړه يې يو ځای کې داسې ليکل شوي: (( د قافيـې موسيقوي تاثير دادی چې په هر بيت کې د قافيې په کلماتو کې يوه مشترکه برخه تر يوه ټاکلي فرمان وروسته تکرارېږي، دا تکرار په خپله يو تناسب او وزن پيدا کوي… د قافيې په کلماتو کې چې د مشترکو توريو شمېر څومره زياتېږي، هماغومره ورسره د کلام موسيقي پياوړې کېږي.)) (۴:۴۴۹)
اوس که منظومو متلونو ته وګورو، نو دغه توکي د متل له نورو کلمو سره لا ښه تناسب پيدا کوي چې همدا وزن، اهنګ او موسيقيت يې معنا او مفهوم ته پياوړتيا وربخښي، معانيز ارزښت يې لوړوي او تر عادي خبرو ډېر اغېز کولی شي چې همدې ته د متلونو د موسيقوي ارزښت او جوهريت ويلی شي.
دا څرګنده ده چې انسان فطرتاً له موسيقيت، تناسب او موزون کلام سره مينه ښيـي او خپل ښکلاييز ذوق په دغسې بڼه خړوبوي، داسې کلام د انسان درونيت ته ډېر په اسانۍ سره لار کوي، نو دغه ځانګړنې او جوهر منظوم متلونه هم لري. د منظومو متلونو د موسېقۍ هنر، وزن او قافيه يې ويناوال ته دا شونتيا او وړتيا ورکوي چې يوه نا اشنا او خوندوره خبره وکړي او کله چې خبره نا اشنا شي، نو خوږلني او رنګيني پيدا کوي، د اورېدونکي پام ډېر ژر را اړوي او چې يوې نااشنا خبرې ته د مخامخ لوري پام را وګرځي، نو اغېز يې لا پسې ډېر شي. د يو منظوم متل په اړه لولو: (( پخوانو متل کړی چې « خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا ده.» دلته کلا او بلا د ژبې دوه ځانګړنې بلل شوې دي. دوی په قافيې سره شريکې دي. په دې جمله کې د کلام موسيقي د کلام له معنا سره همغاړې ده او يو بل يې پياوړي کړي دي.)) ( ۸: ۱۳)
خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا ده.
(۳: ۶۹)
دا منظوم متل په ډېرو ځايونو کې د کارېدنې ځای او ارزښت لري چې معنوي اړخ يې ښکلی، کره او په تول پوره دی، خو اغېزمنتيا يې بيا په تناسبوالي او موزونيت کې ډېر ښه ښکاري. دلته وينو چې « کلا او بلا » د ژبې دوه بېلابېلې ځانګړنې دي، خو دواړه متضادې دي او هم يې قافيه سره ګډه او همغږۍ ده. په دې موزونه جمله کې د وينا موسيقي د کلام له معنا او پيغام سره همغاړې ده چې يو بل ته يې پياوړتيا او ځواک وربخښلی دی. دې متل کې د ( ه) غږ او توري د پرله پسې تکرار هم ترنم را زېږولی او (ده) رديف هم خپل تکراري شرنګ او موسېقيت ښودلی. همدغو ټولو توکو يې معانيـز ارزښت ساتلی دی. په دې متل کې هر توری او کلمه يو د بل بشپړونکي دي، يو له بله سره معنوي تناسب لري، خو« کلا او بـلا» کلمو باندې ډېر ټېنګار شوی، کلا د متل په لومړۍ برخه او بـلا يـې د متل بشپړونکي برخـه جوړوي. دا دواړه کلمې ټکان ورکونکي هم دي، په مخامخ لوري اغېز کوي او د احساساتو او عواطفو په بدلون کې مرستندوی ګرځي.
په خپله ملا مـې کـړې ، ځـان ته بـلا مې کـړې.
(۶: ۴۰۶)
دلته لومړی دا ويل په کار دي چې ملا کلمې نه موخه په يو څه د پوهېدو په معنا او مفهوم سره راوړل شوې چې دا يوه ولسي اصطلاح هم ده، ځکه په خبرو اترو کې داسې ويل کېږي چې ښه مې مـلا او پوه کړې، خو بيا دې هم تېروتنه وکړه او وښوېيدې. دا کلمه په استعاري ډول د دويمې معنا لپاره کارېدلې. دا متل هم خپل د کارېدنې ځای لري او معنويت يې هم کره دی. زموږ آره خبره د (ملا او بلا) همغږو کلمو سره ده چې دواړو په ګډه قافيه جوړه کړې، همدا د متل همغږۍ برخه ده چې موزونيت او معنويت يې موسېقي برابره کړې. دغه دواړه کلمې سره ډېره جوخته او چُسته پخلاينه او همغږي لري، خو د رديف تکراري موزونوالي يې ښکلاييز اړخ او عام فهمه کلام ته يوه ځانګړې موسيقي، رنګ او خوند ورکړی چې د کلام اغېز يې لا ډېر کړی دی. د دې متل هره کلمه په طبيعي ډول د موسيقۍ په لحاظ يو له بله سره اړيکه لري. دغسې موزونه وينا او کلام په اورېدونکي خپل ژور اغېز ښندلی شي.
په منظوم متل کې کله نا کله توري، لفظونه او کلمې يو بل سره داسې غاړه غړۍ شي چې په متل کې پرته موسيقي را څرګنده کړي، کله چې دا موسيقي د ژبې په څوکه وشرنګېږي، نو خپل اغېز راجوت کړي، همدلته ده چې په يوه جمله او متل کې وزن او قافيه د تورو، لفظونو او کلماتو تړون او پخلاينه د کلام او وينا وېده موسيقي او شور په ډېر ښه رنګ او خوند راوېښولی شي. په اړه يې يو ځای کې داسې ليکل شوي: (( دا هغه موسيقي ده چې د متجانسو کلمو يا هم مخرجو يا ورته اوازونو له محسوس تکرار نه پيدا کېږي. دا موسيقي د کلام ظاهري يا تلفظي بڼه اهنګينه کوي او لوستونکي د ورته اوازونو له پرله پسې تلفظ خوند اخلي.)) (۷: ۵۷)
دا بېلګه وګورئ:
چې شپه شي ډار په وره شي، چې ورځ شي ډار په غـره شي.
( ۱۲: ۱۳)
د دې متل خوند او معنا د لفظونو او کلماتو په تړښت او اوډون کې په څپو ښکاري او د قافيې کلمې په طبيعي انداز او ډول سره پېيل شوي چې د «وره او غره» کلمې سره هم قافيه او همغږی دي او وروستی يې رديف دی، دا ځکه په يوه بڼه، په يوه معنا او تکرار سره په څپو دي. په دې متل کې د قافيو کلمو موسيقيت او اهنګ ساتلی دی چې خبره يـې شرنګېدلـې او موزونه کړې ده، بل پکې دا د « ش» توري پرله پسې تکرار د متل د موسيقۍ کېفيت او خوند په ډاګه کړی، لا يې پسـې اهنګين او په شرنګ کړی چې د موزونيت د جوهر خوږې اوبه يې پــرې ورڅڅولي دي. همدې محسوس تکرار پر ترنم سربېره معانيز ارزښت يـې هم لوړ کړی. د متل دې ځانګړنې او موسيقوي ارزښت يې د پيغام او مفهوم په رسولو کې خورا مرسته کړې چې د مخامخ لوري پر حواسو جوت اغېز ښندي او هم له پرله پسې تورو او لفظونو نه يو ډول خوند او رنګ اخلـي.
آس دې هم وي، په لس دې هم وي.
( ۱۲: ۴)
په دې منظومه جمله او کلام کې د لفظونو او کلمو خپل طبيعي اغېز يو اړخ لري او د کلمو د تورو غږيز تړون يې بل اړخ څرګندوي، دواړه د جملې او کلام په برابرښت کې اړين توکي دي. که چېرې د کلمو او لفظونو توري ناموزون ولوستل شي، نو معنويت او ښکلاييز اړخونه يې هم ماتېږي. په دې پورتني متل کې لومړۍ برخه د دويمې برخې بشپړونکې ده او هم يادې ټولې ځانګړنې پکې په څپو دي. په دې متل کې د « آس، لس» کلمې سره همغږي لري چې قافيه ورته وايي او« دې هم وي» تکرار يې رديف دی. همدغو توکو متل ته موسيقوي ارزښت او جوهر وربخښلی چې د مفهوم او پيغام ارزښت او اغېز يې لا لوړ کړی. دلته يو ډول دروني موسيقي په څپو ښکاري چې د کلماتو په معنوي تړاو کې يې مرسته کړې. دغسې همغـږې کلمې او موزونوالی د خلکو پام ډېر ښه را اړولی شي او مخامخ لوری پـرې قانع کېدای هم شي.
زموږ د پښتو ژبې په ټولو منظومو متلونو کې دغه يادې ځانګړنې او ښېګڼـې په څپو دي، دا ځکه چې د منظومو متلونو موسېقي د لفظونو، کلماتو، ترکيبونو او غږونو له معنوي او لفظي تړون او برابرښت په مرسته رازيږي او د مخامخ لوري پر حواسو، ذهن او زړه ځانګړی اغېز کوي. په منظوم ډوله متلونو کې د قافيې کلمې او طبيعي وزن د خپلې ځانګړې موسيقۍ سره څپې وهي، نو دا بيا د وينا وال د خبرو پخلی او استدلال لا پسې پياوړی او خوندور کوي او پر اورېدونکي باندې ترعادي خبرو ډېر اغېز ښندلی شي. له بلې خوا دغه توکي وزن، قافيه، سجع، رديف او موسېقي ويناوال اړ باسي چې د خپلو خبرو انداز واړوي،کله چې خبرې موزونې شي، نو يو ډول جذابيت، رنګ، خوند او ښکلا پيدا کړي. دا بيا يو ډول اغېز هم کولی شي، دغه اغېز په زړه چنګ لګوي. کله په يوې وړې جملې کې توري او کلمې سره داسې پخلا او همغږې شي چې يو ډول موسېقي ترې راوزېږي. په اړه يې لولو: (( کله کله توري او کلمې د يو بل په څنګ کې داسې سره کېني چې په ژبه کې پرته موسېقي راڅرګنده کړي. په يوه جمله او بيت کې وزن، قافيه، رديف، تجنيس، تسجيع او د توريو کلمو فريکونسي زياتوالی هغه ذريعې دي چې د ژبې وېده موسيقي ورسره بېدارېږي… د ژبې موسيقي که له معنا سره رابطه وشلوي، په بـې فايدې شي بدلېږي، ښکلا يـې زوال مومي.)) (۸:۱۳)
لکه دا متل وګورئ :
څـه غــر پنـا، څــه ور پـنـا.
(۳: ۶۹)
په منظوم متل کې طبيعي وزن، سجع او موسيقيت يوازې ښکلا او رنګيني نه جوړوي، بلکې د عواطفو او پېغام په لېږدونه کې هم رول لري او د انسان له روحي او دروني کړنو سره اړيکه پالي. اوس که دې پورتني متل ته ځېر شو، نو ټول توري، لفظونه او کلمات يې يو له بل سره تړلي دي او يو د بل بشپړونکي ښکاري چې هم يې د کلام موسيقوي ارزښت او هنر برابر کړی او هم يې معنوي تړښت وربخښلی. دغو لفظونو کې په منظم تکرار سره تر بل هر څه پېغام او مفهوم ښه وړاندې شوی، دا ځکه يو فکر په منظومه بڼه په ښه توګه لېږدولی شي. دا بله بېلګه يې هم ولولئ:
چې په تمه د سپرو شي، هغه پاتې په مېرو شي
(۶: ۳۴۵)
په دې متل کې هم خپل طبيعي وزن، سجع او موسيقيت په څپو دی. د قافيو له کلمو يې موزونوالی او د لفظونو تناسبوالی رازېږېدلی، د رديف توري يې هم شرنګ لري او هم خوند. دا هر توری او کلمه يې يو د بل بشپړونکي دي او يو د بل سره اړيکه او تړون لري. بله خبره پکې د خپل طبيعي خوند او رنګ ده. د مفهوم او پېغام د څرګندونې لپاره هم شرنګېدلي لفظونه لري، د همدغو موزونو لفظونو زور او جذابيت دی چې په ذهن کې کېنـي، په زړه چنګ لګوي او د مخامخ لوري په زړه او ذهن يې منـي. همدا د متل موسيقوي ارزښت او جوهريت په ډاګه کوي. زموږ په ټولنه کې داسې ډېر نور منظوم متلونه هم موندلی شو چې د ټولو موسيقويـي ازرښت تجزيه او شننه به موضوع پسې اوږده کړي، نو له تجزياتو او سپړنو تېرېږو او د بېلګې په توګه ځينې خواږه او شرنګېدلي منظوم متلونه راوړو چې هر متل خپل د کارېدنې پر ځای سربېره د قافيو، رديفونو، مسجعـو او موزونو کلماتو او لفظونو ځانګړی موسيقوي ارزښت او خوند وربخښلی، دغو ټولو ځانګړنو يـې د مفهوم او پيغام په رسولو او وړاندې کولو کې ونډه اخېستې ده.
چې زور تېـر شي، عقل هېـر شي
(۹: ۳۸)
***
سړی چې زوړ شي، نو مونځ ته جوړ شي
(۱۱:۹۶)
***
کلالــه وکـــه ، خپلـــه سيالــه
(۹:۱۵)
***
شپه چې تېره شـي، خبـره هېـره شي
(۱۱: ۱۲۸)
***
اوګره چې سړېږي، بلا پــې لګېږي
(…)
***
تور توتان، له تا قربان
(…)
***
راست اوسه، په لويه لار ملاست اوسه
(…)
***
څومـره يې خرګی، هومـره يې بارګی
(…)
***
چټه چې ځوان ووينې، صورت حيران ووينې
(…)
***
مه کوه په چا چې وبه شي په تا
(…)
نه ګله شوه نه شاګله، په ځای يې راغله يوه بلـه
(…)
که دې پورتنيو متلونو ته وګورو، نو هر متل يې خپل د کارېدنې ځای او کره توب لري، خو ځانګړنې، جوهريت او موسيقوي ارزښتونه هم پکې په طبيعي رنګ په څپو دي. دا خبره هم د يادونې وړ ده،که منظوم متلونه پر خپلې موسيقۍ او موزونوالي سربېره له معنا او مفهوم سره اړيکه وشکوي، نو خپل معنويت، اصلي رنګ، خوند او ارزښت له لاسه ورکوي او په يو بـې ګټـې او بـې ارزښته شي اوړي، نو پای کې ويلی شو: (( ګڼ شمېر متلونه وزن او قافيه لري چې دغه ډول توکي د وينا د ښکلا او اغېز ډېرونې لامل ګرځي او دا بيا د ادب لپاره ارزښت دی.)) (۱۰:۹۴)
پايـلـه
د دې موضوع پايله دا راوځي چې متلونه د خبرو هنر او جوهر دی. په خبرو اترو کې وينا ته پياوړتيا وربخښي. په منظومه جمله او کلام کې د لفظونو او کلمو خپل طبيعي اغېـز دوه اړخونه رانغاړي، يو د کلمو د تورو غږيز تړون دی او بل اړخ يې وزنـي او قافيوي دی چې دواړه د جملې او کلام په برابرښت کې اړين توکي دي. که چېرې په منظومه وينا او کلام کې د کلمو او لفظونو توري ناموزون ولوستل شي، نو معنويت او ښکلاييز اړخونه يې په هماغه شېبه کې ماتېږي. د منظومو متلونو د موسيقۍ هنر، وزن او قافيه يې ويناوال ته دا شونتيا او وړتيا وربخښي چې يوه نا اشنا او خوږه خبره وکړي، کله چې خبره خوږه شي، نا اشنا شي، نو خوږلني او رنګيني هم ورسره همغاړې کېږي، د مخامخ لوري پام ورته ژر راګرځي، نو دلته يې اغېز لا پسې ډېرېږي.
د پښتو په ټولو منظومو متلونو کې خپل طبيعي وزن، سجع او موسيقيت په څپو ښکاري. د قافيو او له همغـږو کلمو يې موزونوالی او د لفظونو تناسبوالی را پيدا شوی، په دې کې د رديف ونډه هم شته، که دغو ټولو ځانګړنو ته وګورو، نو په هر منظوم متل کې يې رنګونه په څپو دي چې همدا د متلونو موسېقوي ارزښت ګڼلی شو، خو دا هر طبيعي وزني توری او کلمه يې يو د بل بشپړونکي هم دي، که يو بل بشپړ نه کړي، نو بيا يې معنوي اړخ او موسېقوي ارزښت دواړه له لاسه ورکوي او په يو بـې معنا او بـې اغېزې شي بدلېږي.
وړاندیزونه
متلونه د فوکلور يوه اړېنه برخه ده، نو په کار داده چې څېړونکي او شنونکي دې د متلونو بېلابېل نور غوره اړخونه په بېلابېلو بڼو راوسپړي.
د متلونو هراړخېزه سپړنه، څېړنه او راټولونه د پوهنتونونو او او اکاډميو اړوندو څانګو دنده ګڼل کېږي. دوی بايد خپلو استادانو او محصلانو ته سېمينارونه، پايليکونه او تېزسونه ورکړي چې د دغې فوکلوريکې پانګې حق ادا شي.
مأخذونه
۱. ازمون، لعل پاچا. د شيدا د شعر موسيقي، مقاله. خال مجله، درې مياشتنۍ، ۴۰مه ګڼه: کوټه، سکام ادبي اکيډمي. ۲۰۱۷م کال.
۲. ازمون، لعل پاچا. شعرپوهنه. کابل، د افغانستان علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست. ۱۳۹۹لمریز کال.
۳. بهار، سيد محمد نعيم. منظوم متلونه، جلال اباد، په خپل لګښت چاپ. ۱۳۸۷ل کال.
۴. درمل، احسان الله. شعرستان، کندهار، بېنوا فرهنګي ټولنه. ( ۱۳۹۶ل).
۵. رفيع، حبيب الله. د خلکو سندرې: کابل، د افغانستان علومواکاډمي. ( ۱۳۴۹ل) کال.
۶. شينواری، محمد موسی خان. د متلونو قيصې: پېښور، يونرسټي بوک ايجنسي. (۱۹۹۸م).
۷. ښکلی، اجمل. ادبستان: جلال اباد، کلاسيک خپرندوی ټولنه. (۱۳۹۶ل).
۸. غضنفر، اسدالله. جادوګرهنر: جلال اباد، مومند خپرندويه ټولنه. (۱۳۹۳ل).
۹. فضلي، فضل ودود. متلونه د پښتون ولس پندونه: القلم ژباړې او څېړنې خپرندويه ټولنه. ( ۱۳۸۷ل).
۱۰. کډوال ، شاه محمود. د پښتو متل سپړنه: کابل، د افغانستان ملي تحريک، فرهنګي څانګه. ( ۱۳۹۴ل).
۱۱. لشکري، محمد انور. تېر په هېر باقي روزګار: پېښور، زيب ارټ پبشرز. (۲۰۱۲م).
۱۲. نيازی، ومان. متلونه: جلال اباد، د ختيزې سېمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکه ټولنه. (۱۳۸۷ل).
۱۳. وفا، محمد داود. د فوکلورپېژندنې لارښود: جلال اباد، مومندخپرندويه ټولنه. ( ۱۳۹۲ل).