تاند ( سه شنبه د عقرب ۲۹مه) د ابوظبۍ لس اوره لیګ لوبو کې ۱۰ لوبډلې برخه لري او په زاید کرکټ لوبغالي کې راتلونکې پنجشنبه د نومبر په ۲۱مه پیلېږي.
دا ټولې لوبې ۱۲ ورځې دوان کوي چې په کې ټولې ۴۰ لوبې ترسره کېږي.
سږنیو سیالیو کې ۱۰ لوبدلې په یوه پړاو کې لوبې کوي او ۵ غوره لوبډلې به په پای لوبه کې سره مخ کیږي.
دفاعي اتله لوبډله نیویارک سټرایکرز به د نومبر په ۲۲مه د سامپ آرمي لوبډلې پر وړاندې خپله دفاع پیل کړي.
په سږني لیګ کې د ۱۸ بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي برخه لري، چې د ابوظبي ۱۰ اوریز لیګ ارزښت به پر نړیواله بڼه نندارې ته وړاندې کړي.
د ابوظبي ۱۰ اوریز لیګ لومړنی ۱۰ اوریز کرکټ دی، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا منل شوی دی.
تمه ده، چې په دې نوي پړاو کې به ۱۷۹ غوره لوبغاړي شتون ولري او دا به د تاریخ ترټولو پر ستر پړاو بدل کړي.
په نړۍ کې د غوره لوبغاړو پر وړاندې کولو دې لیګ د خلکو په زړونو کې چټک ځای وموند او نن په ټوله نړۍ کې له ۴۰۰ میلیون ډېر مینهوال لري.
افغانستان کې اریانا خصوصي تلویزیون د دې لوبو د ژوندي خپراوي ټټر وهلی دی.
الله محمد غضنفر د افغان نولس کلنو لوبډلې برخه و چې اوسمهال له يادې لوبډلې جلا شوی او لس اوريز ليګ ته يې تمرين پيل کړی.
نور لوبغاړي هم په یاد لیګ کې د ګډون په موخه حرکت پیل کړی دی.