Home+د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه) د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د خپل هیواد او افغانستان ترمنځ د پولې د وضعیت په اړه خپل روسي ساري ولادیمیر پوتین ته معلومات ورکړل.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف خبریالانو ته وکړه.

پسکوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د وضعیت په اړه څه خبرې شوې، وویل: «البته، د تاجکستان ولسمشر پوتین ته د سیمې د وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي. په دې سیمه کې وخت ناوخت پېښې رامنځته کېږي او د نورو فعالیتونو ترڅنګ، د قاچاق وړونکي هم فعال دي.»

هغه زیاته کړه چې دا وضعیت تر یوه بریده د ثبات او وړاندوینې وړ دی. خو د ده په وینا، قاچاق وړونکي تل په دې سیمه کې موجود وو او ځینې کسان هڅه کوي چې له پولې نشه‌يي توکي قاچاق کړي.

د کرملین ویاند ټینګار وکړ چې په دې برخه کې د سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو ترمنځ همکاري ډېره مهمه ده.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، دوشنبې ته ورسېد. نوموړی تاجکستان ته تر سفر مخکې په چین کې و او هلته یې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو د ټولنې د مشرانو په غونډه کې ګډون کړی و.

د راپور له مخې، د دواړو ولسمشرانو د خبرو یوه مهمه موضوع د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د مسکو او دوشنبې د همکاریو د پراختیا لارې چارې وې.

ټاکل شوې وه چې پوتین رحمان ته د افغانستان په اړه د روسیې د پلاوي د وروستي سفر د پایلو په اړه معلومات ورکړي. دغه پلاوی د روسیې د صدراعظم د مرستیال الکسي اورچوک په مشرۍ کابل ته تللی و.

په تاجکستان کې د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې فعالیت هم د دواړو ولسمشرانو د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه و. پوتین تر دې مخکې دا اډه په منځنۍ اسیا کې د امنیت د ټینګښت له مهمو ضمانت کوونکو څخه بللې وه.

تاجکستان له افغانستان سره شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او په تېرو څو میاشتو کې د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې ځینې وړې امنیتي امنیتي پېښې شوي چې اکثرو یې له جنایتکارو ډلو سره تړاو درلود.

د روسیې ولسمشر د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه، په بشکیک کې د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې له رحمان سره په کتنه کې ویلي و چې مسکو د افغانستان د وضعیت په اړه د دوشنبې له اندېښنو خبر دی او له تاجکستان سره د امنیتي موضوعاتو په برخه کې نژدې اړیکې لري.

همداراز، د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف د روان کال په سپټمبر کې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د امنیت پیاوړتیا په سیمه کې د مسکو د دفاعي او امنیتي تګلارې له لومړیتوبونو څخه بللې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پلار مړینې څنګه د ژوند او هنر په اړه د روري کینیر لیدلوری بدل کړ؟

روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي...