غني خان د پښتو ادب له هغو فلسفي شاعرانو څخه دی چي شاعري يې د فکر، فلسفې، جمال، ميني، انسان، کائنات او خالق ترمنځ د اړيکو نوي زاويې رابرسېره کوي. که څه هم د هغه په شاعرۍ کي د طبيعت، ښکلا، انسان، ژوند او مرګ بېلابېل اړخونه په هنري او فلسفي بڼه انځور شوي دي، خو د ده د فکري نظام اساسي محور مينه ده. دا مينه د روايتي رومانتيک يا عرفاني عشق په مانا نه ده، بلکي د انسان، هستۍ او خالق ترمنځ د يوې ژورې وجودي او فلسفي اړيکي استازيتوب کوي.تر اوسه ډېری څېړونکو د غني خان شاعري د جمالياتو، حسن ازاد فکرۍ او فلسفي شاعرۍ له اړخه څېړلې ده، خو د هغه د ميني د تصور فلسفي بنسټ ته په خپلواک او منظم ډول لږه پاملرنه شوې ده. په همدې اساس، زه دا هڅه کوم چي د غني خان د شاعرۍ د ميني تصور د هغه د ټول فکري نظام په رڼا کي وڅېړم او څرګنده کړم چي د ده په اند مينه د حسن، عقل او وجود تر ټولو لوړ اصل دی.
دلته زموږ اساسي پوښتنه دا ده چي آيا د غني خان د شاعرۍ بنيادي محور حسن دی که مينه؟ او که مينه وي، نو دا مينه له روايتي تصوراتو څخه په کومو ځانګړنو بېلېږي؟ د همدې پوښتنې د ځواب لپاره د غني خان د شاعرۍ په رڼا کي د تحليلي او تشريحي طريقې له مخې ارزول شوي دي. له دې څخه مي موخه دا ده چي د غني خان د شاعرۍ هغه فلسفي اړخ روښانه شي چي په کي مينه د هستۍ د راز، د انسان د پېژندنې، د ښکلا د مانا او د خالق او مخلوق د اړيکي د بنسټ په توګه راڅرګندېږي.
د غني خان د ميني فلسفي تصور
غني خان د خپلي فلسفې بنیاد پر مينه اېښی دی. د ده په اند مينه د انساني ژوند، کائناتو او د خالق او مخلوق ترمنځ د اړيکي اساسي حقيقت دی. له همدې امله د ده په شاعرۍ کي مينه د يو عادي احساس يا روايتي عشق په بڼه نه راڅرګنديږي، بلکي د هستۍ د راز، د ښکلا د حقيقت او د انساني شعور د بشپړتيا د وسيلې په توګه وړاندې کيږي.
هغه وايي:
مينه حقيقت، حسن سايه د حقيقت ده
حسن له زوال شته، مينه نه لري زوال
او په بل ځای کي وايي:
ستوري ته آسمان کښې يوه ورځ ووې هلال
خدای آدم له مينه ورکړه، مونږ له تش جمال
بيا وايي:
زه به په خندا ورکړم دا خپل ښايست د کمال
ما له که يو څاڅکی مينه راکړي څوک په سوال
او په پای کي خپله فلسفي نتيجه داسې بيانوي:
مينه حسن جوړ کړي، بيا پرې شي مينه مئينه
مينه لېونۍ ده، لېونۍ ده مينه مينه

همدا شعرونه د غني خان د فلسفي نظام بنسټ څرګندوي. د ده په اند حسن په خپله مستقل حقيقت نه دی، بلکي خپل ارزښت له مينې څخه اخلي. مينه د حسن خالق، ساتونکي او د هغه د مانا سرچينه ده. له همدې امله غني خان د حسن مقام تر مينې وروسته ټاکي او باور لري چي حسن د زوال تابع دی، خو مينه د حقيقت له نړۍ سره تړاو لري او زوال نه مني.د غني خان د شاعرۍ په اړه ډېری څېړونکو د هغه د جمالياتي فکر، د ښکلا د احساس او د فطرت د انځورګرۍ يادونه کړې ده، خو د ده د فلسفي فکر له ژورې مطالعې څخه څرګنديږي چي د هغه د شاعرۍ اصلي محور حسن نه، بلکي مينه ده. حسن د ده په شاعرۍ کي د ميني يوه څرګندونه ده، نه دا چي مينه د حسن يوه نتيجه وي. له همدې امله د غني خان فلسفه بايد د جمالياتو تر څنګ د ميني د فلسفې له زاويې څخه هم وڅېړل شي.له همدې ځايه يو شمېر بنيادي فلسفي پوښتنې راپورته کيږي چي: احساس څه شی دی؟ حسن څه شی دی؟ عشق څه شی دی؟ ايا د دغو مفاهيمو(تصوراتو)د درک لپاره يوازې عقل بسنه کوي، که د وجدان او باطني ادراک ونډه هم پکي شته؟ که حسن او عشق محدود وي، د هغوی حدود کوم دي؟ او که لامحدود وي، نو محدود عقل به څنګه د هغوی حقيقت درک کړي؟همدا هغه پوښتنې دي چي د فلسفې په تاريخ کي يې بېلابېل فلاسفه په خپلو فکري نظامونو کي د ځواب هڅه کړې ده. ځينو عقل د حقيقت وروستۍ وسيله بللې، ځينو وجدان او شهود ته لومړيتوب ورکړی او ځينو بيا د دواړو ترمنځ د توازن لاره غوره کړې ده. د فلسفې د تاريخ يوه ځانګړنه دا ده چي د دغو پوښتنو په اړه وروستی او يو شان ځواب نه دی وړاندې شوی، بلکي هر فلسفي د خپلې مشاهدې، تجربې او فکري نظام له مخې خپل دريځ څرګند کړی دی.غني خان هم د همدې فکري دود يوه ځانګړې څېره ده، خو د هغه ځانګړتيا په دې کي ده چي د دغو ټولو پوښتنو د ځواب محور مينه ګڼي. د ده په اند عقل د حقيقت د لټون يوه وسيله ده، خو وروستۍ منزل ته انسان د عشق، وجدان او باطني ادراک له لارې رسېږي. همدا ځانګړنه د غني خان فلسفه له ډېرو لوېديځو فلسفي نظامونو څخه بېلوي او د هغه فکري هويت ته ځانګړی امتياز ورکوي.د فلسفې په تاريخ کي د انسان د معرفت، حقيقت او د هستۍ د درک په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې شوي دي. د لوېديځ فلسفې په بهير کي د عقل، تجربې او وجدان ترمنځ د اړيکي په اړه اوږد بحث شوی او هر فلسفي د خپل فکري نظام له مخې د دغو پوښتنو ځوابونه لټولي دي. د دغو نظريو له جملې څخه د فرانسوي ټولنپوه او فلسفي اوګست کومټ (Auguste Comte)ددرو مرحلو قانون (Law of Three Stages)ځانګړی اهميت لري.کومټ باور لري چي د انسان فکري او ذهني پرمختګ له درېيو پړاوونو څخه تېرېږي. لومړۍ مرحله *الهي يا ديني مرحله* ده چي انسان پکي د کائناتو د پېښو تفسير د الهي ځواک او مافوق الطبيعت له لارې کوي. دويمه مرحله*مابعدالطبيعي يا فلسفي مرحله*ده چي انسان په کي د هر څه په اړه پوښتنې راپورته کوي او د عقل او استدلال له لارې د حقيقت د موندلو هڅه کوي. درېيمه مرحله *اثباتي يا علمي مرحله*ده چي په هغې کي د تجربې، مشاهدې او علمي ازموينې له لارې حقيقت ته د رسېدو هڅه کيږي (Comte, 1855).
که د غني خان فلسفي فکر د دې نظريې په رڼا کي وڅېړل شي، نو څرګنديږي چي هغه د انساني پوښتنو او فکري لټون ارزښت مني، خو د حقيقت وروستۍ سرچينه يوازې په عقل او تجربه کي نه ويني. د ده په اند انسان د عقل تر څنګ د زړه، وجدان او مينې له لارې هم د حقيقت درک کولی شي. همدا ټکی د غني خان فکري نظام له اثباتي فلسفې څخه جلا کوي.غني خان د خدای په وجود او د کائناتو په نظم بشپړ باور لري. هغه د خالق او مخلوق اړيکه د مينې پر بنسټ تفسيروي او وايي:
چاته غر کړې اورې، چاته پوله غر کړې
هر زړه تاته معلوم، هر راز تاته ظاهر
د کافر ته آقا، د مؤمن ته مولا
ته جېزس، برهما، ته يزدان، ته الله
لاري ستا د محل، څوک اوږدې څوک وړې
مسافر ستا د در، هر امت، هر سړی
دغه شعرونه څرګندوي چي غني خان د الهي حقيقت منکر نه دی، بلکي د انسانانو د بېلابېلو لارو تر شا يو واحد حقيقت ويني. د ده په اند د دينونو اختلاف د حقيقت اختلاف نه، بلکي د انسان د درک د طريقو اختلاف دی.خو غني خان په همدې ځای نه درېږي. هغه د انسان د فکري او وجودي حالت په اړه ژورې فلسفي پوښتنې هم مطرح کوي. د ده مشهور نظم چی
خدايه عقل چي و زړه دي ولي راکړ
په يو ملک کي دوه خود سره بادشاهان
بادشاهي او فقيري دي ولي يو کړه
د ژوندون په هر ساه کي مرګ پنهان
ولي غم لکه اسمان په جهان خور دی
خدايه ولي خوشحالي دي کړه نايابه
ولي جوړ دي کړو ننګي د ګل د پاڼو
خدايه ولي نشه بيايې له شرابو
ولي ښائست او رنګ دي دواړه خور او ورور کړه
ولي ولي دي جهان کو ډک په رنګ
ولي کوڼ دي زه پيدا په جهان نه کړم
خدايه ولي دي اواز پوست کړ د چنګ
ولي ماته دي عطا کړ فکر و خيال
ولي ولي په رڼا ورځي خوبونه
خدايه ولي دي ځواني هر چا له ورکړه
خدايه ولي دي پيدا کړل اميدونه
ولي جوړ دي د يار سترګو کي جنت کړ
ولي تريخ دي کړ بېلتون او خوږ وصال
خدايه ولي دي سپوږمۍ له رڼا ورکړه
چي زنګي مي د مستۍ په مهين ټال
ولي جوړ دي کړ ازغي د ګل په خوا کي
ولي زړه مي پاک خو جسم مي ناولی
ولي ماله دي د ولي طاقت راکړ
خدايه ولي خدايه ولي خدايه ولي
په دې نظم کي شاعر د عقل، مرګ، ژوند، غم، ښکلا، بېلتون، اميد او اختيار په اړه داسې پوښتنې راپورته کوي چي د فلسفې د تاريخ له بنسټيزو مسئلو سره تړاو لري.د دغو پوښتنو ځانګړتيا دا ده چي شاعر د شک لپاره شک نه کوي، بلکي د حقيقت د لا ژور درک لپاره پوښتنه کوي. له همدې امله د غني خان شک د الحاد يا انکار بڼه نه لري، بلکي د معرفت او يقين د پراخېدو وسيله ده.له همدې ځايه د غني خان او اوګست کومټ ترمنځ يو مهم توپير څرګنديږي. کومټ د معرفت وروستی پړاو په تجربه او اثباتي علم کي ويني، خو غني خان باور لري چي د انسان ځينې تجربې، لکه مينه، وجدان، ښکلا، الهام او عرفاني احساس، د علمي تجربې له دايرې څخه پورته دي. دا هغه حقيقتونه دي چي يوازې د عقل په وسيله نه، بلکي د باطني ادراک او مينې له لارې درک کيدای شي.همدا فلسفي دريځ د غني خان د شاعرۍ اصلي امتياز جوړوي. د هغه په اند عقل د حقيقت د لټون يوه مهمه وسيله ده، خو که عقل له مينې او وجدان څخه بېل شي، نو انسان د هستۍ بشپړ حقيقت نه شي درک کولی. ځکه نو هغه د عقل او عشق ترمنځ د ټکر پر ځای د دواړو د توازن غوښتنه کوي او د انسان بشپړتيا د همدې توازن په تحقق کي ويني.
د عقل او عشق تقابل او د ميني برلاسی : د غني خان په شاعرۍ کي د عقل او عشق بحث يوازې ادبي يا عرفاني موضوع نه ده، بلکي د هغه د فلسفي فکر يوه بنسټيزه برخه ده. هغه عقل د انساني ژوند يو مهم ځواک ګڼي، خو باور لري چي عقل د هستۍ ټول حقيقت نه شي درک کولای. د ده په اند ځينې حقيقتونه، لکه مينه، ښکلا، الهام او وجدان، د عقل له دايرې پورته دي او يوازې د باطني ادراک او عشق له لارې درک کيدای شي.غني خان وايي:
قسمت
ګوره طاووس مړ کړ ښکلو وزرو
ابليس برباد کړ علمي خبرو
سيپی ويده و د سيند په تل کي
زړګی يې وچاود سرو ملغلرو
ګلاب خپل رنګ او بوی تالا کړ
منصور په دار شو چي باخبر وو
پتنګ خپل نرم زړګی وسوځاوه
مېږی برباد کړ خپلو وزرو
په دې شعر کي شاعر د عقل، غرور، ښکلا او عشق ترمنځ ژوره فلسفي اړيکه بيانوي. د ده په اند يوازې علم او عقل د انسان د کمال ضامن نه دي؛ که له ميني، تواضع او باطني شعور سره مل نه وي، انسان حقيقت ته نه شي رسېدای. همدا وجه ده چي غني خان د عقل او عشق په مقابل کي د عشق او وجدان ارزښت لوړ ګڼي.
د مرګ، ژوند او ميني فلسفه ، د غني خان په شاعرۍ کي مرګ د پای مانا نه لري، بلکي د يو نوي حقيقت د پيل نښه(نخښه) ده. هغه مرګ د انسان او حقيقت ترمنځ د واټن د ختمېدو وسيله ګڼي او د ژوند او مرګ ترمنځ مصنوعي بېلتون نه مني.هغه وايي:
مرګ به مې تنها کړي، نور مرګ به مې نږدې کړي نور
مرګ نه عبادت شو جوړ، مرګ د ميني کار وخوت
نه وو لېونی منصور، خود کي و خوشحاله وو
څه خو يې ليدلي وو ځکه خو په دار وخوت
په دغو شعرونو کي مرګ د عشق د سفر وروستۍ مرحله ده. شاعر باور لري چي مينه انسان له ظاهري نړۍ څخه د حقيقت نړۍ ته رسوي، له همدې امله مرګ د وير او نابودۍ پر ځای د وصل او معرفت وسيله ګرځي.له همدې امله د غني خان په فلسفه کي ژوند، مرګ، حسن، درد، وصال او بېلتون ټول د ميني د يوې واحدې فلسفې بېلابېل اړخونه دي. هغه کائنات د تصادف پايله نه ګڼي، بلکي د خالق د مينې څرګندونه يې بولي.
زموږ له ټول بحث څخه څرګنديږي چي د غني خان په شاعرۍ کي مينه يوازې يو جذباتي احساس يا د روايتي عشق موضوع نه ده، بلکي د هغه د ټول فکري او فلسفي نظام بنسټيز اصل دی. که څه هم د هغه په شاعرۍ کي حسن، ښکلا، رنګ او جمال پراخ ځای لري، خو د ژور تحليل له مخې څرګنديږي چي حسن د ميني تابع دی او خپل ارزښت له مينې څخه اخلي. همدا ځانګړنه د غني خان د فلسفي فکر تر ټولو مهم امتياز دی.د کومټ د فکري پرمختګ د درې مرحلو له نظريې سره د غني خان د فکر پرتله دا څرګندوي چي غني خان د عقل، تجربې او فلسفي پوښتنې ارزښت مني، خو د حقيقت وروستۍ سرچينه په مينه، وجدان او باطني ادراک کي ويني. له همدې امله د هغه فلسفه نه يوازې له مثبتي فلسفې، بلکي له روايتي عقليتي فکر څخه هم يو ځانګړی او خپلواک دريځ لري.د غني خان په شاعرۍ کي مينه د انسان، خالق او کائناتو ترمنځ د اړيکي اساسي محور دی. د ژوند او مرګ راز، د ښکلا حقيقت، د عقل حدود او د انسان د وجود مانا ټول د همدې ميني په فلسفه کي تفسيرېږي. له همدې امله غني خان يوازې د حسن شاعر نه، بلکي د ميني، معرفت او انساني شعور ستر فلسفي شاعر دی.په پايله کي ويلای شو چي د غني خان د ميني تصور د پښتو ادبياتو يو ځانګړی فلسفي تصور دی چي د جمالياتو، عرفان، انساني شعور او وجودي فکر ترمنځ ژوره اړيکه رامنځته کوي. همدا ځانګړنه د هغه شاعرۍ ته په پښتو ادب کي يو ممتاز مقام وربخښي او د نورو علمي او فلسفي څېړنو لپاره پراخه لاره پرانيزي.
داکټر نصيبلله سيماب
پښتو څانګه بلوچستان پوهنتون کوټه