Homeخبرونهد نړۍ تر ټولو زدې ښځې ۱۱۷مه کلیزه ونمانځله

د نړۍ تر ټولو زدې ښځې ۱۱۷مه کلیزه ونمانځله

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) د ګینس د نړیوالو ریکارډونو له مخې، د نړۍ تر ټولو مشره ژوندۍ ښځه د بریتانیا ایتل کیترم ده چې په سرې ښار کې یې د زړو په استوګنځي کې خپله ۱۱۷مه کلیزه ونمانځله.

ایتل کیترم په ۱۹۰۹ کال کې زېږېدلې او په تېره څه باندې یوه پېړۍ کې یې دواړه نړیوالې جګړې، ګڼ تاریخي بدلونونه او د کرونا وبا په ګډون د نړۍ ډېرې مهمې پېښې لیدلې دي.

په حیرانوونکې ډول، نوموړې په ۱۱۰ کلنۍ کې پر کرونا ویروس هم اخته شوې وه، خو ترې روغه شوه. هغې تر ۹۷ کلنۍ پورې خپله موټر هم چلاوه.

تېر کال ایتل کیترم د بریتانیا له پاچا درېیم چارلس سره هم لیدلي و.

که څه هم ایتل کیترم اوس د نړۍ تر ټولو مشره ژوندۍ انسانه ده، خو د انسانانو تر ټولو د اوږد ثبت شوي عمر نړیوال ریکارډ لا هم د فرانسوۍ ژان کالمان په نوم دی. نوموړې په ۱۹۹۷ کال کې د ۱۲۲ کلونو او ۱۶۴ ورځو په عمر مړه شوې وه.

ایتل کیترم د خپل اوږد عمر راز له شخړو لرې پاتې کېدل، د نورو خبرو ته ډېر غوږ نیول، لږې خبرې کول او په خپله خوښه ساده ژوند کول بولي.

کارپوهان وايي، ښايي په نړۍ کې داسې کسان هم موجود وي چې تر دې ډېر عمر یې کړی وي، خو د هغوی د عمر لپاره معتبر او په نړیواله کچه تایید شوي اسناد نشته. له همدې امله، ګینس نړیوال ریکارډونه یوازې هغه عمرونه د نړیوال ریکارډ په توګه مني چې معتبر شواهد یې تایید کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري کولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د لیکدود د...