کرمیه چي غم نه وي ته غم راوړې
کرمیه، که زما په دعا کیږي په لمغوټه سپرو واوړې
د آدم خان او درخانۍ په کیسه کې لولو چې کرمی ورسره ملګری دی، د باچا په کسانو برید کوي او پاتې ملګري یې په خطر کې اچوي او آدم خان پورته بیتونه ورته زمزمه کوي.
ملي هینداره چې نوموتي لیکوال محمدګل نوري لیکلې ده، د پښتو فولکلوري نکلونو پخوانۍ بېلګه ده چې په ساده نثر لیکل شوی دی. د نکلونو په مینځ کې د سوال او ځواب لپاره خبرې په نظم شوي دي چې د کیسې ښکلا یې یو پر دوه کړې ده.
نکلونه او فولکلوري کیسې د دود او کلتور په ساتلو کې لویه ونډه لري، همداراز یو ځل بیا رایادوي، د ژوند ساده او ښکلې شېبې، هغه چې موږ له پامه غورځولي وي د وخت په تېرېدو څومره ارزښتمنې ګرځي او که ولیکل شي د یو چا د ژوند په بدلون کې به یې لویه مرسته کړې وي.
د داستاني آثارو د ډېرې غوښتنې لامل دا دی چې د ژوند ټول اړخونه غم، ښادي، هیلې او یا لوړې ژورې پکې انځور شوي وي په دې معنا چې راتلونکو نسلونو ته د ژوند د تصویر په لیږد کې یې لویه ونډه درلودلې ده. دې ډول اثارو په هره زمانه کې بېلابېل فورمونه غوره کړي دي. خو دا ټول فورمونه له یو چوکاټ څخه سرچینه اخلي چې هغه کیسه ده.
زه به د عمر په دیارلسم یا څوارلسم کال کې وم، کلي ته د ګرځنده کتابتون موټر راغلی و د نورو کتابونو تر منځ مې سترګې په ملی هینداره ولګېدې. دا چې ما له خپلې مور څخه د دې کتاب په اړه ډېر اورېدلي و او ځينې نیمګړې کیسې مې هم ترې اورېدلې وې نو د ملی هیندارې یوه نسخه مې په هغو پیسو واخیسته چې له کوره مې راوړې وې.
د لوستلو پر وخت به نظمونه راته ګران تمامېدل ځکه چې فکري قوت په هغه اندازه نه و چې د نظم په تار پیلو تورو نه دې مطلب واخیستل شي، نو به مې سیده د متن برخې ته ټوپ کړل. په ټولو نکلونو کې هغه برخه چې پکې زبزبانه ښاپېرۍ د دیب پر شا سپریږي، غره ته ځي او هلته ……… راته حیرانوونکې له تلوسې ډکه وه.
یوه بله رساله چې پکې یوازې د سیف الملوک او بدرۍ جماله کیسه لیکل شوې وه، ځلونه مې لوستې وه، زموږ یوه توړۍ چې په اندړو واده ده، د ژمي په سړو ورځو کې زموږ کره راغلې وه، ما دا کیسه له پیله تر پایه ورته ولوسته د کیسې په پاې کې یې د اندړو په لهجه راته ویل: وه، زما نقل چي زو قربان دې سم. چې کله به زموږ په کور کې د کیسې خبره راتله د نوموړې نېک یادون به مو تل کاوه.
د پښتو ادب ارزښت، لیکلو او قاعدوي کتابګوټو نه دی لوړ کړی، بلکې دا امتیاز د شفاهي او ولسي ادبیاتو دی چې ژبه یې ښکلي او رنګینه کړې ده. موږ په پښتو ادبیاتو کې د فورم له مخې داسې چوکاټ منځ ته نه دی راوړی چې هغه د نړیوالو لپاره د منلو وړ وي او دوی دې پکې لیکنې وکړي، خو برعکس ډېر نړیوال ادبي فورمونه وینو چې د پښتو ژبې لپاره معیار ګرځول شوي دي. په پښتو ادبیاتو کې دا تشه ولسي ادب ډکه کړې ده، که څه هم نړیوال ستیج ته یې نه دی رسولی خو د ډېرو نړیوالو ادبي فورمونو څخه یې د محتوا له اړخه غنی کړی دی.
ولسي ادب د ټولنې د غږ نچوړ دی، د زرکر دوکان، د ټکندې غرمې د غنمو لوګري، د توت سیوري، د مدرسې طالب، د تناره ډوډۍ، حجره، د جګړې میدان او حتی د نغري خوا په خپله لمن کې رانغاړي. دا ټول د ولس هغه ارزښتونه دي چې له پخوا څخه ورپاتې دي، او د پام وړ ټکی دا دی چې د ولسي ادب لوستونکي او اورېدونکي اوس هم هغه پخوانی خوند پکې محسوسوي.
په ولسي ادب کې ښه ځانګړنه د سمبولیکو نومونو زیرمه ده چې وختونه وروسته هم د احساس د لیږد لپاره کاریږي او دا برخه یې غني ساتلې ده. منګی، ګودر، نکریزې او نور نومونه یې د بېلګو په ډول یادولای شو.
د ژوند د طریقې د پرمختګ او چاپېریال د مادي بدلون تر څنګ ټولنیزو بدلونونو هم د ولسي ادب په بدلون کې ستره ونډه اخیستې ده، خو له دې ټول سره یې پخوانی رنګ لا د لاسه نه دی ورکړی،
ګودر ته ځم راپسې راشه
زه به منګی په لپو ورو ورو ډکومه
پخوا به د یار دیدن د اوبو راوړلو پر وخت و ځکه چې په هر کور کې کوهی نه و، اوس چې له ځمکې د اوبو ایستلو ډېر سهولتونه منځ ته راغلي دي او نجونې ګودر ته په اوبو پسې نه ځي نو ګودر یو سمبولیک شکل غوره کړی دی. داسې نه ده چې د کلیوالي ژوند هر څه دې ولسي ادب ته لار پیداکړي وي بلکې په ولسي ادب کې ځینې نومونه د خپلې کارېدنې له امله سمبولیکه بڼه غوره کوي او له خوږو احساساتو سره مل وي.
د بېلګې په ډول د غنمو کرلو وخت کې هوا ښه وي، لمر ټکنده نه وي او د کار کولو لېوالتیا ډېره وي خو په ادب کې دومره ځای نه دی ورکړل شوی، د دې برعکس د لو کولو وخت د ګرمۍ په موسم کې وي، د کار کولو لپاره چاپېریال برابر نه وي چې د همدې سختۍ تکرار د غنمو لو کولو ته سمبولیکه بڼه ورکړې ده او ولسي ادب ته یې لار لار کړې ده.
په ټپو کې وایو چې:
چې لو کوې ګوتې به پرې کړې
پلار ته دې وایه چې لوګري واچوینه
په ولسي ادب کې د ثابتو فورمونو لکه لنډۍ، داستان، سروکې او نورو تر څنګ ځینې باورونه هم دي چې خلکو منلي دي، ثابت فورمي شکل ته راتګ یې یوې زماني دورې ته اړتیا لري تر څو ټولنه یې د ارزښت په توګه ومني او د باورونو برخه یې وګرځوي. د دې تر څنګ دا هم ممکنه ده چې اوسنی نازک حال له لاسه ورکړي او ټولنه د وروسته پاتې اصل په سترګه ورته وګوري.
د هېواد په ځینو سیمو کې که د کومې نجلۍ د واده په ورځ باران اوري خلک وايي چې نوموړې د خوړو دیګونه ډېر څټلي دي، اوس که وګورو د دیګونو څټل بده چاره نه ده خو دا چې کمه پیښیږي خلکو ته حیرانوونکې ښکاري او یو باور منځ ته راغلی دی، دا په دې معنا نه ده چې ګواکې د نوموړي کس سپکاوی وشي بلکې یو ډول د طنز یا فکر بدلولو دی.
د مني په موسم کې د هېواد په سړو سیمو کې خلک د نذر په شکل شیر برنج پخوي چې (دیګچه) یې بولي، د دې لپاره لوی دیګ برابروي، کله چې پوخ شي، پاسنۍ برخه یې یو ډول کلکه شي او درز درز وچوي، دې چاودونو ته کوربنې بیا تشبیهات ورکوي، څوک وايي ګل پکې رسم دی، څوک وايي د تسبیح زنځیر دی، بېلابېلې بېلګې ورکوي. تر ټولو حیرانوونکې یې دا ده چې له یو بل ډېره په خوند پوښتي چې څه پکې رسم شوي دي. داسې ډېرې بېلګې شته چې د ټولنې په معنویاتو کې شمېرل کیږي، خو د ادب په چوکاټ کې د قلم څوکې ته نه دي لوېدلي.
دا تشبیهات په ټولو وختونو کې سم نه وي ځینې وخت ناسم وي خو شعریت او د ولسي ادب رنګ ورباندې غالب وي، ناسم یې هم کله کله د خلکو له خوا منل کیږي.
زه چې په ښوونځي کې وم، د سهار د چای لپاره مې کوچ د خوړلو کوټې ته وړل په لار کې راڅخه ولوېدل او په خاورو ککړ شول، د ملامتیا له وېرې مې نیم لوښی کوچ کوهي ته غوځار کړل، ورځې تېرېدې، کوچ له کوهي لږ لږ راختل، زموږ د خپلوانو څخه یوه له عمر څخه پخه ښځه راغلې وه، د کور غړو چې له کوهي د کوچو راختلو کیسه ورته کړې وه، نوموړې ویلي و چې: په کوهي کې مو ښاپېرۍ ځګ موښي یعني مستې په شړومبو او کوچو بدلوي.
په ولسي ادب کې موسیقي، استعارې، شعریت، د نثر خوږوالی هر څه د ولس له ویل شوو خبرو او باورونو منځ ته راغلي دي، دا ټول زموږ د ټولنې په تعریف کولو کې ښه رول لوبوي. زموږ د ټولنې ډېری وګړي په کلیو کې اوسي نو د عمل د ساحې او معنویاتو تر منځ دوامداره اړیکه له کلونو کلونو شته چې د ولسي ادب په بډایه پاتې کېدو کې یې ستر رول لوبولی دی.
د ولسي ادب د پالنې او خوندیتابه لپاره باید د ولس مشران، سپین ږیري او هغه کسان چې له ټولنې سره نږدې پاتې شوي دي وغږوو، خبرې یې واورو تر څو د ارزښتونو لویه زیرمه لاس ته راغلي وي. راتلونکي نسلونه ورڅخه د یوې باثباته ټولنې په جوړښت کې کار واخلي، او خپل معنویات یې له ټکنالوژیکي پرمختګونو سره هم غاړي او له پردي کلتوري یرغل څخه ساتلي وي.
ولسی ادب د نورو ادبي آثارو غوندې په دربار یا د شان شوکت په ځای کې نه وي، د شپانه، سپین ږیري او یا نورو عوامو په سینه کې خوندي وي، زموږ کوڅې ته به یو ملنګ راتله، یو څو کړۍ د نظم به یې ډېر په خوند ویلې چې:
وه، د پغمان د چمن ګله!
یادېږې زما
سلام رالیږه له کابله!
یادېږې زما