د شنبې ورځ د اسد ۱۹
وايي اوبو اخيستی ځګ ته هم لاس اچوي. بالاخره د کلونو جدايي او تبعيد وروسته جمهور رئيس خپل پخوانی مرستيال او بدعمله جنرال په ناز او نواز پخلا کړی او په ارګ کي ئې ملاقات ورسره جوړ کړی. جنګي قومندان د مارشالۍ په درېشۍ کي خمار جمهور رئيس ته وويل: ګلم جم مي اوس هم لېوان دي. نظامي حالت اعلان کړه. زه درسره يم.
جمهور رئيس په ټوکه ورته وويل: زموږ له يوه بل احمدزي سره ورسره وې، هغه خو دي په اعدام کړی.
له دې سره ټولو په زوره وخندل.
هره ورځ په ليست کي د پيسو د چاينلونو سره حتماً مجلس وو. د اداري اصلاحاتو پخوانی رئيس، چي اوس د مذاکراتو د ټيم غړی وو؛ د نن لومړی ملاقات درلودی. له هغه وروسته د بانک بهرنی رئيس، چي اوس ئې د غزني تذکره هم ورته اخيستې وه؛ اوږد محاله نامعلوم مجلس درلودی.
وروسته ئې د ستري محکمې له هئيت سره وکتل، چي ده ته حقوقي حل لاره ور وښيي. خبري ډېري وسوې، خو له مجلس وروسته جمهور رئيس لومړي سکرټر ته وويل: دا جمله مي ډېره خوښه سوه، چي حقوقي هيڅ تسليم نه کړم. نه استعفاء او نه هم حکومت سپارل. لاره بايد همداسي خلاصه پرېږدم.
مازديګر مهال په رسنيو کي عکسونه او ويډيوګاني خپرېدلې. طالبانو شبرغان او د خمار مارشال کور ونيول او يوه طالب د مارشال درېشي اغوستې وه او ريشخند ئې په واهه.
او له شبرغانه پر څلور ولايتونو کندوز، تخار، بدخشان او مزار حملې شروع سوې.
د يک شنبې ورځ د اسد اووه لسمه
نن جمهور رئيس تر اته نيمو بجو نه وو راوتلی. ډېري ورځي وروسته ئې له لومړي مرستيال سره د ليدلو وخت ټاکلی وو. داسي معلومېده، چي تر منځ ئې وضعيت سم نه دئ. مګر په ښکاره څه خبره نه راوتل. د دې مجلس په محتوا څوک پوه نه سول، خو اوازونه ئې پورته وه. داسي ښکارېده، چي لومړي مرستيال د جګړې او امکاناتو او واک اخيستلو کوښښ کاوه، مګر نتيجه ئې نه درلودل.
له دغه مجلس وروسته بيا هم د هغو څلورو تنو مجلس وو. اول د رسنيو مسؤل، بيا د امنيت شورا سلاکار، بيا اداره امور رئيس او بيا د دفتر رئيس.
د ورځي په منځ کي د پخواني جهادي رهبر، چي په پغمان کي اوسېدی؛ له هغه سره هم مجلس وسو او د هزاره ګانو له عينکي مشر او د پخواني جمهور رئيس له مرستيال سره هم تليفوني خبري وسوې. داسي ښکارېده، چي جمهور رئيس غوښتل يو ځل بيا د جنګيانو لمني ته ځان ور واچوي. خو هغوی هغه زاړه جنګيان نه وه، زور ئې اوبه سوی وو.
جالبه دا وه، چي په دې ورځ جمهور رئيس د خپل تجارتي شريک او د کاکا زوی، چي په پروژوي مافيا او د المپيک په قبضه کولو تورن وو، په فرمايش د هغه له فرمايشي المپيکي ډلي سره د ولايتونو د سقوط په جريان کي بانډار درلودی او په همدې ورځ ئې له ځيني تاجرانو سره هم ملاقات درلودی.
د شپې پر نهه بجې ئې يوه پټه تليفوني مکالمه هم درلودل، چي هيڅوک پوه نه سول، چي څوک وو او د څه شي په اړه وو.
د همدې ورځي تر ماښامه سرپل په بشپړه توګه سقوط سو او په کندوز کي جګړه په شدت سره روانه وه. د هلمند او هرات جګړه په خپل اوج کي وه او دواړو لورو خپل زور ښکاره کاوه.
دوشنبې ورځ د اسد اتلسمه
پېښي زياتيږي، مګر ارګ ډېر کرار او عادي لګيا دئ، لکه هيڅ چي نه وي پېښ. طوفان همېشه مخکي سېلۍ لېږي. دا سېلۍ را رواني دي. مړي دي، جګړې دي. د سيمو سقوطونه روان دي، مګر ارګ د همغه پنځو کسانو په پنجو کي دئ او جمهور رئيس ته نه څوک ور پرېږدي او نه هم څوک جرئت لري، چي خبر ور ورسوي. هر څه ورته محدود کړل سوي، يواځي هغه کسان او خبري ور رسيږي، چي همدغه محاصره کوونکي ئې غواړي.
په منځ منځ کي خپله جمهور رئيس د يو چا ليدل وغواړي، يا خبري وکړي؛ هغه کيږي. نور هر څه په ابهام کي روان دي. هيڅوک نه پوهيږي، چي څه کيږي. د هر چا دا فکر دئ، چي يوه معامله روانه ده، خو خرابيږي، که فقط حکومت بدليږي. نور هر څه سم دي. شل کلني جګړې هغوی، چي جګړه ئې روانه ساتلې؛ دوی نشه او مست کړي. توقع ئې نه ده، چي هر څه ختميږي او حالات بدليږي. هر څوک يو بل چا ته په تمه دي. هر چا يو ځای تارکى غځولی دئ. خپل پلان هيڅوک نه لري، هر څوک د بل پلان ته منتظر دي.
جمهور رئيس په دغه ورځو کي تر ټولو زيات هغه خلک ويني، چي په تېرو شلو کالو کي ئې تر ټولو ډېر سپک کړی او ډېر ورسره جنګېدل. نن په هغوی کي بقا پلټي.
پخوانی جمهور رئيس چي ئې تورنوی، چي دوی ته ئې ډېر وخت ورکړی وو؛ دی اوس خپله ويني، چي اصلي د قوت منبع همدا دوی وه او زور ئې ټول له خارجي منابعو سره وو؛ چي د هيچا زور نه په رسېدی. هغه د نن ناستي د پخواني جهادي قومندان او د ټلوالي وياند او بيا د پخواني جمهور رئيس ور وستی. لومړي مرستيال سره وه، هغه ورته وويل: پاکستان تماس نيولی او ملاقات غواړي.
جمهور رئيس وويل، چي په دې اړه به بيا وږغېږو. ته اوس د مقاومت امکان لرې، که نه؟
هغه ورته وويل: مقاومت خو په امکاناتو کېږي. هغه امکانات ټول يا بهرنيانو په ډي ډي آر کي ټول کړل او يا ئې هم د ډيپوګانو څخه د زړو اسلحو په نوم ټوله نامعلومو ځايو ته انتقال کړل. حتی خپل راکړي سټينګر ئې خپله بيرته دانه په يونيم ميليون ډالر رانيول.
دا ملاقات بې نتيجې پای ته ورسېدی. د پخواني جمهور رئيس د دفتر له رئيس سره مجلس وو. له هغه ئې د کابل د غرب ملاتړ وغوښتی. هغه ته ئې وويل: لوبه تاسي ته جوړه ده. په داعش مو ختموي.
له دغه مجلس وروسته ئې کوښښ وکړی، قوتونه تشويق کړي. ويډيويي مکالمې ئې وکړې، خو خبري او له هغو لورو روحيه دونه ضعيفه وه، چي هغه ويډيوګاني ئې خپرې نه کړې.
له هغه وروسته ئې د بين الملل له خاص استازي سره وليدل. هغه ته ئې د ټولو بهرنيو قوتونو بلخصوص امريکا شکايت وکړ، مګر هغه يواځي د اوربند او سولي خبره کلکه نيولې وه.
له دې وروسته ئې هغه کسان، چي تازه د ځان د ساتني له ډاره د حکومت ملاتړ غوښتنی وو؛ غونډه را وبلل او له هغوی څخه ئې د مقاومت او جګړې وعده واخيستل. مګر په دې ناسته کي بيا هم هغه کسان نه وه، چي واقعاً تاثيرګذاره وه.
له هغه وروسته ئې امنيتي غونډه را وغوښتل. د ټولي ورځي د جګړې دوسيه ئې جوړه کړه او د امريکا سفير ئې را وغوښتی. هغه ته ئې وضعيت تشريح کړی او د ټولي ورځي د جګړې دوسيه او ملاتړ ئې ور ښکاره کړی. هغه غوږ نيولی وو. په اخير کي ئې يواځي دونه وويل: زه به ستاسي خبري ورسوم. خو د افغانستان موضوع زموږ له لوري تړل سوې. موږ يواځي اوس پر سوله تمرکز لرو. جګړه په انتخاب کي نه سته.
په همدې ورځ سمنګان سقوط سو او د شمال خلک د جګړې او طالبانو له ډاره پر کابل را شور سول او د کابل پارکونه او دښتونه د بې ځايه سوو خلکو ډک سول.
ماښام ته تخار هم په بشپړه توګه سقوط سو. تر دې وخته په دغه ورځ زرنج، شبرغان، تالقان او ايبک په بشپړه توګه تصفيه او د طالبانو واک سو او طالبانو پر مزار، ميمنه، پلخمري او فيض آباد حملات تېز کړل. حکومت اعلان وکړی، چي په تېره شپه او ورځ کي ئې پنځه سوه نهه اويا طالبان وژلي دي، مګر طالبانو رسماً دا خبر درواغ باله.