پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د ارواپوهنې بنسټګر، فرویید

د ارواپوهنې بنسټګر، فرویید

مینه احمد

زیګموند فرویېډ (Sigmund Freud) د ارواپوهنې بنسټګر دی چې د ۱۸۵۶ د مې په ۶ مه په چک جمهوریت (د هماغه وخت اتریش) کې وزېږېد. ده ته له نیکونو درې خویونه میراث پاتې و، یو یې له علم سره مینه، بل د علم زده‌کړه، درېیم د رخې او کینې پر وړاندې ډېره پیاوړتیا او مقاومت.

له علم او پوهې سره مینې، فرویېډ اړ کړ چې له همغه کوچنیوالي طبي علومو ته مخه کړي، بوټي، کیمیاوي توکي، څاروي، سکلېټونه، فلسفه، تاریخ وپېژني او زده یې کړي.

فرويېډ هغه کس و چې ویې موندله د انسان اروا څو برخې لري. یوازې موندل نه، د دې پوهې بنسټګر هم و. ده د دې برخو اړوند خواره واره اطلاعات سره راټول کړل او یو نظر یې ترې ورغاوه. د فرویېډ پر اند (خوب) لاشعور ته د تګ لاره ده. ده په دې کار سره غوښتل اروايي ځورېدنې له مینځه یوسي. فرویېډ په دې اړه یو کتاب هم ولیکه چې شلمه پېړۍ کې تر ټولو اغېزناک وشمېرل شو.

د فرويېډ ژوند او څېړنو درې بڼې خپلې کړې. لومړۍ یې د خوب برخه وه چې خوب یې لاشعور ته د تګ لاره وبلله، بیا یې پر همدې بنسټ څېړنې وکړې. دویمه برخه یې د فرهنګ/ کلتور اړوند وه چې په اړه یې دوه کتابونه هم ولیکل. درېیمه برخه یې چې پای برخه ورته ویلی شو، د فلسفي فکر برخه وه چې خبره یې تر اروا پوهنې واووښته او دریځ یې لوړ شو.

فرويېد د انسان د نېکمرغۍ په اړه دوه‌زړی و. هغه د انساني غریزو او د ټولنې د خنډونو تر مینځ یو ضدیت لیده. فرويېډ نېکمرغي واقعي نه ګڼله؛ خو تل یې د اظطراب، وېرې او خپګان کمولو اړوند خبرې کولې. د ده نظرونه تنقید او کره‌کتنې ته جوګه شول. یو کس چې پر ده یې کره‌کتنه وکړه، هغه یې خپل شاګرد( یونګ) و.  یونګ د (تحلیلي ارواپوهنې) بنسټګر دی.

نوې روغتیاپوهنې او تجربو یې د فرويېډ نظر د نویو مطالعاتو خواته واړاوه چې یو بېل پړاو یې پیل کړ. دې پړاو ته یې په ټوکو کې د ارواپوهنې د لومړنیو پړاوونو د ساپي/صافي کولو نوم ورکړ. دی هغه وخت دې خبرې متوجه شو چې د ځینو اروايي ناروغانو بل ډول حرکتونو ته یې ورپام شو.

فرویېډ هغه وخت د هپنوټیزم له پوه سره لیدنې-کتنې کولې او د هغه له پوهې یې په زدکړې د خپلو ناروغانو په ځان کې داسې څه وموندل چې د ده پر اند د اروايي ناروغانو په کړنو کې د پردې تر شا داسې کوم څه شته چې دوی لاشعوري کړنو ته اړباسي، یا عکس العمل ښيي.

د فرویېډ لیکنې

ده یو کتاب د (هسټري) اړوند لیکلی و چې د هغه وخت روغتیاپوهنې خوښ کړ. بل یې د (خوب تعبیر) په نوم و چې شلمه پېړۍ کې یې خورا پلوي وموندل. د کتابونو تر څنګ یې خورا ډېرې مقالې هم شته چې ځينو ژبو ژباړلي دي.

فرويېډ د احساساتو بیانول او څرګندول د اروايي درملنې غوره لار ګڼله. تر ټولو مهم کتاب یې د (د ورځڼي ژوند د زیامنېدو ارواپوهنه) و. دا د ارواپوهنې ډګر کې هغه اړین کتاب دی چې د اروايي ستونزو جرړې له بېلابېلو لارو ارزوي.

دوه نور کتابونه یې هم شته، یو یې (موسی او د یوه خدای عبادت دی) بل یې (د لیوناردو داوینچي ارواسپړنه) دی. په دې کتاب کې د لیوناردو د ژوند په هکله د رنسانس پېر کې غږېدلی دی.

د فرویید مشهور کتابونه دا دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب