هغه مرغان چې هر سهار به یې د چوپتیا په غېږ کې د مینې سندرې ویلې او د ونو پر څانګو به یې د خوښۍ ټوپونه وهل، اوس یې د سندرو مانا له لاسه ورکړې. د آزادۍ په پراخ اسمان کې یې وزرونه لا هم غوړېږي، خو د الوت پر وړاندې یې د وېرې سیوري خپور دي.
د پسرلي نغمې یې نورې د پخوا په څېر نه دي؛ د خوښۍ رنګ یې تت شوی او د هر غږ په تل کې یې د بېلتون درد انګازې کوي. ځالې یې سوځېدلې، د مینې پناه ځایونه یې وران شوي او د طبیعت همغږي د جګړې په شور کې ګډوډه شوې ده.
مرغان د غرونو لوړو څوکو ته کډه کوي، له هغې نړۍ څخه لرې الوزي چې انسان پکې د خپل هوس او واک لپاره اورونه بلوي. ښایي د غرونو په لوړو کې د وېرې سیوري لنډ وي او د سکون لپاره لا هم کومه کوچنۍ څنډه پاتې وي؛ خو جګړه دومره بې رحمه ده چې ان د غرونو لوړوالی یې هم د پناه او سکون په غېږه کې نشي پټولی.
هغوی له ځان سره د ورانو ځالو یادونه، د بېلو شویو ملګرو غم او د هغو خوږو سندرو خاطرې وړي چې یوه ورځ یې د مینې په هیله زمزمه کولې. په هره الوتنه کې یې د یوه له لاسه وتلي پناه ځای ارمان پروت دی او په هره نغمه کې یې د بېرته ستنېدو مړه هیله ساه اخلي.
دوی د یوې امن ځالې، یوه اشنا غږ او رښتینې طبیعت په لټه کې دي؛ خو په داسې نړۍ کې چې انسان پکې د انسان لپاره دوزخ جوړوي، ان د جونکړۍ موندل هم په کې په کړاو بدل شوي دي.
اوس د غرونو له لوړو څخه د مرغانو نغمې د پسرلي زېری نه راوړي؛ بلکې د بېلتون درد، د ورانۍ کیسه او د سولې ارمان له ځان سره لېږدوي. هغوی د خپلو ماتو نغمو په ژبه انسان ته داسې وایي:
«تاسو د خپلو جګړو په لمبو کې یوازې خپل ژوند نه سوځوئ؛ زموږ ځالې هم رانه اخلئ، زموږ ملګري رانه بېلوئ او د آزادۍ اسمان هم راباندې تنګوئ. ستاسو د کرکې اور زموږ د مینې تر ځالو هم رسېدلی دی.
مرغان به ولې کډې نه کړي؟
په وطن جنګ دی، د باروتو بوی ترې ځینه!»
مرغان لا هم الوزي، ځکه الوت یې په فطرت کې لیکل شوی؛ لا هم سندرې وایي، ځکه د هیلې وروستۍ رڼا یې لا نه ده تته شوې. خو اوس یې هره نغمه د یوې بېځوابه پوښتنې بار وړي؛ داسې پوښتنه چې ځواب یې د انسان په وجدان کې ورک دی:
که د انسان له وجې پر ځمکه د مینې ځالې د جګړو په لمبو کې سوځي او د سولې غږ د وسلو په شور کې ورکېږي، نو مرغان به خپلې سندرې چېرته وایي؟
او انسان به کله درک کړي چې جګړه یوازې د انسان وینه نه تویوي، بلکې د ژوند ښکلا وژني، د طبیعت غېږه ورانوي او هغه نغمې خاموشوي چې نړۍ ته د مینې، آزادۍ او سولې رنګ وربښي؟
مرغان هم ستړي شوي دي؛ نه له الوتلو، بلکې له هغې اسمانه چې هره ورځ پکې باروتي ورېځې ګرځي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦کال د نوامبر ٥مه