په دې نژدې ورځوکې مې ورور په کندهارکې و. زه هلته له یوه مشهور کتابپلورنځي سره لا مخکې په اړیکه کې وم آن د کتابونو لیست مې هم ترې ترلاسه کړی و.
لیست مې ټول ترنظر تیر کړی و او کابو لس دوولس کتابونه مې پکې غوره کړې وو، کله چې مې ورور هلته سفر وکړ نو د یاد کتابپلورنځي له مسول سره مې خبره شریکه کړه خپل چمتو کړی لیست مې ورته ولېږی او هغه راته د ځینو ادبي کتابونو نومونه او عکسونه را ولېږل، شپږ ټوکه کتابونه مې دا ځل په دې نوملړ کې انتخاب کړل.
ورته ومې وویل چې آدرس راکړه ورورمې راځي او کتابونه ورته وسپاره، زه د ادبیاتو، تاریخ، فلسفې، تصوف او ارواهپوني له مطالبو او کتابونو سره زښته زیاته مینه لرم چې هرکله کوم ولایتي سفر ته تللی یم نو یو، دوه کتابه مې حتماً پېرودلي دي، آن کله کله که کوم دوست کوم ولایت یا مرکزته سفر وکړي نو هغوی ته مې هم د کتاب راوړلو زحمت ورکړی دی.
هرکله چې په یادو برخو کې کوم نوي څه چاپ اوخپاره شي نو زه ورته په بې صبرانه توګه د ترلاسه کولو او مطالعې انتظار کوم، آن کله کله په مالي لحاظ ځان پوروړی کوم او دامادي زیان په ځان منم ترڅو کوم نوی اثر ترلاسه کړم.
د ټولنیزو رسنیو دا برکت هم د پام وړ دی چې سړی د داسي نوو ایجاداتو څخه ژر خبرېږي ولي له بده مرغه رارسېدل يې اونۍ او میاشتي وخت اخلي.
راځم خپل اصلي مطلب ته؛ د نوو را رسېدلو کتابونو په لړ کې زموږ د عصر د یو ډېر ژور، تفکري، فلسفي او ادبي لرلید خاوند عالم لیکوال ښاغلي استاد محمد اکبر کرګر څېړنیز ادبي_ فلسفي آثار هم زما د غوراوي په نوملړ کې شامل دي، په دوو آثارو کې (فرهنګي بحثونه، غني د شګو په محل کې_ ماته یو دریاب د نور را) يا (غني پېژندنه) کتابونه سته چې د غني پېژندني کتاب مې په بشپړ ډول تر اوسه په خوند او پند ولوست.
ما یاد اثر په pdf بڼه څو څو واره په ځغلنده توګه تر نظر تېر کړی و، خو د بریښنايي پاڼو پر سکرین ماته مطالعه چندان خوند نه راکوي آن ډېر کله مې سر درد هم کړي، اوس چې یاد کتاب په فزیکي بڼه لاسته راغی نو ډېر په خوځنده تلوسه مې ولوست چې غواړم په دې اړوند خپله نيمګړې انتباه له تاسو درنو عزیزانو سره هم شریکه کړم:
غني خان په پښتانه قام کې یو خدای(ج) لورولی استعداد دی، د هنرونو ګنج دی او د لوړو انساني صفتونو کمالي مثال دی، غني خان فلیسوف دی، شاعر دی، رسام دی، موسیقار دی، سیاستدان اوسیاستمدار دی، صوفي اوعارف دی…
پرداسي عظیم او لوی هرمند خبره کول همداسي ژوره وړتیا غواړي لکه د استاد کرګر.
د روسي لیکوال اوشاعر رسول حمزه توف په خبره (کاش چې د لیکوالو لپاره هم داسي کومه جزا په نظر کې نیول شوي وای چې کله دوی یو د بل خبري بیا بیا تکراروي اونوې خبره نه شي کولای).
هو؛ زه به د استاد کرګر په دې متنوع او جاذبه څېړنه کې کومه نوې خبره وکړم چې هغه د لوستونکو په درد وخوري؟ داسخته ده ځکه استاد کرګر په دې مغتنم اثرکې غني خان په بشپړه توګه راته معرفي کوي یعني یوازي د هغه هنري کمالونه نه بلکې د هغه شخصیتي مزیتونه هم تشریح کوي، د غني ظاهري اوباطني کوایف راسپړي او لوستونکوته يې په مفصله توګه وړاندي کوي.
هو؛ د څېړنیزو پروسو دا خاصیت موږته دا فکر راکوي چې د بحث دوام نه تړل کېږي او دا هرکله شونې ده چې د یاد پیل کړي شننیز کار تسلسل دوام پیدا کړي او یا همدې کارته له بلې زاوې وکتل شي.
موږ خپلي لیکني ته د غني خان د رومانتیک شعر یوه برخه غوره کړې ده: ( خم د رنګ کې لا خمار شته…).
هو؛ د غني خان د هنر په دنیا کې لا ډېر موضوعات شته چې وڅېړل شي او د هنري مزیتونو له رنګونو يې د پښتو هنري_ ادبي دنیا رنګینه شي، (غني پوهنه) د یو قام په حیث موږته څه ګټه کوي؟
دا هغه پوښتنه ده چې که موږ يې د هر لوی عالم او ادیب د پېژندني په برخه کې مطرح کړو نو د یو لوی معرفتي مزیت، کیفیت، پېژندني او درک کېدني په موخه به يې ارو مرو څه فکر او عمل وکړو او دابه زموږ د جمعي شعور د قوت اوبیدارۍ لا ښه پیاوړی حالت وي.
په غني پېژندنه کې زموږ ادبي_ فلسفي، تصوفي، عرفاني… لید وده کوي، او د یو دردېدلي قام په توګه د خپل پرون، نن اوسبا د ستونزو جرړي ښه پېژندلای او درک کولای سو.
داځکه؛ چې غني زموږ له ویني جوړ هنرمند دی، زموږ د ټولنیز ناخودآګاه، رګ اوروان څخه ښه خبر دی او زموږ د ويښېدني او پوهېدني په راز اورونق ډېر ښه پوهېږي.
له نېکه مرغه د غني د لوړو فکرونو د خم رنګونه د دغسي پوهو عالمانو د غښتلي قلم په مټ لاهم تر موږه رارسېدلای او ویشل کېدلای شي، او د پښتانه د فکر دنیا يې په خوږلنو او مزیتونو لاهم ښایسته او سمبالیدلای شي.
استاد کرګر خپله دغه څېړنیزه هڅه په دوو مختلفو زماني مقطعو کې ترسره کړې ده، (غني د شګو په محل کې) سرلیک یې د لومړي ټوک په توګه په ١٣٦٥ه.ش کال او (ماته یو دریاب د نور را) عنوان یي د دویم او بشپړونکي ټوک په حیث په ١٣٩٥ه.ش کال د یو کتاب په اډانه کې چاپ او خپاره کړي دي، لکه چې مخکې مو وویل دا چاره (څېړنه) بشپړتیا نه لري او دا ممکنه ده چې غني ته د نورو اونوو زاویو له لید نه بیاهم کتنه وشي او دا ټوکونه همداسي پسې دریم، څلورم… ته وغځېږي.
پایله اولنډيز:
غني خان د پښتانه قام د روح اوروان د اصیل ماهیت یو غوره بلګیز هنرمند استازی دی، چې موږ يې په پاللو او پېژندلو کې ډېره زیاته معنوي ګټه کولای سو،
موږ دده په درک اومطالعې سره د خپل پښتانه خاصیت په زیست اوژواک کې د یو مطلوب ژوند سمبالول ترسره کولای سو، له حقیقت پلټني تر حقیقت رسېدني پورې په دې برخه کې د غني مغتنم افکار زموږ لاسنیوی کولای سي.
په ډېر ویاړ او احترام سره ویلای سو چې زموږ ډېر دراک اوځيرمن استاد، ښاغلي محمد اکبرکرګر د غني پېژندني او د هغه د لوړ هنر د سپړني ډېره مهمه، مغتنمه او قدر وړ شننه اوسپړنه کړې ده، زه فکر کوم که استاد کرګر د خپل ژور فلسفي نړۍ لید او ادبي ځواک له خوږو نور موږ؛ خدای(ج) مه کړه بې برخي هم کړي نو یوازي همدا لویه پېزوینه به يې پر موږ د یو لورانده احسان په توګه تل پور وي، اما! له نېکه مرغه چې موږ د نوموړي علمي مقام ته په کتو لا د ډېرو پوهنیزو، فرهنګي_ عرفاني لورینو تمه ترې لرو.
لذتداغ جگر؛ حق فراموشی نیست
قسمتی در نمک اشک؛ کباب است اینجا
زین همه علم و عمل قدر خموشی دریاب
هرکجا بحث سئوالیست جواب است اینجا
بیدل دهلوی
په دعا او درناوي
همت عمرزوی