جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

د طوفان بل شريک

زوړ دښمن همېشه په لټه کي وي، چي خپل وار وکړي. افغانستان د خپل جغرافيوي موقعيت پر اساس د هغي څلور لاري حيثيت لري، چي د سيمي په سطحه تر ټولو پر مهمو نقطو واقع وي. دغه جغرافيوي موقعيت هم چانس دئ، هم چلنج. تر اوسه په تاريخ کي تر ټولو زيات د چلنج په توګه واقع سوی. يواځي د ملت پخوانی بابا په دې وتوانېدی، چي چانستوب ئې څه ناڅه ولوبوي.

افغانستان له پېړيو راهيسي د تزاري روسيې او انګرېزي سامراج تر منځ د لوبو د ډګر په توګه واقع وو. دغه لوبه هغه وخت په ګرمه لوبه بدله سوه، چي انګرېزانو د خپل نوي هيواد امريکا په مرسته روس د سيمي په جګړه کي مستقيم دخيل کړی. افغانستان ته ئې ځواکونه واستول او امريکا همدا غوښتل، چي په واورو کي پټ قوي زورور خرس له خپلي خاوري او واوري را وباسي او بيا د کور دباندي ماته ورکړي. همهغسي هم وسول، مګر دا جګړه پای ته و نه رسېدل.

مګر د شوروي له پاشل کېدو وروسته روسيه پر ارامه نه کښېنستل. هم ئې په سيمه کي زهر وپاشل او هم ئې د افغانستان دننه خپلو ملګرو ته پرله پسې لارښووني او پلانونه ورکول او دلته همېشه اور بل وو.

خو دا ځل خبره متفاوته وه. دوه انتقامه وه او دوه درې دښمنان. دوی بايد داسي لوبېدلي وای، چي ځان هم خوږ نه کړي او ګټه هم ښه ډېره وکړي. د روسيې ولسمشر، چي تر ډېره ځايه د يوه دکتاتور نظام چلوونکی دئ او غواړي شوروي اتحاد بيا را ژوندى کړي نو د هغه له پاره لازمه ده، چي هم ځان له احتمالي خطرونو وساتي؛ هم حريفان تضعيف کړي او هم دښمنان ووهي.

له هغه وخته چي امريکا د تروريزم د ځپلو په پلمه سيمي ته راغله، د دوی ټاير ډبره واخيستل. خو په ښکاره ئې څه نه ويل. کله ناکله به ئې يوه يوه قلقله وکړل، نور به چوپ سول. ځکه دوی په واک کي شريک خپل کسان او متحدين لرل. نو ګټه ئې روانه وه او ځان ئې خوندي محسوسوی. مګر کله چي د تور بيرغونو کيسه ګرمه سوه او د دوی بل حريف نوي ابر قدرت کېدو ته ځان جوړ کړ، نو د دوی اوږه هم لاندي سول او د پروني دښمن (پاکستان)، لکه هغه بازارۍ ښځه؛ دوه مړونه ئې رسماً درلودل؛ يو بل ئې هم وکړی او فوجيانو ته ئې د روسانو له خوا تمرينات پيل سول.

د روسيې خاص استازي د روسيې د سفارت په خاص دفتر کي ناست وه. خاص استازي سفير ته وويل: اشنايه لوبه بدلوي، بايد ورسره چالاکه سو. په پاکستان کي له قوي موقفه ناست يو. دلته هم بايد فعاله سو. د دوی موږ هېر يو او يا مو کمزوري حسابي. موږ قطبي خيرسان بولي. د هيڅ ډول طوفان زور په موږ بر نه دئ. موږ په بده ورځ کي هر څه کولای سو. دا مخامخ دارالامان ګوری، موږ دلته خپل تر ټولو نږدې کس خپله و ويشتی او بيرته مو ئې انتقام له همهغه چا واخيستی، چي دی ئې وويشی. موږ ته خپل ګټي خوندي کول تر هر چا مهمي دي. ځکه له دې ځايه مو ډېر تاوان کړی او ډېر خطر هم راته متوجه دئ.

زه چي له کومي ورځي راهيسي په دې نوي ماموريت راوتلی يم؛ دونه عجبه خبري او شيان مي ليدلي، چي اوس پر هر څه او هر چا شکمن يم. ما لومړی سفر پاکستان ته وکړی؛ دوی تر اوسه د انګرېز چيچان دي. له ټولو سره سر ښوروي، خو کار خپل کوي. هلته مي وليدل، چي دوی اوس هم هر څه د پروژې په توګه چلوي. حملات، جګړې او هر څه چي وينی؛ ټوله د نورو هيوادونو له پاره د پروژو په توګه تر سره کېږي. دوی ته مهمه نه ده، چي پر کومه مځکه کومو خلکو کله او چيري څه کېږي؛ دوی ته مهمه دا ده، چي لوبه جاري وساتي. د لوبي جاري ساتلو سره د دوی ژوند تړلی دئ.

جالبه خو دا ده، چي پرون ئې زموږ په وړاندي کوم ځايونه او کمپونه مجاهدو ته ورکړي وه، نن ئې هغه کمپونه طالبانو او نورو مخالفينو ته ورکړي او د پروني مجاهدو په وړاندي ئې جنګوي. پرون چي يې کوم طالبان په لوڅ ډول امريکا ته وسپارل؛ نن ئې هغوی ته نظامي سلامياني او رسمي پرتکول ورکوى. د فوج بوديجه ئې له امريکا راځي، مګر په ګوادر ئې له چين سره د اووه څلوېښت مليارډه ډالرو سرمايه ګذارۍ ته پلان دئ.

زموږ سره ئې د عسکرو د تقويې او ټرينينګ تړون هم کړی. مقصد پر پاکستان په هيڅ ډول باور نه دئ په کار. دوی ئې هم پر مېخ وهي، هم پر نال. امريکا ته ئې د اکمالاتو لاره ورکړې ده، مګر طالبانو ته پټنځايونه.

قطر کي مو هم له چين او امريکا سره جلا جلا مذاکرات وکړل او هم تړونونه. چين ټول تمرکز پر دوو ټکو دئ: خپل اقتصادي ګټي او ځان خوندي کول.

په اقتصادي ګټو کي دوه اړخه ورته مهم دي: له افغانستان د معدنونو استخراخ بلخصوص ليتيم، چي د نوي نړۍوالي اقتصادي جګړې محور دئ او خپل توليدات په دې لاره او دې ځای ته را صادرول. نو معلومه خبره ده، چي د واخان لاره، چي هم ارزانه ده، هم اسانه؛ خلاصيږي.

د ځان خوندي کولو له پاره ئې په بدخشان کي يوه لېوا جوړه کړې، چي ټول خپل نېشنل فورس (ځانګړي قوتونه) اچولي دي. د دوی فکر دا دئ او زموږ ورسره تړون دا دئ، چي د تور بيرغو مخه به نيسو، چي دا په سيمه کي زموږ او دوی دواړو امنيت ګواښي. کوښښ دا سوی، چي تور بيرغي تر تاجکي قيادت لاندي را وستل سي؛ نو ځکه ئې نوم هم له وخته خراسان ايښودل سوی، چي په اسانۍ سره د تاجکستان پر خاوره را واوړي او قومي صبغه ورته جوړه کړي.

موږ څلور ډوله فعاليت کړی، چي دلته هر څه مهار کړو. د مسکو په ناسته کي مو خپل پخواني همکاران هم بيرته منسجم کړل. پخواني مجاهدين، چي لسګونه کاله راسره وجنګېدل، ډېره برخه مو ئې خپله کړل. لږ ئې بيا هم د خپلو ګټو او د امريکا له ډاره تر اوسه ځان ګوري.

طالبانو کي خپل ګروپونه فعال لرو. که چيري اقتدار ته راځي؛ حداقل زموږ سره به دښمني نه کوي. بلخصوص هغه ډلو ته، چي د تور بيرغو په وړاندي سخت دريځ لري؛ هغو ته موږ ډېر امکانات ورکړي.

په اوسني حکومت کي زموږ پخواني ياران سته، مګر د حکومت خبره خلاصه ده، نو موږ مجبوره يو؛ مخالفين ئې راټول کړو. هغه هلکی څه نوميږي، د هغه د پنجشير د قومندان زوی تاجکستان ډېر پورته پورته کاوه، خو هغه خپله ثابته کړه، چي لا ماشوم دئ. اړيکي مو ورسره سته؛ کوښښ مو کړی، چي د نورو خلکو سره ئې يوځای کړو، خو دی يې ظرفيت نه لري.

په سياسي مخالفينو کي مو پر پخواني ولسمشر ډېره تکيه کړې ده، خو هغه ډېر محتاط او سياسي مخ ته ځي او کوښښ ئې دا دئ، چي ټول لوري ارام وساتي، مګر بيا هم زموږ سره ډېر خراب نه دئ. امريکا عصاباني کړی دئ، مګر دښمني نه ورسره لري. پخواني امريکايي جمهوريتيان بلخصوص د بوش او کلنتن د کورنۍ سخت ورسره جوړه ده او د هغو رسوخ دئ. اوس هم تر ټولو لوی موقف کي ساتلی دئ.

خو پر شاوخوا ئې عجبه ګډوډ خلک راټول دي. سټايل ئې همهغه پخوانی شاهي غوندي دئ. د هر فکر او ډلي خلک ورسره دي. مقصد زموږ مخالفين نه دي، مګر ډېر سخت حساب هم نه سو ورباندي کولای.

په دې وخت کي شازدافير وپوښتل: يعني ستاسي په فکر امريکا وځي. داسي کومه نخښه خو نه ښکاري. خاص استازي وخندل: ته امريکا دلته پخه ناسته ده، لوبه بدلوي. يو خو غواړي چين له کوره وباسي او جنجال ته ئې راکش کړي. عيني لوبه، چي ئې زموږ سره د شوروي اتحاد په وخت کي وکړه. له بلي خوا ئې د ټايوان کيسه ګرمه کړې ده. دوی شايد هلته مصروف کړي او موږ ته ئې دا د يوکراين د فلم هلک (يوکرانی ولسمشر) ګرم کړى دئ. له دې سره ټولو وخندل.

مګر موږ له امريکا سره په دې توافق لرو، چي چين بايد نوی ابر قدرت نه سي. په دې کي هيند راسره ملګری دئ، ځکه هيند ځان ته کوښښ کوي، چي سوپر پاور سي او موږ و چين بيا په سيمه کي د امريکا د موجوديت مخالف يو؛ خو دوی پاته کېږي، مګر د موجوديت بڼه ئې بدلېږي.

په دې وخت کي سفير وپوښتل، زموږ پلان څه شي دئ؟ روان وضعيت خو تاسي تشريح کړی، مګر موږ ته واضحه لاره څه شي ده؟

ځانګړي استازي وويل: اوله خبره دا ده، چي له حکومت څخه مو توجه په مطلقه توګه بنده کړئ. ځکه کيسه خلاصه ده. څو تنه کانديدان د موقتي ادارې له پاره سته. هغوی هم تعقيب کړئ، هم ئې په اړيکه کي وساتئ. ځکه دوی  (امريکايانو) ټولو ته تمه ورکړې ده. دوهم خپلي همکارۍ هم د امکاناتو هم سياسي او هم د پيسو له وسله والو مخالفينو، مدني فعالانو، رسنيو او سياسي مخالفينو سره لا ټينګي کړئ. که ګډ حکومت راځي؛ ټله واله او شمال مو ټول د تاجکستان پر لاس په قومي تار تړلي. هزاره مو د ايران پر لاس خپل دي. په پښتنو کي خپل پخوانى خلق ديموکرات هم لرو او په طالبانو کي د دې شل کلن تمويل ياران سته؛ هغه سره فعاله کړئ.

خو که يواځي طالبان راځي؛ متوجه اوسئ، چي د خطره خالي نه دي. زما معلومات دا دي، چي يکتازي رامنځ ته کوي او په همدې يکتازي کي شمال پټنځای کوي او چين او موږ دواړو ته خطر متوجه کېږي.

طوفان ته ټول نڅېدل، يواځي افغان اولس وو، چي د يوې نامعلومي راتلونکي په لور روان وو. هيڅوک نه پوهېدل، چي څه به کېږي. هر چا پلان درلودی، خو يواځي افغانان وه، چي د نورو پلانونو ته ناست ول او خپله ئې خپلي خاوري ته هيڅ ډول پلان نه درلودی او طوفان شېبه په شېبه ګړندی کېدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب