تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې طالبان دې د افغانستان په خاوره د تحریک طالبان پاکستان په ګډون جنګیالۍ ډلې کنټرول کړي.
هغه زیاتوي چې وسله والې ډلې نه یوازې په افغانستان کې؛ بلکې له پولو هاغاړې هم خطر دی.
شهباز شریف نن (سه شنبه) په اسلام اباد کې بین الپارلماني کنفرانس ته ویلي، چې ملتونه کولی شي په ګډه تلپاتې سولې او د ګډې سوکالۍ په چوکاټ کې نړۍ جوړه کړي.
شریف زیاته کړې چې، پاکستان په یوه سوله ییز ګاونډ باور لري چې، د دغه هدف لپاره یې جدي او دوامدارې هلې ځلې کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر دغه راز په تېره میاشت د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونو ته په اشارې ویلي، که څوک پر پاکستان بریدونه کوي دوی به ورته پرېکنده ځواب ورکوي.
نوموړي له افغان لوري غوښتي چې پوه شي تلپاتې سوله د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ډلو د کنټرول پر مټ ترلاسه کېدلی شي.
هغه له نړیوالو غوښتي چې د سولې د ترویج، دوامداره پرمختګ او د ګډ امنیت د پیاوړتیا لپاره یو موټی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له اوربند وروسته هم دوه دورې مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدلې او طالبانو د تحریک طالبان پاکستن د مهار په اړه د اسلام اباد غوښتنې ونه منلې او ویلي یې دي، چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ موضوع ده او باید دغو ستونزو ته خپله رسېدنه وکړي.
انډيواله شریف جانه مخ خو دداسې سور شوی دی لکه د کوړکې چرګې !!