چهارشنبه, دسمبر 11, 2024
Home+په دې ورځ د برلین دېوال ونړول شو

په دې ورځ د برلین دېوال ونړول شو

له نن څخه 35 کاله پخوا د ۱۹۸۹ د نوومبر په ۹ مه د برلین دېوال ونړول شو او جرمنیانو ته لار پرانیستل شوه چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته بېرته سره یوځای شي.

دا دېوال، چې د برلین په زړه کې یې ۴۵ کیلومتره اوږدوالی درلود، په ۱۹۶۱ م کال شوروي اتحاد جوړ کړ او تر پریایه د سړې جګړې سمبول ګڼل کېده.

د دوهمې نړیوالې جګړې سوبمنو ماته خوړلی (هیتلري) جرمني په خپل منځ کې ووېشه، پخواني شوروي ته یې ختیځه برخه ورسېده او لوېدیځ جرمني پانګولو ته ورسېد، چې امریکا، بریتانیا او فرانسې په خپلو کې ووېشه، خو دا درې برخې پر ۱۹۴۸ کال سره یو ځای شوې او لوېدیځ جرمني یې جوړ کړ.

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د جرمني پلازمېنه برلین د شوروي په واک کې و. خو په دې ښار د ختیځ او لوېدیځ جرمني دواړو اوسېدونکو دعوه لرله.

د سړې جګړې له پیلېدو سره برلین د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د اختلاف مرکز شو. ختیځ جرمني چې برلین یې پلازمېنه و، د ټولې ولکې غوښتنه یې کوله، خو لوېدیځ دا غوښتنه ونه منله.

د دواړو ترمنځ د اختلاف له زیاتېدو سره په ۱۹۵۵ کال فدرال جرمني له ناټو سره یو ځای شو او ډیموکراټیک جرمني له وارسا سره یو ځای شو، چې دواړه د پانګوالۍ او سوسیالیستي نظریو ترمنځ د سړې جګړې لومړۍ کرښه شول.

خو د ۱۹۴۹ له اګسټ تر ۱۹۶۱ پورې د ختیځ جرمني تر دوه نیم میلیون ډېر وګړي لوېدیځ جرمني ته وتښتېدل. ان د دې دېوال له جوړېدو مخکې ورځو کې د ۱۹۶۱ کال د اګسټ له لومړۍ تر ۱۳ پورې تر ۴۷ زره کسانو ختیځ جرمني پرېښود.

خو لسګونه زره نور بیا د اوښتو پرمهال ووژل شول.

د جرمني د یووالي دلایل

په ۱۹۸۹ کال د پولنډ او هنګري په ګډون په ختيځه اروپا کې تر یو شمېر پاڅونو وروسته، په ختيځ جرمني کې کورنۍ نارامي زیاته شوه او تر څو اوونیو دوامداره ناارامیو وروسته، د ۱۹۸۹ د نومبر مياشتې په نهمه نېټه د ختيځ جرمني دولت اعلان وکړ چې د دې هېواد اوسېدونکي کولای شي، لویديځ جرمني ته لاړ شي او د برندن بورګ او نورې دروازې يې پرانیستې.

د همغه کال په سپټمبر مياشت کې د جرمني د دواړو برخو خلک له کُلنګونو او څټکونو سره د دېوال دواړو خواوو ته راټول شول او د دې دېوال په عملي ماتولو يې لاس پوري کړ چې په نتيجه کې يې جرمني بېرته یو شو.

پر ۱۹۸۸ کال د پخواني شوروي د مشر میخایل ګورباچوف په اصلاحاتو پسې په ټوله ختیځه اروپا کې د بشري حقونو د سرغړونو او سیاسي زور زیاتي پرضد لاریونونه ډېر شول او ژر ختیځ جرمني ته هم ورسېدل.

د ۱۹۸۸ کال ژمي کې برلین او لایپژیګ او دریزدن ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې، چې پکې پولیسو ډېر کسان ونیول.

خو د اکتوبر په ۱۸ مه د خلکو د اعتراضونو له زیاتېدو سره، چې شعار یې و “موږ خلک یو”، د حکومت او د ګوند مشر اریش هونکر استعفا وکړه.

د هغه وخت د امريکا ولسمشر رونالډ ریګن هم د جرمني په یووالي کې رول درولود. ده د شوروي اتحاد له مشر میخایل ګورباچف سره يې په سویس کې ولیدل او په ۱۹۸۷ میلادي کال کې يې برلین ته د سفر پر مهال د برندن بورګ په دروازه کې ګورباچوف ته، چې د شوروي کمونیست ګوند سر منشي او د شوروي اتحاد ولسمشر و، په خطاب کې وویل: “ښاغلې عمومي منشي، که ته سوله وغواړې، که ته د شوروي او ختيځې اروپا په اتحاد کې پرمختګ غواړې، که د لبرال کېدو پلوی یې- دې دروازې ته راشه. ښاغلی ګورباچف، دا دروازه پرانیزه … دا دېوال مات کړه.”

د نورو لاملونو تر څنګ یو شمېر غربي او افغان کارپوهان په دې باور دي چې د برلین دېوال د ماتېدو یو لامل دا هم و چې افغانانو د شوروي اتحاد پر وړاندي جګړه پیل کړه.

د دوی په وینا د شوروي اتحاد پر وړاندي د افغانانو جهاد د شوروي اتحاد هغه طلسم مات کړ چې ګواکې دا اتحاد نه ماتېدونکی دی.

او همداراز شوروي اتحاد تر سخت اقتصادي او سیاسي فشار لاندې شو چې په ټوله کې دغه ټول لاملونه سره یو ځای شول او د شوروي او شرقي بلاک د له منځه تګ سبب شول.

د نوومبر پر ۹ رادیو وویل چې د حکومت د پرېکړې له مخې د دواړو جرمنانو ترمنځ د پولې دېوال نړېږي، خلکو تر هغه باور نه کاوه چې له تبرونو او چاکوانو سره دېوال ته رسېدلي نه وو.

دا ستر دېوال چې تر ۳۰ کلونو د یو ملت پر زړه تېر شوی و، پر کنډوالو او لوټو بدل شو او تراوسه یې ډېر سیلانیان ټوټې له ځان سره خپلو هېوادونو ته وړي.

جرمن ملت هر کال د نوومبر ۹ د دې دېوال د نړولو مراسم لمانځي چې سږ کال یې ۳۳ مه کالیزه ده.

3 COMMENTS

  1. د هغی ورځی په هیله چه د ډیورنډ منحوسی کرښی دواړه خو پراته پښتانه د دغی واقعی څخه الهام واخلی او دغه اغزن تار او ډیورنډ لاین د تل لپاره له منځه یوسی او دواړه خوا ته ورونه قومونه لکه د جرمن ننی ولس یو با افتخاره او با وقاره ژوند ولری

  2. سلامونه،
    دملیونونو افغانانو که له هرې خوا ول ، د وژل کیدلو ؛ د افغان آبادیو تباه کولو، د خاورې بېحاصله ګرځولو ( په بموریو ، ماینونو او…) او په ملیونهاوو بیکوره او آواره کیدلو مسوءلین څوک دي؟ او څوک ېې باید تاوانونه ورکړي؟
    کمونیستانو خو ټول انسانیت ته کور،کالي ډوډۍ شعار ورکاوو ،نو بیا د بیګناه انسانانو وینې تویول ولې؟
    مجاهدین صاحبانو خو فی سبیل الله ،الله اکبر ناره ې تکبیر ویلې !! خو بیا في سبیل مقام، دارايي او پیسو ېې خپلو کې مسلمانان ووژل چې لا تر اوسه ېې د اسلام دشمنان په یو او بل په اصطلاح تروریستي!!! ګروپونو جنګوي او ګټه ېې اسراییل وړي!
    او دا بل امریکايي کاوبایان د ډیموکراسۍ، د شځو او بشر حقونو او شنو او ژېړو ډالرو په ښودلو همهاغه کمونیستانو او ګوډاګیانو سره د تش په نام م.م. او جهاني بینک او ویټو میتوو په درواغو سره ولسونه د فقر د اندازې نه لاندې کندو ته ټیل وهي او د دروغو وايي(وي ټرست ان ګاډ!). په حقیقت کې دا ډانګه یان په ګولډ ایمان لري او ژر ده چې لکه پخوانۍ روسيې وشړېږي لکه څنګه چې د افغان شهیدانو وشرموله دا آم ریکهه!او۳۹ پرکټيان ېې
    – یو ټکي ته پام وي چې پخواني کمونیستان او علاقه مندان ېې بیرته په شانګهای کې ولادیمیر سوي
    -او اروپايي اتحادیه کوښښ کوي د امریکې او ابلیس انګلیس له شر او فساداتو ځانونه وژغوري..
    -پاتې شول مسلمانان او بیطرفان ، …
    + د ورور سلیمان زاهد په تایید ، د اروا ښادو پښتنو مشرانو هر یو باچا خان ، شهید خان عبدلصمد خان ، شهید داوود خان، فقید ډاکټر نجیب ، او ډیرو نورو تاریخي څهرو چې د لوی افغانستان ارمانونه ېې آخرت ته له ځانه سره وړي ، د هیلو پوره کیدو په آرزو او دعا:
    له آمو نه تر اباسینده او له کشمیر تر چابهاره لر او بر یو افغان
    راځئ اغځن سیمونه او تارونه وشکوو او وشلوئ!. ډیورند د برلین له لارې زړې بریټانیا ته ولیږئ!.
    و من الله التوفیق.

  3. پنجابيانو دا ځلي افغانستان په داسي يوه لومه کي ګير کړي چي يابه مړ کيږي او يابه تسليميږي اوسخو زما په اند افغانستان دتالبانو په زور د پاکستان يوه سوبه شوه او بل داسي قدرت هم نه ليدل کيږي چي افغانستان د له دي لومي خلاس کړي ، B52 بيا نه راځي او تالبان(پنجابيان) هم دومره احمق نه دي چي افغانستان بيا د تښتيدلو غلو ته ډالی کړي.
    پاته سو دا اغزن جال او تار دابه وي او د ډيورند کرښي د له منځه وړلو خوبونه تر سلو ډير کلونه کيږي چي په بره خوا کي يوه برخه پښتانه غوتونکي دي او هغوي هم يواځي سياسي شعارونه ورکوي، کوم کاري ګام يي نه دی پورته کړي.
    که ريالست اوسني وضعي ته پام وکړو زموږ حالت د کوردانو شانته کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب