یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهذ مجاهد: د پاکستان غیر مسؤلانه چلند د استانبول خبرې بې پایله...

ذ مجاهد: د پاکستان غیر مسؤلانه چلند د استانبول خبرې بې پایله کړې

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۷مه) ‏د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د استانبول ناستې په اړه وضاحت کې ویلي، چې دوی په استانبول کې د افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ د خبرو له کبله« ترکیې او قطر» دولتونو له کوربتوب او منځګړیتوب هرکلی کوی.

مجاهد ویلي، د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي او دوی هم ورته نېک نیت او د امن هیله لري او د خپل مسؤولیت او وړتیا په حدودو کې به ورسره همکاري کوي.

مجاهد همداراز ویلي، د افغانستان ولس او خاورې دفاع د دوی شرعي او ملي وجیبه ده او ټینګار یې کړی، چې د هر تجاوز پر وړاندې به د خپل ولس په ملاتړ کلکه دفاع کوي.

مجاهد وړاندې ویلي:  طالب استازي د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه او ښه نیت او صلاحیت سره له پاکستان لوري سره استانبول کې دوه ورځې پرلپسې په دې هیله ګډون وکړ، چې دا ځل به پاکستانۍ اړخ له خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته په مسئوولیت پذیرۍ او رغنده نیت د ستونزې اساسي لپاره جدي وي او له وقعبینانه او قابل عمل غوښتنو سره به خبرو ته وړاندې شي.”

نوموړي زیاته کړې، پاکستاني لوري دا ځل هم د خبرو پر مهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسئوولیتونه افغان لوري ته راجع کول په داسې حال کې چې له خپل لوري یې نه د افغانستان د امنیت او نه د خپل امنیت په اړه هیڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتووالی ښود.

د طالبانو ویاند همداراز ویلي، د پاکستاني پلاوي له لوري د غیر مسؤولانه او نه همکاري روحیه د دې لامل شوه، چې د اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړوو له ټولو هڅو سره سره کومي پايلې ته ونه رسیږو.

مجاهد په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی په خپل اصولي دریځ ټینګار سره چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد په خلاف وکارول شي او نه هم بل هېواد ته اجازه ورکوي، چې له خاورې یې د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او منیت پر ضد اقدامات او یا ملاتړ وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...