Homeخبرونهطالبانو په جرمني کې د افغانستان دیپلوماټیکو استازولیو ته څلور نور کسان...

طالبانو په جرمني کې د افغانستان دیپلوماټیکو استازولیو ته څلور نور کسان ټاکلي دي

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۷ مه) د افغانستان (د طالبانو) حکومت په جرمني کې د افغانستان دیپلوماتیکو استازولیو ته څلور نور کسان ټاکلي دي چې د راپورونو له مخې، د جرمني د ویزو د ترلاسه کولو لپاره قطر ته تللي دي.

دا څلور کسان دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې دي او په برلین کې د افغانستان په سفارت او په بن کې په کونسلګرۍ کې د دندو د پیل لپاره د ویزو اخیستو ته چمتووالی نیسي.

سرچینو ویلي چې د جرمني چارواکو دغو څلورو کسانو ته د ویزو له ورکړې سره موافقه کړې ده، خو نه د جرمني حکومت او نه هم طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول دا موضوع تایید کړې ده.

د راپور له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بشیر احمد افغان او سعید اکبر رستاد په برلین کې د افغانستان په سفارت کې په ترتیب د لومړي او دوهم سکرتر په توګه ټاکلي دي.

همداراز، هدایت‌الله پکتین او محمد حکیم حکیمي په بن ښار کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د دوهمو سکرترانو په توګه ګومارل شوي دي.

د دغو کسانو ټاکل به په جرمني کې د افغانستان په ډیپلوماټیکو استازولیو کې د طالبانو له خوا د ګومارل شویو چارواکو شمېر زیات کړي. برلین تر دې مخکې هم د طالبانو د حکومت دوه استازي منلي و چې په سفارت او کونسلګرۍ کې قونسلي چارې پر مخ یوسي..

له طالبانو سره د جرمني د حکومت اړیکې د افغانانو د ایستلو د بهیر له بیا پیلولو سره هم تړلې دي. جرمني د ۲۰۲۵ کال په جولای کې، په جرمونو د ککړو افغانانو د بېرته لېږلو د اسانتیا په اړه له خبرو وروسته، د طالبانو حکومت دوه قونسلي چارواکي ومنل.

د جرمني دولتي تلوېزیون اې‌آر‌ډي د ټاګس‌شاوې خپرونې د ۲۰۲۶ کال د مې په لومړۍ نېټه په یوه څېړنیز راپور کې ویلي چې د طالبانو استازو د هغو افغانانو د پېژندلو په بهیر کې ونډه لرله چې له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ وو او د هغوی د سفر د اسنادو په ترلاسه کولو کې یې مرسته کوله.

په راپور کې ویل شوي چې د جرمني چارواکو د افغانانو د بېرته ایستلو د اسانتیا لپاره له طالب استازو سره عملي همکاري زیاته کړې ده.

د جرمني حکومت ټینګار کوي چې له طالبانو سره یې اړیکې تخنیکي بڼه لري او دا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته لېږلو په اړه د اروپا د هڅو پر ضد نړیوالې نیوکې زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...