په ادبیاتو کې طبیعت پالنه او له طبیعي عناصرو سره شاعرانه زړه خواله له پخوا څخه د یو ادبي او شاعرانه دود په توګه پالل سوی دی، انسان پخپله د طبیعت یو جز دی؛ داسي جز چې د همدې طبیعت په غېږ کې د یو ممتاز موجود په حیث ګڼ اړخیز فعالیت او خوځښت کوي.
انسان تر خپله وسه پر طبیعت اغېز کوي او طبیعت خو بیا په خورا لویه کچه را انحصار کړی دی.
د بشر د هراړخیزي ترقۍ سره جوخت لاهم انسان پر طبیعي پدیدو بشپړه خبرتیا او لازمه احاطه نه لري، ځکه طبیعت لاهم د خپل خارق العاده کیفیت له مخي ناسپړلی او مرموز پاتي دی.
هو؛ کله چې شاعر د شاعرانه مناقشې او زړه خواله لپاره په انساني ټولنه کې د تنهايۍ او فکري یوازیتوب احساس خپل کړي، هلته نو د طبیعت غوږونوته مخاطب شي، ځي صحرا، غره، سیند، خوړ، وني، ځنګله، آسمان… ته د زړه خبري وړاندي کوي، داخبري د استعارو، اشارو، تلمیحاتو، رمزونو… په پردو کې د ژوردرد د چغي او طغیان تند فوران وي.
دا طغیان بیاهم د انساني ټبر د درد او ناخوالو د علاج اوسمون په موخه ځانګړی او جګ سوی وي.
(صحرايی ګل)؛ د ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک د هغه شعر سرلیک دی چې په خپل متن کې د افغان انسان لپاره خورا لوی، مهم او منځپانګیز پندونه او پیغامونه لېږدوي.
یاد شعر د یو تاریخي مستند روایت په حیث موږ ته ددې خاوري له تاریخي لرغونيتیا او قدامت نه په رسا ژبه غږېږي.
***
صحرايي ګل
نه پوهېږم پکتيا يا ننګرهار کې
ارغنداو يا د هري رود په کنار کې
په بخدي کې نېسايا يا زرنکا کې
کاپيسا کې په واخان يا لمپاکا کې
اريانا کې د سوما تر څنګ يو ګل و
چې اشنا نِه د بورا نِه د بلبل و
شاعر په دې شعر کې مختلف پیغامونه تلقینوي، ګل؛ دلته د یو ښه انسان سیمبول هم ګڼل کېدلای سي، داسي انسان چې د خپل غوره او رغوونکي فکر د مانا خوشبو خپروي او د انساني ټولني فکري دنیا پکې معطره ساتي، له بله اړخه د صحرايي ګل څخه دا انتباه هم کېدلای سي چې د تاریخي روایاتو پربنا په ځینو ټولنو او ملتونو کې کله؛ کله د لوړ او کمالي فکر داسي نابغه انسانان را وټوکېږي چې د ټولني شعوري او ادراکي کچه يې په معیار برابره نه وي اولکه د صحرا ښکلی ګل همداسي د زمان د ګرمو او سوزنده بادونو او لمبو په تاو کې نا پېژندلی او ناسپړلی ورژېږي او خاوري شي.
دلته هم استاد په صحراکې د یو ښکلي ګل له خولې خپل قام ته مخاطب دی او دوی ته د خپل تاریخي_ جغرافیايي هویت د بېلګو په وړاندي کولو سره د سیال ژوند پیغام ورکوي.
استاد ددې وطن د یو واحد جغرافیايي وجود د مضبوط بنسټ تلویحي او تلمیحي اشارې کوي.
د پکتیا، ننګرهار، ارغنداو، هري رود ښه یادَونه کوي
بخدي رایادوي او د پخواني آریايي مدنیت په غېږکې د سیمو لرغوني نومونه اخلي.
د نسایا د موقعیت په باب مختلف نظرونه شتون لري څوک وايي چې د بامیان، میمنې او بادغیساتو ترمنځ سیمه په دې نوم یادېدل بل نظر دادی چې د یوناني سکندر د لښکرکشیو په زمانه کې ممکن د کونړ_لغمان تر ننګرهاره دغي سیمي او غرنیو دروته ته نسایا ویل کیدل…
زرنکا (زرنج) پخواني سیستان ته ویل کېدل چې د هیواد جنوب لویدیځه حوزه په بر کې نیسي.
لمپاکا د اوسني لغمان د تاریخي حوزې پخوانی نوم دی .
د کاپیسا او واخان او یادو سیمو تذکر سړي ته د تاریخي آریانا د لوی او ځلانده آریاي تمدن د عظمت لوړ احساس ورکوي.
***
پسرلي ته يې خوله وازه په خندا کړه
چې دا زه يم چې ښايسته مې دا دنيا کړه
پښتون قام ته دا زما يو خبر يوسه
چې له راز د ژوندانه نه خبر اوسه
چې ګل نه وي پسرلي کې ژوندون نشته
هماغسې چې نن نه وي پرون نشته
***
صحرايي ګل د پسرلي له راتګ سره د طبیعت د پاخه سنت په اساس غوړېږي، د بیا ژوند نوې روح خپلوي او سیمي ته د خپل ښایست ښکلي جلوې پېرزوکوي. د ګل په ښکلا د دښتونو لمني زېب او سینګار خپلوي اود طبیعي ښکلا سخاوتمند منظرونه د ژوند سترګي نازوي.
د (ګل) له خولې څخه چې په استعاري مانا موخه (هدفمند انسان) دی خپل قام ته د ويښتیا او خوځېدا پېغام ورکوي، پښتون ته وايي چې هماغسي لکه ګلونه چې د (پسرلي) په راتګ سره په ځان کې تحرک او غوړېدا پیداکوي، ته هم د نوي عصر له غوښتونو سره جوخت خوځښت او نوښت وکړه، په (نن) کې د پرون له ښواوبدو، سړو او تودو څخه زده کړه وکړه او د تاریخي ادراک په رڼاکې د نن په معیارونو د سباني ژوندون لپاره چمتوالی ونیسه.
***
که ژوندی وي تل بهار دی دا جهان
د ژوندي دپاره نشته دی خزان
لږ ژوندی شه سر د کاڼو نه بهر کړه
د دنيا په غوړېدلي باغ نظر کړه
پسرلي کې هغه ګل چې بېدار نه دی
پسرلي کې هم خزان دی بهار نه دی
***
شاعر موږ ته وايي چې د هدفمند او ماناداره ژوند په غېږکې هڅېدل او اوسېدل داسي بېلګه لري لکه د نړۍپر مخ چې تل بهار، تازه ګي او طراوت خپور وي. د ژوندو لپاره په معنوي لحاظ (خزان) مرګ نشته.
په متحرک او ماناداره ژوند کې خزان، زړه ماتول او ناهیلي کېدل نشته، اودلته ژوند د ماناد غوړېدا، ځلیدا او بقا لپاره خپل تاند غورځنګونه وهي.
استاد پژواک په شاعرانه انداز راته وايي چې ژوندی شه! د کوټه ذهنۍ، غفلت او بې غورۍ له تیارو ځان را وباسه، او د دنیا د سیال اومترقي ژوند بهیر ته ځیرمن نظر واچوه، ترڅو په دې بهیر کې مطلوب حرکت ترسره کړې.
ستا لپاره ويښتیا او بیداري پکار ده، ځکه ګل باید د پسرلي له تقاضا سره ځان عیار کړي او که دی لکه د مني او ژمي خزان وهلی مړاوي ګل همداسي بې یونه او بې خوځونه راکد وي، نو ده ته د بهار او خزان توپیر نشته او تل به همداسي خزان ځپلی نامراده او نا ښاده مړژواندی پاتي وي.
***
کوم يو ګل چې ګلخانه کې پرېوتلی
په هر فصل کې تازه دی غوړېدلی
له دنيا نه ګلخانه جوړه کړه ځان ته
نظر مه کوه بهار ته او خزان ته
استاد وايي چې دنیا په زیار او تلاش ودانه ده، د ژوند هر پړاو خپل تازه والی او نوښت لري، بناً زموږ لپاره لازمه ده چې د ژوند د تقاضاوو سره جوخت ځان سمبال او په کمال کړو، او د خپلو انساني ظرفیتونو په مټ دا دنیا لکه ښکلې (ګلخانه) همداسي سمسور، ودانه او ګلِګلزار کړو.
پایله:
په صحرايي ګل کې د استاد پژواک موخیز پېغام د افغان انسان لپاره د سیال ژوند د هنر خپلول دي، داسي ژوند چې له ځانه تر جهانه خیر، ښېګڼه، خدمت، رښتینوالی او شرافت پکې نغښتی وي.
هو؛ د ګل انسان پېغام تل د رنګین او ګلورین جهان آبادي، آرامي او سکون وي.
گل کیست قاصدیست ز بستان عقل و جان
گل چیست رقعه ایست ز جاه و جمال گل
مولانابلخي.
په دعا اودرناوي
همت عمرزوی