تاند/ پنج شنبه د اسد-زمري ۲۹مه/ د بنګلهدېش د کرکټ بورډ رئیس تمیم اقبال ویلي چې، د هند هغه سفر چې د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې ټاکل شوی، ښايي یو ځل بیا وځنډېږي؛ ځکه د هند د کرکټ بورډ او د بنګلهدېش د کرکټ بورډ ترمنځ لا هم د سفر په اړه خبرې روانې دي.
دا سفر په لومړي سر کې د تېر کال اګست ته ټاکل شوی و، خو وروسته د ۲۰۲۶ کال سپټمبر ته وځنډول شو.
د بنګلهدېش کرکټ بورډ د جنورۍ په میاشت کې اعلان کړی و چې هند به په بنګله دېش کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي، خو د هند کرکټ بورډ تر اوسه په دې اړه رسمي عامه اعلان نه دی کړی.
اوس چې د ټاکل شوې لومړۍ یو ورځنۍ لوبې، چې د سپټمبر په ۳مه ده، یوازې دوه اوونۍ پاتې دي او داسې اټکلونه شته چې د لوبو نېټې ښايي یو ځل بیا بدلې شي.
د بنګله دېش د کرکټ بورډ له خوا خپور شوی مهالوېش ښيي چې، ټولې لوبې به د اګست له ۲۸مې د سپټمبر تر ۹مې پورې به په بنګله دېش کې ترسره کېږي.
دا لوبې وروسته له هغې بیا ځنډول کېږي چې، د کرکټ پوهانو په باور د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ ډګر کې اړیکې لږ څه بې خونده دي.
دوی وایي، د جنورۍ په میاشت کې د بنګلهدېش له خوا د هند د سفر له اعلان وروسته، د دواړو کرکټ بورډونو اړیکې ترینګلې شوې دي.
دغه وضعیت هغه مهال لا پسې خراب شو چې، تېر آی پي اېل کې بنګلهدېشي لوبغاړی مستفیظ الرحمن د له سیالیو څخه بهر کړای شو.