Home+اشرف خان هجري او بهار | اسدالله بلهار

اشرف خان هجري او بهار | اسدالله بلهار

د بهار په ګلو سیل مسته شها کا
نوی داغ به د مین په ځیګر بیا کا
مرغلري یې په لعلو کې مخزون دي
شهریار به هسي ګنج کله پیدا کا
د شبنم غوټۍ په ګل دي آویزاندې
که یې دُر به بناګوشو کې بریښنا کا
باد یې بوۍ د زلفو تیر کا په ریاض کې
د چمن دلبرې خوله په دعا وا کا
« اشرف خان هجري»

د پسرلي تازه هوا او ورسره ورسره نوي وږمې په چلیدو دي، د غرونو ډډې او لوړې څوکې، کمرونو او پرښې او د پراخو دښتو ارتې لمنې په شنو مرغو، رنګینو ګلونو او ګلغوټیو پوښلې او ښایسته شوې، ورشوګانې شنې او د غرونو له خوړونو د پاکو او رڼو اوبو څپې په مخ په کښته را روانې دي. په داسې شیبو کې نه یوازې شاعر بلکې بل هر د احساس خاوند د پسرلي د ښکلاوو په ستاینه کې قلم په ګوتو کې نیسي او د زړه له تله هغه احساسات، ولولي او پیغامونه را اوروي چې کیدای شي په نورو وختونو او شیبو کې یې ور باندې خوله نه وي پرانیستي. کله چې د پښتو ادب په اړه، د بهار، نوي کال، ګل او بلبل، سهارنۍ معطرو وږمو په اړه د کتابونو پاڼې اړوو را اړوو نو موږ ته به هیڅ داسې شعري دیوان په لاس را نه شي چې شاعر یې په دې تړاو غځوني نه وي کړي.

د پښتو ژبې هغه شاعر چې د ځنځیرونو د شاعر په نوم یې هم شناخت کیږي او کلونه کلونه یې لکه په غزنوي پیر کې د محبوس شاعرسعد سلمان په څیر په ځیل کې تیر کړل. اشرف خان هجري دی. د پښتوژبې د لوی شاعر خوشحال خان خټک زوی اشرف خان هجري د ځیل په موده کې خورا سوزناکه، دردمن، ویرجن او له فراق سره مل شعرونه وویل، خو هغه په خپلو سویو کوکو کې زموږ مخې ته د بهار د رنګینو شیبو ډول ډول تصویرونه هم د لیدو له پاره ایښي.

     هجري کله له بهاره شکوې او شکایتونه کوي کله یې بیا په ستاینه نه مړیږي. که په دقت سره د هجري اشعارو ته وکتل شي، د ده په ډیرو شعرونو کې د بهار ذکر لیدل کیږي. دی که بندی هم دی خو د بهار ښکلاوې د بیچاپور د کلا د ننه هم محسوسوي ځکه په وار، وار د بهار یادونه کوي. لکه په لاندې شعر کې چې د بهار په رنګینو شیبو کې د خپل صنم په ستاینه خوله پرانیزي او وايي:

ډیر مې ولیده ملوکې د ګلزار زیب
ولي نه لري هرګز ستا د رخسار زیب
ما چې حسن ستا د مخ د سترګو ولید
نور به نوګورم هرګز د ګلبهار زیب
دا زینت چې ستا غنچه کا د لعلونو
لاله نه کا هسي شان په لاله زار زیب

په پورتني شعر کې خپلې محبوبي ته دا خبره اظهاروي چې د ګلزار زیب، ښکلاوې ډیرې دي خو هغه ښکلا او زیبايي چې ستا په رخسار کې نغښتي او شته هغه د بهار سره نشته، په دې توګه دی د بهار ښکلاوې د خپلې محبوبا، صنم او ملوکې تر د مخ تر ښکلا کمې او نیمګړې بولي، چې دا په خپله یو ډول شکوه ګڼلای شو. دی آن دا خبره هم کوي چې نور به د ګلبهار ښایست او ښکلا ته نه ګورم.

یا دا:
ما د هغه مخ ښایست چې لید په سترګو
یاد مه شه په ژبه ژیړ ګلونه د بهار نور
ښه بهار یې جوړ دی ځکه تل هسي دعا کړم
د دهر خزان مه وای د دې حسن په بهار نور

په دې بیتونو کې هم هجري، له دې سره سره چې د ځواني د موسم د پسرلي ورځ، شیبه او هره لحظه یې تر ګلو هم ښه ګڼي، پکې د خوښۍ او خوشحالي احساس کوي خو په ورته وخت کې یې بیا له دې امله چې دا ورځ ژر تیریدونکي ده په بې وفايي تورنوي او وايي چې که دا شیبې تر ګلو ښې هم وي خو وفا یې نه لرله.

د شباب د بهار ورځ ترګلو ښه وه
ولي نه وه چندان هسي با وفا ورځ

که پورتنیو بیتونو ته په دقت وګورو هجري په حقیقت کې موږ ته یو بل پیغام هم د استعاري په ډول وړاندې کوي هغه دا چې عمر خوږ، له ښایستونو مالامال دی خو بیا هم لنډ دی، نو په دې لنډ ګنډ عمر کې باید هغه څه را خپل کړو چې په خپلولو ارزي، په درلودلو سره یې آنسان ته وړیاړونه ور په برخه کیږي، هغه حسنه صفتونه دي لکه وفا، هجري وايي هغوی چې با وفا نه وي که هرڅومره نور ښه صفتونه ولري په دې نه ارزي چې ورته ډیر ټیټ او پاس شو. هجري په خپلو شعرونو کې د بیلابیلو موضوعاتو او سکالوګانو له پاره کنایتاً د بهار نوم یادوي. بهار د بدلون فصل بولي او په دې فصل کې چې کله په ریاض کې د ګلزار څرک ولیدل شي نو بیا یې نور حال په خپل شعر کې داسې راته بیانوي.

هغه دم چې په ریاض ګلزار موجود شي
هرنفس یې په بهار کاندې چیغار واف
شاید نور به د ریاض مینه تر شا کا
که زما د بیاض وویني ګلزار واف
چې یې نه دي دا زیبا اشعار لیدلي
ځکه خوښ شه د ګلونو په بهار واف

موږ په ورته وخت کې د هجري په شعر کې د ده د بیاض له ګلزار سره هم مخ کیږو. کله چې په باغ کې ګلزار موجود وي ګلونه، څانګې، ګلغوټۍ او تاندې لښتي وي. په داسې شیبو کې په ناڅاپې ډول هره ساه بلبلان په چیغیدو شي. مستي او خوښي کوي. خو هجري وايي که ځما د بیاض ګلزار وویني نو بیا به د باغ مینه له هغې ټولې ښکلا سره تر شا پریږدي. همدا ډول هجري بلبل له دې کبله ملامت نه ګڼي چې په وینا یې د ګلونو په تماشا ځکه خوښ دی چې د ده د بیاض دا ښکلي شعرونه یې نه دي لیدلي.

یا دا:
د یار مخ دایم بهار لري د ګلو
په یوه ګل مې دي نامي کا په الطاف
نیسان مخ د ځمکې واړه رنګینه کړو
یاران تل درومي د ګلو په طواف

بل ځای کې هم هجري د خپل صنم د مخ نندارې ته تم دی. خو دلته وینو چې د هجري د خپل یار یادونه په داسې انداز کې کوي. چې مخ یې تل د بهار د ګلونو په څیر ښکلی او ښایسته دی. خو په ورته وخت کې بیا هم د یوې الطافي ډالۍ غوښتنه کوي. هجري د نیسان د احسان یادونه هم کوي اودا چې ځمکه یې رنګینه کړي، ګلونه غوړیدلي، فضا عطرینه او ښایسته ده یاران هم د ګلانو په طواف کې ويني.

همدا ډول بل ځای د یار د مخ مشاهده کوي او وايي:

ما چې ستا د مخ بهار مشاهده کړو
هغه دم مې زړه رخصت کړ د بهار عشق

هجري د خپل یار د مخ مشاهدې ته دومره خوشحاله او لیواله دی چې په لیدو یې هماغه دم د بهار مینه او عشق له زړه ایستلی او ورته یې رخصت ورکړی. دی په یوه بل شعر کې بیا هم د بهار په داسې ډول یادونه کوي.

یا دا:
د ځواني بهار چې ولیښ له بدنه
د پیرۍ په خزان تور ویښته زرین شول.

ځواني او همدا پړاو د نه یوازې د هجري له پاره د بهار په څیر اهیمت لري بلکې د ځواني دوران د هر ژوندي ساري له پاره همداسې دی. دلته وینو چې هجري بیا د زړښت دور د خزان سره پرتله کوي. رښتیا هم خزان زړښت دی. که نوي پدیدي هم په کې را څرګندیږي خو ورو، ورو د پای او اخر په لوري یون په کې تر سره کیږي. خو له دې سره سره موږ ته یوه نوي استعاره هم بیانوي، هغه دا چې ( تور ویښته) د تیارې، بې تجربې، او نا پوخوالي سیمبول په توګه را پیژني. او دا چې بیا زرین یا( سپین) شي نومعنی دا چې دا پړاو د پخیدو، هوښیاري او تجربي پړاو دی. هجري په هر حال کې موږ ته د بهار په یادولوسره نوي نوي پیغامونه را رسوي.

لکه دا:
د بهار په موسم ږده په اوربل ګل تل
هرګز نه وي زیب د ګل په اوربل تل
په اوربل په زلفو هاله ته نازیږه
که پوهیږي چې به وي په دنیا جل تل
دا بهار قایم په هیچا دایم نه وي
په فلیلو یې لره دواړه کاکل تل
لوی دولت ګڼه باده په خیز د ګلو
موجود کله په دنیا وي ګل ومل تل

د بهار په موسم کې په اوربل باندې د ګلونو کتارول بیله ښکلا لري. خو دا زیبايي هر وخت هم نه وي. دی وايي د ا بهار تل پاتی او دایمي نه وي نو په دې شیبو کې لوی دولت باده او د ګل و مل دنیا وي. د هجري په شعرونو کې له ورایه د بندي خاني، ښادي سره غم، هجران او بیلتون څخه هم شکوه څرګندیږي.
لکه دا:

نه په باغ کې وي موجونه د ګلزار تل
نه د راغ په مخ باقي وي ګل بهار تل
له ښادي سره غم هسي جوړه ګرځي
لکه ګل سره چې مل وي تیره خار تل

هجري ډیر وخت دا یادونه کوي چې په دې دوړنه نړۍ هرڅه تل پاتي نه دي پای لري او مخاطب یې متوجې کوي چې د بهار او خزان په کړو باور نه دی په کار، دی وايي نه په باغ او نه هم په راغ کې موجونه او بهارونه تل نه وي دا لکه غم او ښادي چې په تیر کې یې هم یادونه وشوه سره مل او پل په پل او جوړه سره روان دي. یا لکه له ګل سره چې تیره اغزي مل وي.

بل ځای بیا د خزان نه شکایت کوي او د نیسان ستاینه داسې کوي:

که خزان کړ پرون دور د ګلزار بل
له نیسانه ځمکې وزووه ګلبهار بل

د خزان کړو وړو که پرون د ګلزار مخ بدل کړل، خزان تل د ورکي، تری تم کیدو سمبول دی خو بهار او نیسان بیا د ژوند د سمبول په توګه په خپل راتګ سره د خزان د کړنو په اپوټه ځمکه تازه او ښیرازه او ګلبهاري کړه.

یا دا:
په لاندې بیتونو کې بیا هم وینو چې هجري د ځواني په تلپاتي کیدو ډاډمن نه دی. خو د ده په بارو چې بیا د هر ګلزار بل وی فصل یې بل وي. چا ته چې په کې ګل ومل ورسیږي نو تر دې دور بیا ښه دور نه وي.
د ځواني بهار په هیچا قایم نه وي
د هر فصل ګلزار بل وي نوبهار بل
ګل ومل ځواني چې چاته مئسر شي
هجري نه وي ښه تردا په دور کار بل

یا دا:
د ګلونو بهار جوړ باده تیاره
نن قرار کله روا دی سرودیانو
په هوس د بهار ګونګ طیرګویا شو
تاسو ولي خلوت خوښ کړو زاهدانو

هجري هڅه کوي چې موږ ته چې د بهار هرې ښکلا او ادا تصویر د مینې له منظره وړاندې کړي. د ګلونو او بهار په موسم کې ورسره باده او بیا په کې ارامي روا نه ګڼي. دی زاهدانو ته هم وايي د بهار په هوس ګونګیان هم ګویایي کوي خو تاسې ولي خلوت او ګوښه توب غوره کړی دی.

هجري په یوه بله غزله کې د بهار، ګل او ریاض یادونه کوي او وايي: د بهار په موسم کې نورې بوختیاوې حرامي دي او باید د ګلزار سیر په کې تر سره شي.

ولي نن د بهار ګل په ریاض راغله
تر همه چارو لا دم چې یې دیدار کړو
پس له کاله ګل میلمه شي په ریاض کې
لا به کله بیا دیدن د نوبهار کړو
په موسم د بهار نور شغل حرام دی
زه هجري او یار به سیر د ګلزار کړو

یا دا:
د نو بهار په مهال او د چمن ښایست هم په ګلو دی. همدا رنګه په مخ د ښایسته وو هم زینت لا نور سنبلو پسي جوړ کړ. هجري د سپیرې ځمکې مخ په اړه وايي چې مخملي او او دلبرو د خپلو کاکلو دعشرت نظام هم نوی کړ. او غم یې په غم هغه وخت اخته کړ چې زلفي په منګلو کې ونیسي. وګورئ په لاندې بیتونو کې:

وخت د نوبهار دی چمن زیب لري په ګلو
په مخ د ښایسته وو زینت بل وکړ سنبلو
مخ د ځمکې واړه مخملی شه سر له سره
دلبرو له عشرته نظام نو کړ د کاکلو
قُل یې اشاره باده اخله چې غم قِل شي
غم په غم اخته کړه زلفې نیسه په منګلو

یا دا:
ما وي زه د وخت صنمو ته بهار وم
تا ته نن ولي بدتر شوم تر اهاړه

هجري په یاد بیت کې، په حقیقت کې، د میني په کاروبار کې، رقیب، غماز او هغه چاته چې د خوښیو او میني سره جوړ نه دی، یا هم کیدای شي خپل مرور دلبر ته چې ورڅخه یې زړه بد شوی دی په خطاب کې وايي: زه خو د وخت د صنمو له پاره یو تازه او سمسور بهار و. خو دا تا ته ولي نن بدتر شوم تر اهاړه؟ دی له هغه د خپل قصور، ګناه او تیروتنې پوښتنه کوي.

یا دا:
نن یې وار فلک تیر کړی د بهار دی
پژمرده لکه ګلونه د خزان دي؟

همدا ډول هجري هغوئ چې وار یې تیر شوی، هم خطاب کوي د هغوئ تصویر راته انځوروي. په دنیا د هر چا یو ځلی یو وار وي، دا وار لکه بهار غوندې ښایسته وي. خو کله چې دا وار تیر شي بیا یې د بهار ګلونه د خزان توندې سیلۍ مړاوې او پژموده کوي. هجري وايي د هغوئ چې وار تیر شي لکه د خزان ګلونه بیا یې مړایتوب له ورایه ښکاره شي.

اشرف خان هجري بل ځای بیا داسې مهرباني کوي او فرمايي:

ستا د مخ په بهار هسي بذله ګويي شم
لکه واف ګویا د ګلو په وصلت وي.
دلته مراد د بهار په څیر مخ او بیا یې مدحه آن تر دې حده چې بذله ګويی یې ګڼي، معني دا چې د بهار په شاني مخ په لیدو سره یې بېسده کیږي. حواس یې اوتر شي او بیا هرڅه وايي، دی وايي لکه بلبل چې له ګلونو سره وصلت ومومي او په دیدن یې نه مړیږي. نو هجري هم ځان همداسې ګڼي.
یا دا هم:

چې هجري دي په خامه د مخ صفت کښیني
په بیاض یې سل بهاره روئیده شي.

چې د مخ په لیدو او صفت سره یې په بیاض یا دیوان کې سلګونه بهارونه را وټوکیږي. بهارهغه څه دی چې دی یې له همدې مثاله پرته بل مثال مناسب نه ګڼي. د هجري په اند بهار یعني ژوند، مینه او خوښي. که دا نه وي نو بیا خو ژوند زندان دی.

یا دا:
که مین یې په حیات ځینې ګوښه شه
د بهار په سیر درومي روهیلۍ دي.

هغه مین چې په حیات له خپلو معشوقوڅخه بیل او ګوښه شوی وي د هغه د مینې د تندې ماتولو په تمه بیا روهیلۍ پیغلې د بهار د سیر او نندارې له پاره درومي.

هجري دنیا د افسوس او حسرت ځای ځکه ګڼي چې په پای کې خزان وي. که بهار لومړی نه وای نو اخر به خزان نه وای. دی په خپلو ډیرو اشعارو کې خزان ته، د غماز، بیلتون، رقیب او حسود مله په سترګه ګوري. دی په حقه هم دی خزان د همداسې څیزونو یو قاصد دی. لکه په لاندې بیت کې چې فرمايي:

دنیا ځکه لبالب ده له افسوسه
چې آخر د خزان وار اول بهار دی.

اشرف خان هجري کله کله د خزان نه هم شکوه او شکایت کوي دی، فرمايي د خزان له جوره او ستم نه وړاندې پیر او کمزوزی شوی و. خو له دې کمزوري سره بیا د نوروز په یوه دم، یوه تازه مسیحايي هوا سره ځوان شو. د دغه حالت په اړه بیا فرمايي:

لا پرون پیر وضعیف وه له خزانه
د نوروز په یوه دم وګوره چې ځوان شه

یا دا :
تماشه په بهار ډیر کا د ګلونو
د فرقت غم یې پیدا د واف په ځان شه

د بهار د ګلونو تماشه هر هر څوک کوي. دا تماشه او ننداره د ځینو له پاره سرسرې وي. خو د بلبل له پاره داسې نه وي، او د فرقت غم یې د بلبل په ځان وي.
د اشرف هجري د شعر په هر فورم او چوکاټ کې، غزلونو، بوللو، نظمونو، اشعارو او څلوریزو په لړ کې د بهار یادونه لیدله کیږي. د ده د شعرونو په دیوان کې ډیر لیږ داسې شعرونو تر سترګو کیږي چې د بهار یادونه په نه وي شوي. غواړم په دې برخه کې یې د هغوو څلوریزو بیلګې هم وړاندې کړم چې پکې د بهار د ښکلاوو او ښایست یادونه شوي دي. دی په اګاهانه ډول د بهار بیا بیا یادول په خپلو شعرونو کې ځکه کوي چې بهار د کار، ژوند، مینې، الفت، ښکلا، رنګینو او وصال سمبول ګڼي. دی وايي راشه او په ځیر ځیر د باغ ښایښته ګلونو وګوره، ځکه چې په بهار پسي خزان را روان دی بیا به یې ارمان کوي لکه په لاندې څلوریزه کې چې وايي:

په ځیر ځیر ګوره د  باغ ګلونه
پسي به وکړي بیا ارمانونه
زیبا بهار به ګانده خزان شي
همیشه نه وي ګلزار موجونه.

******

په همدې ډول په یوه بله څلوریزه کې هم خپله دا اندیښنه چې د ګلونو دیدن تل میسر نه وي او د باغ او ګلونو غونچې د مسافرو له پاره د غنیمت یوه شیبه ده، دا شیبه کله کله د فلک دور چاته په لاس ورکوي.

سبا غونچې کړه د باغ ګلونه
موږ مسافر یوو سبا به ځونه
د یدن د ګلو همیشه نه وي
په مراد ګهي کا فلک دورونه
****
د نوبهار موسم د ګلونو د را ټوکیدو، ورسره د سرود او مطرب د طالع د راویښیدو موسم ګڼي او دی په لاندې څلوریزه کې داسې راته څرګندونه کوي.

نن موسم د نوبهار خیز د ګلزار دی
نو د مل دیدن د ګل سرود په کار دی
دا طالع مطرب ګرمي په سرود نه کا
په انعام یې ګرموي د زرو یار دی
*****
په پسرلینۍ مینه همدومره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...